صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۵ اسفند ۱۹, شنبه

شعر پیشرو و بالنده

شعر پیشرو و بالنده، چنانکه از نامش پیداست، ابزاری در خدمت تبارز دادن احساس در برابر نابرابری ها، ستم ها و نارضایتی های همگانی است که راه را برای ترقی، بالندگی، مردم گرایی و عبور از خاره راه های خارائین هموار می سازد. در شعر بالنده، بر خنثی نویسی ها و خنثی گویی ها لگد حواله می گردد، با این که برای محتوا و شکل پیوند دیالکتیکی برقرار می دارد، هرگز از اینکه چه پیامی در بیان وجود دارد و در خدمت چه کسانی قرار دارد، طفره نرفته آن را در فغان و فریاد اصل قرار می دهد.
این شعرها اصالتمند بوده، بر زندگی خلق اثر گذارده، راه گشای تیره روزی های شان به حساب می آید.

امروز شعر
       حربۀ خلق است
زیرا که شاعران
خود شاخه یی ز جنگل خلق اند
نه یاسمین و سنبل گلخانه ای فلان

آنانی که شعر را صدای تفنن و داستان و طنز را دل مشغولی های شخصی می پندارند، یا از تعهد و توده ها بریده اند و یا اصالت را از دید کاملاً شخصی و جدا از روز و روزگار دانسته، خود و دیگران را به بازی می گیرند و با کثیف نامیدن چنین اشعاری، در برابر زورمداران روزگار دلقک شده، شعر بزرگ ترین شاعران تاریخ و قلم بدستان بارسالت را در برابر چکمه های شان حلال می کنند.
عموماً در نقدهای شعری فقط به واژه ها و دستورها چسبیده، از این که در درون چه دارد حرفی بر زبان رانده نمی شود. شاعران شوریده و از دنیا بی خبر که مصروف مشکلات فردی خود اند، و یا جرئت و شهامت بیان درد و داغ را ندارند به این اصل ها نه تنها خود را پایبند می بینند که دیگران را هم در چنین راهی ارشاد می نمایند. اما برای اینان فقط دار شعر شاملو لازمی است که چون حمیدی ها آنان را آونگ بسازند.
شعرهایی که با توده ها و تاریخ قدم بر می دارند، هرگز نمی میرند و در تاق های نسیان نمی پوسند. این شعرها گر چه به قول گلسرخی شعار هم باشند، جاودانه اند و در هر کنجی از جهان که "تبسم را بر لبان جراحی می کنند"، زمزمه می شوند و مرزها را می پیمایند. واقعیت چنین واژه های سربین و مصراع های استخوان سوزی است که نوشته های کم سوادانی را که اداهای استادان شعر و ادب را عرضه می دارند، و چنین اشعاری را کثیف و بی مصرف می دانند، چون تفی به قعر زمین می خشکانند. فریادهایی که از برشت، نرودا، شاملو، محمود درویش، طوغان، آزاد، رستاخیز و دیگران به ما مانده، چون فروزان ترین و درخشان ترین سرایش ها، سرتاسر تاریخ را فتح کرده، طنین آنها نه تنها توده های جهان استثمار شونده که خلق های دنیای سرمایه داری را نیز به تحرک درآورده، گاه گاه بر اوج موج و توفان می نشانند و چنین استادان بی مصرف و کم سوادی را در گود رسوایی بی آبرو می سازند. 

نړیوال بانک؛ دموکراسی که زورواکی؟!

        له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو په برټین ووډز ښار کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق بنسټ کیښودل شو. د یو "دود" ( د پانګې د ونډې) له مخې دا دوه مالی ټولنې د امریکا او اروپا امپریالیستی هیوادونو تر منځ ویشل شوی دی. د نړیوال بانک مشری امریکا او د پیسو نړیوال صندوق مشری اروپا په غاړه لری.  نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د امپریالیستی زبیښاک او ښکیلاک په موخه
پاتې هیوادونو د پرګنو زبیښاک دى. دا دوه مالی ټولنې چې په ټولیزه توګه د واشنګټن د سیاستونو تر اغیزې لاندى کار کوی، نږدې ۳۰ کاله یې د نیکاراګوا د دیکتاتور آناستازیو سوموزا څخه ننګه او ملاتړ وکړ  او  په  ګواتیمالا کې یې د ژاکوبو آربنز پرمختللی دولت سره پریکون وکړ او د هغې د دولت د ړنګولو په رامنځ ته شوی دی.  د دې دوو ټولنو له  رامنځ ته کیدو وروسته، په بیوزله هیوادونو کې د بیوزلۍ ټغر د ټولولو پر ځاى، بیوزلی پراختیا موندلې او بیوزله  هیوادونه یې له سیاسی او اقتصادی پلوه د امریکا او اروپا امپریالیستی هیوادونو په منګلو کې ورښکیل کړی دی.
         که په سویلی امریکا کې  د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق کړنو ته پام وکړو،  دې پاپلې ته رسیږو چې د دې دوو مالی ټولنو اصلی دنده د وروسته موخه یې  د پوځی وزمه باندونو ننګه وکړه. په همدې ډول نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د سویلی امریکا هغه دموکراتیک حکومتونه د خنډ سره مخ کړی دی چې د ټولنیزې نابرابرۍ د کموالی لپاره یې اقدامات تر سره کړی. په  ۱۹۵۸ کال کې د برازیل ولس مشر جوساینو کوبیتزیک سره، چې د پیسو نړیوال صندوق استعماری شرطونه یې و نه منل، مخالفت وکړ او د هغه د ځاى ناستی خوئوا ګولارت ددولت سره چې ارضی اصلاحات او د نفتو ملی کیدل یې اعلان کړل، پریکون وکړ.  په همدې توګه د ۱۹۷۳ کال په سپتامبر کې،  وروسته له هغې یې په چیلی کې په کار پیل وکړ چې  د سلوادور آلنده دموکراتیک دولت ړنګ او په خپله ووژل شو او د پینوشې دیکتاتور دولت رامنځ ته شو. په ۱۹۷۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق په ارژانتین کې د جنرال ژُرژ ویدلا څخه ملاتړ وکړ. او د ۲۰۰۲ کال په اپریل میاشت کې د هغه لنډمهاله دولت ننګه وکړه، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اسپانیا په ملتیا یې  د هوګو چاویز په وړاندې  په کودتا لاس پورې کړ.
نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هڅه کوی چې بیوزله هیوادونه پوروړی کړی. دې دوو ټولنو د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۲ کلونو  تر منځ د لاتینې امریکا د بهرنیو پورونو کچه د ۱۶ څخه ۱۷۸ ملیارد ډالرو ته لوړه کړه. دې ټولنو د "پور وسلې" په کارولو سره وکړاى شول چې د واشنګټن سیاستونه (د حکومتونو بدلون، خصوصی کیدنه، د اقتصادی دروازو پرانیستل، پر ارزی مبادلاتو د څارنې لغو کیدنه، بهرنۍ پانګه اچونه، د ټولنیزو لګښتونو کمول، د سود د نرخ لوړوالى او ...) د دې وچې په ځینو هیوادونو کې پلی کړی.
همدا ښکیلاکی سیاستونه لامل شوی دی چې ارژانتین، برازیل، مکزیک، اروګوئې، ونزویلا او همدارنګه تایلند، اندونزیا او سویلی کوریا د خلکو د اعتراضونو له امله خپل پورونه د پیسو نړیوال صندوق سره سپین کړی. له بلې خوا سږکال د ارژانتین او ونزویلا په څیر د سویلی امریکا ځینې هیوادونو د امریکا د مالی ټولنو په وړاندى  د سویل بانک بنسټ کیښود، چې وروسته  بولیویا، اکوادور، برازیل او پاراګوئې هم په دې بانک کې د خپل غړیتوب اعلان وکړ. د دې بانک غړی هیوادونه وایی چې دا بانک باید د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په خلاف  چې  د رایې د څومره والی حق د پانګې له مخې ټاکل کیږی او یواځې  متحده ایالتونه په سلو کې ۱۵ رایی لری، باید پهدموکراتیکه توګه  ( هر هیواد یوه رایه) رهبری شی او د خصوصی پانګې اچونې  د پراختیا پر ځاى،  د خلکو د ټولنیزې هوساینې لپاره په دولتی پروژو کې پانګه اچونه وشی.  
د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق کړنې په سویلی امریکا او په افریقا کې ښکاره کوی چې دا دوه مالی امپریالیستی ټولنې په افغانستان کې  د امپریالیستی موخو لپاره کار کوی او د آزاد بازار داقتصاد په دودولو سره زموږ  هیواد  له اقتصادی او سیاسی پلوه د سترو کمپینو په منګلو کې ښکیلوی

لوموند دیپلوماتیک، د مخکښه ژورنالیزم ځلانده بیلګه

پداسې حال کې چې د نړۍ لویې او وړې رسنۍ د ګڼ-ملیتی کمپنیو او پانګه والو په انحصار کې دی، لوموند دیپلوماتیک میاشتنۍ د هیلې یو څرک دی.
له فرانسې نه د خپریدونکی لوموند دیپلوماتیک آریزه ژبه فرانسوی ده او په درې نیم سوه زره نسخو کې چاپیږی. تر څنګ یې په شپاړس نورو ژبو هم خپرونې کوی چې ټولټال تیراژ یې یو نیم ملیون ته رسیږی.
سره لدې چې ډیری مقالې او لیکنې یې اوږدې دی خو په هیڅ ډول ساخفه او ملال آورې ندی. لوموند دیپلوماتیک چې لوستونکی یې"لو دیپلو" هم بولی او له فرانسوی ورځپاڼې لوموند څخه توپیر لری، د ژورې شننې او انسانی دریځ له امله یوه بې سارې خپرونه ده. یوه خپلواکه او د ژورې شننې څښتن، دې میاشتنۍ خپرونې خپله لاره له ګڼو پلونو له نورو دودیزو او حاکمو رسنیو او رسنیز سازمانونو څخه بیله کړې ده.
د دې پاریس-میشته خپرونې بنسټ په ۱۹۵۴ کې کیښودل شو او له هغه وخت نه راهیسې یې د کیڼ او خپلواک دریځ څخه، امپریالیستی نیولیبرالیزم او نړیوال کیدنه (ګلوبلایزیشن) تر کلکو نیوکو او ګوزارونو لاندې نیولی او د امریکا او متحدینو امپریالیستی موخې او اغراض یې بربنډ کړی دی. هر چیرې چې امریکا د جګړې لمبې بلې کړی دی، لوموند دیپلوماتیک هملته وررسیدلی او د ځایی خلکو دردونه، کړاونه او ربړې یې نورو ته ورپیژندلې دی.  
له ۱۹۹۱ نه راهیسې لوموند دیپلوماتیک د ایناسیو رمونې  په مشرۍ چاپیږی. د هغه تر څنګ نور وتلی، پوه او ژمن او کیڼ لاسی لیکوالان او شننونکی د دې خپرونې لپاره قلم وهی. همدا امر لامل ګرځیدلې چې خپرونې او لیکنې یې تل د ولسونو د هیښتیا، روشنګری او لارښوونې په ډګر کې بریالۍ او کارنده پاتې شی. لوموند دیپلوماتیک تروسه هڅه کړې خپله سیاسی خپلواکی له خپلی مالی خپلواکی له لارې خوندی وساتی.
د لوموند دیپلوماتیک یوه ځانګړنه دا ده چې د خپل فرانسوی ریښې سره سره بیا هم په لومړی سر کې د فرانسې دولت په وړاندې کلک انتقادی دریځ لری او د ګڼو لویدیځوالو خپرونو په خلاف هیڅ کله هم د خپل دولت پر ستمګرو کړو-وړو سترګې نه پټوی. د بیلګې په توګه، دوه کاله وړاندې کله چې د فرانسې په خټه افریقایی استوګنو او قومی لږکیو د خپل ژوند د ټیټې کچې او د کاری فرصتونو د نشتوالی له امله د پاریس او شا و خوا ګاونډ واټونو ته راووتل، لوموند دیپلوماتیک لومړنۍ خپرونه وه چې د قهروړو قومی لږکیو او کډوالو ملاتړ یې وکړ او د هغوی د ژوند او کړاوونو پړه یې د هیواد پر واکمن سیستم واچوله. هغه سیستم چې پر پانګوالی ولاړ دی او د فرانسوی پرګنو پر زبیښاک او د وروسته پاتې هیوادونو پر ښکیلاک یې ماڼۍ درولې دی.
 لو دیپلو په ژورو شننو او د اوسمهالی ټولنپیژندنې په رڼا کې، د فرانسې د قومی لږکیو او کډوالو له کړاو نه ډک ژوند په پرلپسې لیکنو کې وسپړه. تر څنډې یې دا ټکې هم ورپه ګوته کړ چې قومی لږکی او کډوال نه یوازې دا چې د فرانسې پر اقتصاد پیټی ندی او فرهنګی ودې ته یې نه خنډ کیږی، بلکې په پراخه پیمانه، د دوې ارزان کار ځواک او استعداد د فرانسې په اقتصاد او فرهنګی وده کې خپله ونډه درلودلې ده. د همدې کډوالو ګڼ شمیر اصطلاحاتو او ژبنی جوړښتونو، بډایه فرانسوی ژبه لاپسې بډایه کړې ده. 
که همدې یوې سترې ځانګړتیا ته پام وکړو او بیا یې خپل هیواد سره پرتله کړو، و به مومو چې لوموند دیپلوماتیک چیرې او زموږ د هیواد "رسنۍ" چیرې! دلته ډیری رسنۍ د جنایتکارانو په مالی ملاتړ چلیږی او موخه یې هم د جنایت کارانو او جنګ سالارانو له لمنې د تیرو څو لسیزو جنایتونو د رټې او داغ پاکول دی. د همدې ناوړه نیت سره سم، ټوله ورځ په قومی شخړو کې تر ستونی ډوب او د برتری غوښتنې په لټه کې دی. د دې رسنیو موخه په لږو بیلګو کې د خپلې ژبې ودې او نورو ژبو ته درناوی دی. خپله ژبه پر نورو بره او برلاسې ګڼل یې ځانګړتیا ده او د ودې پر ځای فخر خرڅوی -یوه ژبه که هر څومره بډایه او د اوسمهالی تکنالوژی او پرمختګونو بیان ته چمتو هم وی، بیا هم ودې ته اړتیا لری.
همدا دې چې زموږ د هیواد رسنۍ کولې شی ډیر څه له لوموند دیپلوماتیک څخه زده کړی؛ ډیر څه