۸۸ کاله
وړاندې ځوان شهزاده امان الله خان راپاڅید او د خپلو مشروطه غوښتونکو
ملګرو په ملتیا یې د خپل زورواک او مستبد پلار په وړاندې پاڅون وکړ او د دې پاڅون په پایله کې یې د ۱۹۱۹ کال د زمری میاشتې په ۲۸ مه نیټه د پرنګیانو له ښکیلاک څخه د هیواد د خپلواکۍ اعلان وکړ.
دا خپلواکۍ، چې د وینو او لمبو په منځ کې لاس ته راغله او د اتلو جنګیالو د مبارزې له امله انګلیسی ځواکونه په ګونډو کړای شول، لس کاله وروسته د بریټانیی میلیتاریستی امپراتورۍ لخوا او د کورنی مرییانو په ملتیا لومړی د بچه سقو او وروسته د نادرخانی استبداد په پښو کې بلهاری شوه.
د زمری ۲۸ مه نیټه د افغانستان په تاریخ
کې هغه تلپاتې او پرتمینه ورځ ده چې د امپریالیستی او میلتاریستی هیوادونو
څخه د ولسونو د خپلواکۍ یوه ښه بیلګه ګڼل کیدای شی. که څه هم دا تاریخی
بهیر د یو شهزاده لخوا رهبری کیده او د نیمګړتیاو تش نه و، خو زموږ د هیواد
په تاریخ کې چې د ارتجاعی واکمنیو اوږده لړۍ لری، یوه بی سارې لاس ته
راوړنه ګڼل کیږی.
شاه امان الله چې ملی روحیه لرله او افغانستان یې د ټولو افغانانو ګډ کور ګاڼه او له پراخه پرګنیزه ملاتړ څخه برخمن و، د طبقاتی دریځ له مخې دا بهیر تر پایه و نه رساوه او د ارتجاعی ځواکونو سره د جوړجاړۍ له امله یې هیواد پریښود او یو ځل بیا فیودالانو د انګلیس په ملتیا د ولسونو غاړې ته د مریتوب کړۍ ورواچوله.
د دې نیمګړتیاوو سره سره، د وروستیو ناخوالو او جنایتونو له امله د افغانستان ولس حق لری چې دا ځوان شهزاده خپل ملی اتل وګڼی او په درناوی سره یې یاد ژوندی وساتی.
۸۸ کاله وړاندې د افغانستان ولس د انګریږی ښکیلاک په وړاندې راپاڅید او د وینو په څپو کې یې د دموکراسۍ او د ټولنیز عدالت لاره انځور کړه. په دې پاڅون کې د پرمختللو روڼ اندو ونډه له پامه غورځیدلی نشی. روڼ اندی د ولسونو تر څنګ د هیواد د خپلواکۍ لپاره د شکنجې، زندان او آن د اعدام له پولو تیر شول او خپله ونډه یې په میړانه تر سره کړه.
خو ۸۸ کاله وروسته، سره لدې چې د څه باندې 36 هیوادونو سرتیری په افغانستان کې پراته دی؛ د امپریالیستی هیوادونو پوځې اډې ورځ تر بلې پراختیا مومی؛ استخباراتی او جاسوسی ټولنې سیوا کیږی؛ په پوځی عملیاتو کې د بی ګناه انسانانو وینې توییږی؛
نړیواله ټولنه د جنایتکارانو واکمنی پیاوړی کوی او هیواد له اقتصادی پلوه د
شرکتونو منګلو کې ښکیل کیږی؛ ځینې "روڼ اندی" خپلواکی یوه کلاسیکه ایده
ګڼی او د امپریالیستی هیوادونو د ګټو د خوندیتوب په موخه د مدنی ټولنې د
دودلو هڅه کوی. ځینې کسان او ډلې د ملګرو ملتونو او د "نړیوالې ټولنې" څخه ( هغه نړیواله ټولنه چې دا وخت نژدې ۵۰۰۰۰ سرتیرو یې زموږ پر هیواد خیټه اچولی ده) د ژغورنې غوښتنه کوی.
د افغانستان خپلواکی، د شیرپور د غونډۍ، د سرای موتی او دهمزنګ د زندانونو او د تیرباران له ډګر څخه سر راپورته کړ، نه د یوناما دفتر، نه مدنی ټولنو، نه د "کلاسیکزم" او نه هم د "نړیوالې ټولنې" له پیرزوینې څخه.
خپلواکی په وینو لاس ته راځی، نه په پیرزونې.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر