صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۸ مرداد ۲۵, یکشنبه

افغانستان د يوويشتمې پيړۍ د استعماري خوځښتونو په لومه كې

افغانستان يو ځل بيا د يوويشتمې پيړۍ په پيل كې له داسې استعماري خوځښتونو سره مخامخ شوى چې له تاريخي پلوه سارى نلري. زوړ استعمار به لښكرې جوړولې او په ښكاره به يې هيوادونه لاندې كول خو د ساينس او تكنالوژۍ بې ساري پرمختګونو د استعمار څیره هم بدله كړيده. د عراق پر خاوره د ټول وژنو وسلو د شتون په پلمه د امريكې د متحدو ايالتونو او د انګريزي ځواكونو بريد او پر افغانستان باندې د نوموړو هيوادونو پوځي بريد په دې پلمه چې دا هيواد د ترهګرۍ په ځاله بدل شوی او بايد د ترهګرۍ له منګولو څخه وژغورل شي. دا هغه روښانه بيلګې دي چې د استعماري طاقتونو د ذاتي او فطري ځانګړتياو په بنسټ پرته له دې چې انساني ارزښتونو ته پاملرنه او درناوى وشي، تر سره كيږي.

د اوسنۍ نړۍ خلك غواړي د ساينس او تكنالوژۍ د پرمختګونو په رڼا كې سوله ايز ژوند ولري خو دا حق د نړۍ له ميليونونو انسانانو څخه اخيستل كيږي او د هغه پر ځاى اسارت، رنځ او كړاو وركول كيږي، د ډيموكراسۍ او بشري حقونو تر نامه لاندې پر خلكو راكټونه او بمونه وریږي او د باروتو اورونه بل شوي؛ د اقتصادي پراختيا تر نامه لاندې د هيوادونو مادي اومعنوي شتمنۍ لوټ كيږي او په لس هاو نورې بيلګې چې د استعماري هيوادونو د سياستونو اصلي څیره بربنډوي. افغانستان چې له ۲۰۰۱ كال راپدېخوا د امريكې د متحدو ايالتونو او بريتانيې د ځواكونو تر قبضې لاندې راوستل شوى، نه يواځې دا چې د دغې جغرافيې د اوسيدونكو ارادې ته پاملرنه نه كيږي، بلكې په ډيرې سپين سترګۍ د ستراتيژيكو تړونونو تر نامه لاندې خپل پوځي حضور ته د اوږدمهاله شتون په اصطلاح جواز تر لاسه كوي حال دا چې له حقوقي پلوه د افغانستان واكمنان دا حق نه لري چې د هر هغه ستراتيژيك تړون په پاى كې لاسليك وكړي چې د هيواد د ملي ګټو پرضد وي او د هغه تړون پر بنسټ د لس هاو كلونو لپاره په دې خاوره كې بهرنيو پوځي ځواكونو ته د حضور او شتون اجازه وركړي، كه داسې وي نو د اتلسمې او نولسمې پيړۍ د شاهانو او اميرانو په ځانګړي توګه د امير عبدالرحمن خان ټولې هغه معاهدې چې له استعماري هيوادونو سره لاسليك شوي باید د اعتبار وړ وي حال داچې هيڅكله داسې نده. د افغانستان او د امريكې د متحدو ايالتونو د ستراتيژيك تړون له مخې په افغانستان كې د نوموړي هيواد د پوځي لښكرو شتون څه ناڅه د يوې پيړۍ لپاره پاتې كيداى شي، او د بريتانيې د پوځي مشر ډيويډ ريچارډ وروستۍ څرګندونې چې د دوى پوځيان به تر څلويښتو كلونو پورې په افغانستان كې پاتې كيږي د دې څرګندويه دي چې په افغانستان او سيمه كې د ترهګرۍ شتون تش په نامه يوه پلمه ده، اصلي موخه دا ده چې په دې هيواد كې د ظاهري شعارونو تر شا يوه اوږد مهاله استعماري ستراتيژي پرته ده.

ډيويډ ريچارډ چې په افغانستان كې د ائتلافي ځواكونو مشري هم ورپه غاړه وه په دې ښه پوهيږي چې د كومو ځانګړو ګټو لپاره يې دغه پريكړه كړيده. دا يوازې د ډيويډ ريچارډ خبره نده بلكې د هغې اوږد مهالې ستراتيژۍ په اړه څرګندونه ده چې بريتانيا غواړي او په همدې نيت هم افغانستان ته راغلي چې په دې ټاټوبي كې د زړو فكرونو او خوبونو پر بنسټ د تل لپاره پاتې شي. دا هغو فكرونو او خوبونو ته ورته دي چې په نولسمه او شمله پيړې كې د استعماري انګريز واكمنانو او جنرالانو ليده خو ډير ژر ټول په اوبو لاهو شول. د ډيويډ ريچارډ د څرګندونو يو لامل دا دى چې دوى په استعماري سياستونو كې د امريكې د متحدو ايالتونو په پرتله پياوړي دي او تاريخي اوږده تجربه هم لري او نه غواړي چې ډګر يوازې امريكایيانو ته پريږدي، په دې تكل كې دي چې يو ځل بيا په هغه سمندر كې غوټې ووهي چې په تيرو پيړيو كې يې بيړۍ ډوبه شوې وه.

د جنرال ډيويډ ريچارډ وروستۍ څرګندونې دا په ډاګه كوي چې له يوې خوا په افغانستان كې د يو ملي خپلواك دولت چې په رښتینې توګه له خلكو څخه استازيتوب وكړي شتون نلري او له بلې خوا له ترهګرۍ او طالبانو سره جګړه تش يوه ډرامه ده چې د امريكايي او بريتانيايې جنرالانو لخوا پر مخ وړل كيږي او له دې ډرامې څخه د دواړو هيوادونو واكمنې ډلې او انحصاري كمپنۍ خپل د دايمې پوځي شتون په ګټه كار اخلي. استعماري واكمنې ډلې بې خبره لدې چې د افغانستان په ميليونونو وګړي اوس لكه نوره نړۍ په يوويشتمې پيړۍ كې ژوند كوي او د يوويشتمې پيړۍ انسانان دي. دوى هر ډول استعماري خوځښتونه څاري او د ښه نيت حركتونه هم پرتله كولاى شي، په دې پوهيږي چې د بهرنيو ځواكونو شتون په يو هيواد كې له كومو غم لړلو پايلو سره مل وي. سره له دې چې د اوږد مهاله پوځي شتون خبره د يوې ځانګړې ستراتيژۍ څرګندويي كوي خو دا هم جوتوي چې افغانان بايد د يو اوږد مهاله جګړې د زغملو لپاره چمتووالى ولري ځكه په افغانستان كې د امريكې او بريتانيې د پوځي اوږد مهاله شتون پريكړې له ترهګرۍ او القاعدې سره د مبارزې تر نامه لاندې نيول كيږي نو د دغو پريكړو لرليد افغانانو لپاره ګران تماميږي ځكه له پوځي شتون سره جګړه مل وي او په همدې توګه به د جګړې تنور تود وساتل شي.