صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

... او موږ تر تایمنی وژړل




د کابل هوا خوندوره وه. پسرلي سره د پاڼو نرمې غوټۍ سپړیدې او له لیري به سندریز مرغان د مینې او نومیالو ښار ته را روان وو. دوی میاشتي کیدې چې افغانستان د راډیوګانو د خبرونو سرلیک و. خوښۍ او ویرې د کابلیانو په زړونو کې څپی وهلې.

زموږ اته کسیزه کورنۍ په څلورمې کارته کې د ګوزارې ژوند درلود. زما پلار چې ملګرو یې تر نامه وروسته «خان» ویل، مذهبي و. سیاسي پیښو سره جوړ نه و. په جاده کې یې د پرزو دکان درلود. په هغو ورځو کې خوشاله او مسکی و. هره پلا تر لمانځه وروسته یې په لوړ غږ ویل: خدایه مجاهدین بریالي کړي! له همدې امله مجاهدین پر ما، نه لیدلي، ګران وو او چې دولت هغوی ته اشرار ویل، زما به بد راتله.
 
د لمر وړانګي لا د آسمایی پر څوکه نه وې لګیدلې چې کمزوري دولت سقوط کړی و او « فرشتې» کابل ته ننوتلې. موږ د هغوی په راتګ سره جشن ونیو او د خوشالۍ اوښکې مو توی کړې. کله چې له خوبه پاڅیدم، پلار می ناره کړه: «پلانکیه» نن ښوونځي ته لاړ نشې، اوضاع مالومه نه ده، سیاف او مزاري یوه بل ته تندې خبرې کړي. برایي تر سهاره د موټرانو ګرګر خوب راڅخه وړی و.

په جومات کې هم خلکو ویل: پر ټولو سړکونو یې مورچلې جوړې کړي، خدای دې خیر کړي. زړه مې ولوید. زما ۱۷ کلنه خور تر ما زیات په وهم کې وه او په ریږدیدلي غږ یې وویل: زموږ وضع به څنګه شي؟ پلار مې په عاجزۍ ورته کتل خو کوم ځواب یې نه درلود.

په کابل کې یوه عجیبه ګډوډي رامنځته شوې وه. زه تر هغه وخته د مجاهدینو تر منځ په دومره ټینګو اختلافاتو خبر نه وم. اوریدلي مې وو چې اسلامي حزب تل د نورو حزبونو سره په لانجه کې دی. د غرمې ۲ بجې شاوخوا خپل کور سره سړک ته ووتلم. لومړی ځل و چې مجاهدین مې لیدل، هغوی ټوله په قار ښکاریدل او په غوسی یې لارویو ته کتل. هغوي څخه مې یو ډول د ویرې احساس وکړ. یو زوړ سړی چې په چټکۍ زموږ د کوڅې خواته روان و، راته وویل: د حاجي زو، ژر کور ته لاړ شه، خبره خراپه ده. هغه په دومره چټکۍ روان و چې د خبرې په پای یې پوه نه شوم. لا د همدې لاروي خبرې مې په سر کې ګرځیدي چې یو راکټ پر آسمایی ولګید. کابل کې د تالندې په شان غرهاری شو، لا خبر نه وم چې راکټ به مشخصه پر کوم ځای لګیدلی وي چې قیامت پیل شو. په نیم ښار کې رباني او ګلبدین او په بله نیمه کې یې سیاف او مزاري له کابل څخه نغری جوړ کړی و چې کابلیان لکه چوغکې په کې سوځیدل. له ټوله ښاره اور او دود پورته کیده. خلکو د امن ځای په لټه هرې خواته منډې وهلې. موږ زیرزمینۍ ته ولاړو او پلار مې هی نارې وهلې: څوک و نه وځي! کابل زموږ لپاره زندان شو. هغه اوونۍ مو په زیرزمینۍ کې تیره کړه او چاودنو سره کرار کرار عادت کیدلو. د شپې به یو دوه ساعته ویده وو. ماشومانو تر نورو لږ ژړل. زما خور په هغه بد حالت کې راته ډوډۍ پخوله او که د ورځی یو وخت هم ډوډۍ راته رسیدلې وای، لویه خبره وه.
اوونۍ وروسته جګړه یو څه سړه شوه. دانه مانه مرمۍ پر مخامخ مورچل لګیدې او موږ وتوانیدو چې زیرزمینۍ څخه ووځو. ویل کیدل چې ملګري ملتونه جګړه دروي او «رهبرانو» ته یې اخطار ورکړی. زموږ لپاره ټولې لارې تړلې وې او یوازینۍ هیله مو ملګري ملتونه وو. مجبور وو چې ځانونو ته په درواغو تسکین ورکړو. تر درې میلیونه زیات کسان په ښار کې برمته پاته وو. موږ ټوله په مرګ محکوم وو. هغوی چې د مجاهدینو تر منځ د شخړو څخه له مخکې خبر وو، په زهرجنه خندا یې ویل: دوی ځانونه اکمالوي، خپل غم وخورۍ.

دوې ورځی وروسته زموږ ټولې محاسبې صفر شوې. لا د سهار لمونځ نه و شوی چې لیوان په خپلو کې سره ولویدل او جګړه په شدت بیرته پیل شوه. تر څو مو ځانونه ټولول چې په زیر زمینۍ کې پټ شو، یو راکټ زموږ پر کور ولګید. زما د پلار یو شاګرد چې زموږ سره اوسید، د چاودنې په منځ کې ګیر شو. د راکټ پارچو زما د مور سر او مخ په وینو ولړه. موږ ټوله بې سده شوي وو. زما پلار په تورتم او د لوګي په منځ کې دې خوا هاخوا منډې وهلې. زما خور په اوچته د اخ اخ نارې وهلې. ما د حرکت توان نه درلود. زما د خور پښه پرې شوې وه او وینه ترې بهیدله. چې سترګې مې د هغي د وروڼ پر شړیدلي غوښې او هډوکي ولګیدې، چیغه مې کړه او سر مې په خپل غیږ کې پټ کړ. زما پلار هغه په غیږه کې واخیستله او د مرمیو تر باران لاندې د دروازی خواته په منډه شو. موږ و نه پوهیدو چې پر کومه ولاړ.

زما خور یې د سرې میاشتې روغتون ته ورسوله. ډاکټرانو د هغې د پرې شوې پښې وینه ودروله او پلار ته یې نسخه ورکړه چې د هغې د بلې پښې د ژورو ټپونو لپاره له یوه ځایه درمل راوړي. خوارکی پلار، لکه لیونیانو پر سړکونو منډې وهلې چې یو درملتون پیدا کړي. په همدې وخت کې د وسله والو کسانو یو ډاټسن یې اړخ ته دریږي، بې له ځنډه هغه موټر ته خیژوي او ځان سره یې وړي. موږ یو بل ورک کړي وو. خور مې ټپي او یوازې په روغتون کې؛ پلار اختطاف، مور مې ټپي او ما د خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو سره د زیر زمینۍ په تورتم کی د مرګ شیبی شمیرلې. زموږ کوڅه تقریباً خالي شوې وه. د خپلو ملګرو او خپلوانو خبر مو نه درلود، هر څوک د ځان په غم کې وو. د یوه ښار ټول وګړي د پلازمینې په نامه یوه مسلخ کې ذبح کیدو ته چمتو شوي وو 
.
اته ورځی وروسته د یوه مسلح پیکپ له خوا زما د پلار خبر راغی: «زه برمته شوی یم، که غواړئ ما بیرته ووینئ نو زما د خلاصون لپاره زر لکه افغانۍ برابرې کړئ، که نه ما به ضربه کړي. ستاسو خور په سره میاشت روغتون کې بستر ده، خبر یې واخلئ.» د بدن ویښتیان مې شخ ودریدل. د لومړي ځل لپاره زما د پلار د دعاو پایله راته سرچپه ښکاریده 
.
په سبا چې د راکټ فیرونه یو څه کرار شول او له مور سره روغتون ته ولاړم. هیڅ د منلو وړ نه وو چې زما د خور بله پښه یې هم پرې کړې وه. ډاکټرانو وویل: موږ زیاته هڅه وکړه خو درمل و نه رسیدل او له پرې کولو پرته بله چاره نه وه. زما خور په بستر کې بیخي لنډه شوې وه. چې سترګې مې ورباندې ولګیدې، بې سده شو. مور مې ځان پر مخ واهه، ژړل یې او زما خور یې ښکلوله 
.
زما پلار دوې نیمې میاشتې د وسله والو په زیر زمینیو کې بندي و، چې همدا خپله یوه غمناکه کیسه ده. زما کاکا چې په تایمني کې اوسیده، د زیاتو هلوځلو او زر لکه افغانۍ ورکولو وروسته یې زما پلار وژغوره. پلار چې کور ته راغی او زما د خور دواړه پښې یې پرې شوې ولیدې، خپل سر یې پر دیوال واهه او ژړل یې چې افسوس ویې نشوای کولای چې څو امپوله او کپسوله روغتون ته یوسي. په سبا یې یو څه کراري شوه. خلکو ځانونو ته ډوډۍ برابروله، هغوی پوهیدل چې بیا جګړه زور اخلي. زما پلار وروسته له یوه ځنډه سمدستي تصمیم ونیو چې تایمني ته ځو. هغه هله هله کول. زه، زما مور او نور هلکان د ضروري لوازمو په ټولولو اخته شو. پلار می څو ځله وویل: ښه شیان ځان سره وانخلئ چې د لارو تر منځ پوستې یې تالا کوي. شاید موږ د څو کمپلو په خاطر ووژني.

پلار مې له مخامخ سړک څخه دوو زړو کراچۍ والاو سره راغی. د هغوی پر څیرو اندیښنه او د درې میاشتو لوږه له ورایه ښکاریده. د ټلویزیون غره باندې راکټونه لګیدل او لوګی ورڅخه پورته کیده، د کابل آسمان په لوګي ککړ او ویر کې و. موږ شیان تر کراچۍ راوړل او پلار مې کراچۍ وان سره هغه ژر ژره تړل. وروستی شی چې باید کراچۍ ته وړل شوی وای، زما خور وه. هغې ژړل او ما ورته دلداري ورکوله، چې سمدلاسه یوې چاودنې زموږ د کور دروازه په هوا کړه. ما ځان پر خپلې خور واچوه، کله چې هوا یو څه روښانه شوه د پلار خواته وځغاستم، خو د هغه او د دوو کراچۍ والاو کوم اثر پاتې نه و. څو لاروي او یو دوه ګاونډیان سره راټول شول. نور نو تایمني ته د وړلو لپاره څه پاتې نه وو... زما اکا راغی او موږ تر تایمني وژړل.