د افغانستان ښځې د بل هر
وګړي په پرتله له زیات تاوتریخوالي سره مخامخ دي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک
کمیسیون څه موده وړاندې په خپل وروستي رپوټ کې په ډاګه کړې چې د ۱۳۹۳ کال په
لومړیو شپږ میاشتو کې د ښځو په وړاندې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د تاوتریخوالي
۲۴۸۴ پیښې یې ثبت کړې دي. د یادولو وړ ده چې دا یوازې هغه پیښې دي چې کمیسیون ته
یې رپوټ رسیدلی، په داسې حال کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي شمیره په
کراتو له دې څخه زیاته ده، ځکه ټول په دې پوهیږي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي
زیاتې پیښې د بیلابیلو دلایلو له کبله پټې ساتل کیږي.
سره له دې چې په تیرو
څوارلس کلونو کې د «نړیوالې ټولنې» لخوا د ښځو د حقونو تر نامه لاندې سلګونه
میلیونه ډالر بیلابیلو انجوګانو او د افغانستان دولت ته ورکړل شول، خو د هر کال په
تیریدو د هیواد په ګوټ ګوټ کې دغه تاوتریخوالی نه یوازې کم شوی نه دې، بلکې ورځ تر
بلې زیاتیږي. هره ورځ پر میرمنو د ډله ییز تیري، ځان وژنې، سوځونې، د بدن غړو پرې
کولو، وهل او ټکولو، تښتونې، په بد کې ورکولو او په یوه کلام د هغوی په وړاندې د
نا انساني چلندونو رپوټونه خپریږي، خو عاملینو ته یې نه جزا ورکول کیږي او نه هم د
هغوی مخه نیول کیږي. کله چې د تاوتریخوالو شمیره زیاتیږي، اکثره انجوګانې او د
هغوی مشران له خوشالۍ په جامو کې نه ځاییږي، ځکه د هغوی پروژې له سره ګل کوي او
خپل جیبونه د ښځو د حقونو تر نامه لاندې ډکوي. دغو انجوګانو چې په تیرو څوارلس کلونو
کې په دې برخه کې ښه تجربه موندلې ده، ښځې د نانځکو په څیر استعمالوي، ځکه پروژې د
همدې لپاره دي چې د هغوی جیبونه ډک کړي، نه دا چې په واقعي ډول د ښځو ستونزې حل
کړي.
د افغانستان دولت چې د
بهرنیانو له یرغل وروسته هیڅ کله د تاوتریخوالي عاملینو په وړاندې غوڅ دریځ
درلودلی نه دی، له دې کبله ورځ تر بلې زموږ د هیواد بیوزلې میرمنې د تاوتریخوالي
په منګولو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. که څه هم د هغوی تر نوم لاندې بیلابیلې
غونډې لمانځل کیږي، خو هغوی ته یې هیڅ ګټه نه رسي. هیڅ ډول غونډه او لمانځنه نشي
کولای ښځو ته د هغوی اصلي او اساسي حقونه ورپه برخه کړي. په دې لاره کې عملي
ګامونه باید پورته شي او هغه کسان چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین دي، په
کلکه مجازات شي، څو نورو ته د عبرت درس شي، خو لکه څرنګه چې ښکاري: اگر این مکتب است و این ملا- حال طفلان خراب می
بینم!
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر