صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۵ مرداد ۴, چهارشنبه

نیپالی مائویستان د ولسی واک په لور رهی دی

له تهلکه اونیزې سره د یو مائویست مشر مرکه
په نیپال کې د مائویستانو د پولیت بورو یو ارشد غړی او د نړیوالو چارو مسوول، سی پی ګجوریل تر دې وروستیو پورې په هند کې بندی و. هغه د لومړی ځل لپاره په ډهلی کې د یو ښکاره او راڅرګند مشر په توګه د راتلونکی په هکله غږیږی.
- د نیپال د روانو حالاتو په هکله مو نظر څه دی؟
په نیپال کې یو ستر کار تر سره شوی دی. موږ په یو داسې وضعیت کې یاستو چې کیدی شی یو مستبد سلطنتی رژیم د لومړی ځل لپاره د رای پاڼو له لارې راوپرځی. شاهی رژیمونه تل د خونړیو انقلابونو له لارې غورځیدلی دی؛ خو په نیپال کې، د خلکو د لس کلنې جګړې او د تیر کال 19 ورځنی ښاری پاڅون له امله، موږ پداسې وضعیت کې یاستو چې شاهی رژیم به د سولیزو لارو په مټ راوپرځول شی. دا هغه بهیر دی چې موږ یې د لاګړندی کولو په لټه کې یو. او هغه مبارزه چې مائویستانو پر لاره اچولې حتی سبب شوې چې اصلی  سیاسی ګوندونه هم د شاهی رژیم راپرځولو ته مجبور کړی. او زما په اند دا هغه څه دی چې هند یې پلوی دی، خو هند نه غواړی چې مائویستان دې اکثریت لاس ته راوړی، هند غواړی نور ګوندونه دې په اکثریت کې وی.
- تاسو دا د څه له مخې وایئ؟
ځکه چې که مائویستان یو وار اکثریت لاس ته راوړی، هند فکر کوی چې اصیل ولسی جمهوریت به رامنځ ته شی او دا به د هند د خوښې سره برابر نه وی.
- ایا ستاسو دغه خبره د کوم پیاوړی واقعیت پر بنسټ ولاړه ده؟
زه د هند د فکر په اړه کوم پیاوړی سند نلرم، خو د هند د حکومتی دستګاه سیاسی دریځ روښانه دی. دا د دواړو ډلو – حکومت او اپوزیسیون – په هکله صدق کوی. په لومړی سر کې هند د شاهی رژیم څخه پدې فکر ملاتړ کوه چې یوازې شاهې رژیم د مائویستانو په ځپلو برلاسه کیدلی شی، خو د نیپال خلکو دغه ټول ټکی له سټې بدل کړل او هند د نوی واقعیت د منلو پرته دویمه لار نلری. بیا هم، هند به په نیپال کې د یو ضعیف جمهوریت غوښتونکی وی.
- له ضعیف جمهوریت نه مو منظور څه دی؟
داسې جمهوریت چې د هندیانو (د هند حکومت)  طبع ورسره ولګیږی، لکه د هغوی د پارلمانی جمهوریت په شان.
- نو تاسو څه ډول جمهوریت غواړۍ؟
یو ولسی جمهوریت.
- پارلمانی جمهوریت نه؟
همداسې یې وبولئ. یقیناً یو پارلمان به شتون ولری، خو نه هغه ډول پارلمان چې نن شتون لری. دا باید ولسی جمهوریت وی چې کولی شی د نیپال بنسټیزې ستونزې حل کړی. د امپریالیزم او فیوډالیزم ضد یو جمهوریت.
څه چې تاسو وایی ډیر ارزښت لری. تاسو وایی چې شاهی رژیم چې اوس د له منځه تګ په حال کې دی، ستاسو د مبارزې په وړاندې تر ټولو ستر خنډ و. لدینه وروسته، ستاسو بله جګړه به تر کومه چې مونږ پوهیږو د اصلی سیاسی ګوندونو لکه د نیپال کانګرس ګوند او داسې نورو پرضد وی.
اوس موږ داسې څه نشو ویلای ځکه چې اوس هم زموږ د مبارزې اصلی نښه شاهی رژیم دی چې د پرګنو په منځ کې یې که څه هم خپل ملاتړ له لاسه ورکړی خو اوس هم پلویان لری. د بیلګې په توګه متحد ایالات له شاهی رژیم څخه ملاتړ کوی.په نیپال کې هم سیاسی ډلې ټپلې شته چې د شاهې رژیم تر خوا ولاړ دی. د هغوی په ملاتړ، شاهی رژیم د خپلې بقا لپاره لاس او پښې وهی. د ستراتژی د ارونو سره سم موږ غواړو چې په یو وخت کې یو قدرت په نښه کړو، او اوس ږموږ نښه شاهی رژیم دی. یو ځل چې مو رژیم راوپرځوه، بیا به د اصلی سیاسی ګوندونو په هکله فکر وکړو.
سیاسی بهیر ته د راتګ لپاره تاسې د یوې لسیزې اوږدې وسله والې جګړې نه لاس پر سر شوئ. اوس چې یو وار بیا شاته ګورئ، ایا تاسو فکر کوی هغه جګړه یوه تیروتنه وه او یا دا چې نیپال لدې بهیر څخه له تجربې کولو پرته بله کومه لاره ندرلوده؟
تر ټولو لومړی دا چې موږ نه خپله وسله پر ځمکه ایښودې او نه هم له خپلې وسله والې جګړې څخه لاس پر سر شوی یو. د وسله والې جګړې ستراتژی مو یوازې ځنډولې ده. وسله واله جګړه یو حتمی بهیر و؛ مونږ بې له ولسی جګړې دومره پرمختګ نشو کولی. او څه چې موږ اوس غواړو ترسره کړو د هغه بهیر یوه برخه ده چې موږ غواړو د هغه لهلارې ولسی جمهوریت رامنځ ته کړو. دا په یوه بله بڼه کې د خلکو د جګړې تداوم  دی. خو موږ وسله واله جګړه نه ده پریښودې. که بیا یې اړتیا وه، وسله واله جګړه به بیا پر لاره واچوو.
ایا تاسو کوم مهال ویش په پام کې لری؟
یقیناً چې. که هر څه په سمه پر مخ ولاړ شی، ټول ټاکنې به ترسره شی او د قانون جوړونکی ولسی جرګې لومړنۍ ناسته به د پاچا برخلیک او د نیپال د راتلونکی دولت ډول وټاکی. زه په ډاډ سره وایم چې موږ به هغه ټولټاکنې وګټو او خپلې ټولې طرحې به پلی کړو. د مې نیمایې هغه وخت دی چې ټاکنې باید ترسره شی او هغه وخت دی چې بدلون به راشی. د ټاکنو نه وروسته به موږ یو ولسی جمهوریت ولرو.
د ټاکنو د ګټلو په هکله ستاسو د ډاډ بنسټ څه دی؟ تاسو هیڅ کله هم په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی، مونږ ستاسو د رښتنی ځواک په هکله هیڅ نه پوهیږو.
 مونږ د نیپال د خلکو د یو غوڅ اکثریت ملاتړ له ځان سره لرو، او د هیواد په سلو کې اتیا برخه زموږ په ولکه کې وه او عملاً په دغه سیمو کې موږ حکومت وو. موږ له خلکو سره کار کړی او د خپل پیاوړتیا په هکله په دقیق ډول پوهیږو. داسې نه دی چې ګوندې موږ د ټاکنو په هکله هیڅ تجربه نه لرو. کله چې نیپال ته دموکراسی راستنه شوه، موږ په لومړنی ټاکنو کې کډون وکړ؛ دا د نیپال کمونیست ګوند د انشعاب مخفی مبارزې د غوره کولو نه مخکې خبره ده. د ازاد او منصفانه ټاکنو د ترسره کیدو په صورت کې موږ ډاډه یو چې اکثریت به لاس ته راوړو.
ګڼ شمیر خلک وایی چې د نیپال په پراخه برخو کې ستاسو کنټرول د هغه ډار له امله دی چې تاسو د ټوپک د شپیلی په زور راپیدا کړی دی نه دا چې تاسې کوم رښتینی ملاتړ ولرئ.
البته یو شمیر خلک شته چې په دې اړه شکایت لری. هغوی زموږ طبقاتی غلیمان او د ولس غلیمان دی او موږ هغوی پر ګونډو کړی دی. موږ د هغوی د خوشالولو لپاره کار نه شو کولی. خو تر کوم ځایه چې پرګنې په پام کې دی، هغوی خوشاله دی ځکه چې د فیوډالی سیستم نه یې خلاصون موندلی دی.
یو ځل چې شاهی رژیم له منځه ولاړ شی، د پاچا برخلیک به څه وی؟
هیڅ ډول امتیاز به ونلری. هغه به یو عام وګړی وی. د هغه ډیر ملکیتونه په اصل کې د دولت ملکیتونه دی چې هغه ترینه شخصی ګټه اخلی. دولت به دا ترینه واخلی. تر کوم ځایه چې نور اړخونه په پام کې دی، قانون به د ګیانندرا (د نیپال پاچا) په هکله داسې پلی کیږی لکه د نورو وګړو په برخه کې.
د دې بدلون تر شا کوم لاملونه دی چې پاچا چې د ویشنو خدای ځایناستی ګڼل کیده اوس دې ورسره د یو عام وګړی په توګه چلند وشی؟
دغه د ویشنو خدای ځایناستیوالی افسانې دی. د نیپالی خلکو حقیقت دا دی چې هغوی د یو ځبیښاکی سیستم په لاس ځوریدل. دا زموږ علمی ایدلوژی ده چې د خلکو فکر یې بدل کړ. کیدایشی ډیر پخوا به پاچا د یو خدای په توګه عبادت کیده، خو له اوږدې مودې راپدیخوا د پادشاهی رژیم په خلاف مبارزه روانه ده. خو دې مبارزې یو ښه مشرتوب ندرلود. دا د مائویستی مشرتوب بریا وه چې د نیپالی خلکو دموکراتیک او جمهوریت غوښتونکی احساساتو ته یې بریالیتوب ورپه برخه کړ. او د واکمنۍ په مهال د ګیانندرا چلند خلک دې ته مجبور کړل چې د هغه پرضد لا د ټینګې ارادې سره راپاڅیږی.
ځینی ګوندونه چې تاسو ورسره ائتلاف کړی دی پخپله فیوډال او د موجوده وضعې د دوام غوښتونکی دی. دا ګډکار به تر کوم وخت پورې دوام وکړی؟
ائتلاف د هغوی مجبوری وه نه زموږ. همدې ګوندونو پخوا د پاچا سره ائتلاف کړی و تر څو زموږ پرضد جګړه وکړی. هغوی هڅه وکړه د مائویستانو غورځنګ په فزیکی ډول له منځه یوسی؛ خو هغوی اوس پوهیدلی چې دا کار به یې بریالی نه وی ځکه چې د نیپال د خلکو اراده د مائویستانو له ارادې سره تړلې ده. د سلطنت پلویان مو اړ کړل چې بدلون ومومی او، د پاچا پر ځای، موږ سره ائتلاف وګړی. همدا رنګه هغوی پوه شوی دی چې د ګیانندرا په څیر ټولواک سره چې ټول واک د ځان لپاره غواړی، کار نشی کولې.
ایا تاسو فکر کوی چې د نیپالی مائویستانو په اړه د هند بدګمانی د هند د مائویستی غورځنګ سره څه تړاو لری؟
هوکې، تړاو لری. موږ خپلې اړیکې د هند د مائویستانو سره څرګندې کړی دی.
هغه څه دی؟
موږ سیاسی او ایدیولوژیکې اړیکې لرو چې موږ یې نه پټو. دا د نړیوال پرولتاریایی غورځنک جوهر دی. او د یو مائویستی ګوند په توګه موږ باید دا اړیکې ولرو، موږ د هغې نه تښتیدلی نه شو.

هیچ نظری موجود نیست: