د
فبروری پنځمه د افغانستان د تر ټولو مخکښ او ژمن تاریخ لیکونکی غلام محمد
غبار نهه ویشتم تلین و. غبار د نیمې پیړۍ نه ډیر وخت د افغانستان د تاریخ
وړۍ ټوټې سره یو ځای کیښودې او لس ګران بیه تاریخی اثرونه یې وپنځل چې تر
ټولو وتلی او پیژندل شوی یې افغانستان د تاریخ په بهیر کې (افغانستان در
مسیر تاریخ) ګڼل کیږی. د دې کتاب نوم د غبار له نوم سره مترادف ګڼل کیږی.
دا کتاب د افغانستان په هکله لومړنۍ علمی او ژوره تاریخی څیړنه ده.
غبار
د خپل اغیزمن ژوند په موده کې د زندان تورو تمبو شا او بیا په تبعید او
وروسته د بې وسۍ نه ډک ژوند کې دا ټکی ثابت کړ چې هغه یو ژمن او مخکښ
روښاند دی او له نورو لفاظو او فرمایشی لوستو سره توپیر لری چې یوازې د
ژمنې او روښاندیتوب پیښې او اداوې کوی.
دې
ستر تاریخ لیکونکی په عملی سیاسی ډګر کې هم یوه روښانه څیره درلوده؛ د ملی
شورا په اومه دوره کې د کابل ښار د اوسیدونکو استازی و چې په رښتونی توګه
یې د خپلو هیوادوالو د حقونو لپاره او د شاهی استبداد پرضد غږ پورته کړ.
غبار
چې د تنګ نظره قومی دریځ نه هاخوا پراخ او انسانی دریځ او فکر درلود د وطن
ګوند بنسټ یې کیښود او په همدې نوم یې یوه خپرونه هم چلوله. غبار په همدې
خپرونه کې د افغانستان انقلابی ادبیات لاپسې وروزل.
غبار
د تاریخ لیکنې ځانګړی سبک درلود. د افغانستان تاریخ یې په زړه پورې، روان،
خوږ او بې تکلفه نثر کې د کیڼ اړخه دریځ او خپلواکۍ روحیې سره لیکلی دی.
کله چې د شورویانو ګوډاګی رژیم پر کابل واکمن شو د غبار ستر او باارزښته
کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) یې له کتابتونونو نه ځکه راټول کړ چې د
خپلواکۍ روحیه په کې داسې ځلیده چې د راتلونکی هر تیری او ښکیلاک په وړاندې
یې د خلکو فکر وسله وال کوه.
هغه یو نه ستړی کیدونکی مبارز و چې مخکښه تیوری او پراتیک یې سره تلفیق کړی وو.
غبار
سره لدې چې په برلین کې دیپلوماتیک موقعیت درلود، د نادرشاهی استبداد د
واکمنیدو سره سم هیواد ته راستون شو ترڅو د مبارزې په عملی ډګر کې ونډه
واخلی. هیواد ته د راستندو سره سم، زندان ته واچول شو او بیا د تبعید اوږده
موده یې په فراه ولایت کې تیره کړه؛ خو هیڅ یو یې هم د غبار اوچته اراده
ماته نه شوه کړی او غبار د ژوند تر پایه خپلې لارې او دریځ ته ژمن پاتې شو.
د داسې ستر انقلابی او مبارز په وړاندې د درناوې سر ټیټوو.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر