صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

جګړه او طبیعت، یوازې له بیوزلو څخه قرباني اخلي!





که جګړې وي، چاودنې او انتحاري بریدونه وي، زموږ بیوزلي خلک وژني او که د طبیعت خشم وي، بیا یې هم زموږ بیوزلس ولس قرباني وي. وروستیو طبیعي پیښو د هیواد په بیلابیلو برخو په ځانګړي توګه پنجشیر، بامیان، نورستان، لغمان، بغلان او نورو سیمو کې له ۳۰۰ څخه زیات خلک قرباني کړل. په دې منځ کې پنجشیر تر ټولو زیاته قرباني ورکړه، هغه پنجشیر چې په تیرو څوارلس کلونو کې یې په دولت کې تر ټولو زیات چارواکي او زورواکان درلودل، خو د پنجشیر بیوزلي ولس ته یې ګټه ونه رسیده. د دوی «استازي» د خپلو جیبونو ډکولو او د القابو په سم کارولو پسې سرګردانه دي. په دې حساسو ورځو او شپو کې چې لسګونه کورنۍ د غم پر ټغر ناستې دي، دوی له کوم شرم پرته خپل ځان ته له «جلالتمآب» پرته بل خطاب نه مني!

په ورته وخت کې د دغه طبیعي ناورین تر څنګ، د داعش وسله والو زموږ ۳۰ تنه بې دفاع هیوادوال چې هزاره توکم وو، برمته کړل. سربیره پر دې، د هیواد په بیلابیلو برخو کې چاودنو، وژنو، تښتونو، ځانمرګو بریدونو، تاوتریخوالو، زورزیاتیو او فساد زموږ پر بیوزلي ملت د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده، خو د چارواکو ورته فکر نه دی. 

په پنجشیر او د هیواد په نورو برخو کې د طبیعي پیښو رامنځته کیدو یو وار بیا د «ملي حکومت» بې کفایتي په ډاګه کړه چې نشي کولای د خپلو وکړو ژغورلو لپاره لږ تر لږه لومړني امکانات چمتو کړي او یا ورسره سمدستي مرسته وکړي. په تیرو څوارلس کلونو کې میلیاردونه ډالره د افغانستان دولت ته ورکړل شول، خو زیاته برخه یې د هغه فساد له لارې تالا شوه چې د دولت ټول لوړپوړي چارواکي یې په خپله ګیره کې نیولي دي. همدا اوس چې ظاهراً کومې مرستې تر سره کیږي، خدای خبر چې چارواکو به د هغې د تالا لپاره څومره چمتووالی نیولی وي.

د «پیشرو» لیکونکی پلاوی په دې ناورین کې له دردیدلو هیوادوالو سره خپله غمشریکي اعلانوي او په ورته وخت کې په دې باور دی چې د قوم، ژبې، سیمې، مذهب او توکم په نوم واکمن شوي چارواکي نه د قوم او ژبې په فکر کې دي او نه د سیمې او مذهب؛ دوی یوازې خپلې ګټې غواړي. که دوی لږ تر لږه د خپل قوم، سیمې او ژبې فکر درلودای، باید پنجشیر له داسې ناورین سره مخامخ شوی نه وای، ځکه د هیواد د بنسټیزو ادارو واکمنان په تیرو څوارلس کلونو کې له همدې سیمې وو، خو ومو لیدل چې بیوزلي پنجشیریان د ویر په ټغر کښیناستل خو د دوی په نوم تجارت کوونکي په مستیو کې ډوب دي او له دې کړیږي چې ولې ورته «جلالتمآب» نه ویل کیږي.  

هیچ نظری موجود نیست: