صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۵ مهر ۴, سه‌شنبه

د امریکا او انگلیس تر منځ د تضادونو جرړې


د امپریالیسم له پنځه ځانګړتیاو څخه یوه یې هم د امپریالیستی هیوادونو تر منځ د نړۍ د ویشلو پای او د بیا ویشلو پیل دی.
امپریالیسم هڅه کوی چې د کودتاګانو، پوځی تړونونو، اوږد مهاله لاسلیکونو، مرستو، پورونو، د وسلو سیالی، پوځی نیواک او په  نورو لارو چارو پر هیوادونو برلاسی ومومی او د هیوادونو دولتونه په خپلو لاس پوڅو بدل کړی. دا وخت د آسیا، سویلی امریکا او افریقایی هیوادونو شتمنۍ د امپریالیستانو لخوا لوټیږی اوامپریالیستی هیوادونه په لټه کې دی چې د هرې وسیلې په کارولو سره دا هیوادونه مطیع کړی.
امپریالیستان په ټولیزه توګه د څلورو موخو لپاره پر نورو هیوادونو یرغل کوی. امپریالیستان یا د هیوادونو د اومه توکو د لوټلو، ارزان کاری ځواک، بازارونو او یا هم د هیواد د سیاسی استراتیژیک موقعیت په موخه نورو هیوادونو ته لښکرې کاږی او د وینو ویالې بهوی.
که څه هم دا وخت امپریالیستی هیوادونه په ډله ایزه توګه د خپلو امپریالیستی ګټو د خوندیتوب په موخه نور هیوادونه تر نیواک لاندی نیسی او ګډې ټلوالې جوړوی، خو له دې سره سره اقتصادی او اوږدمهالې ګټې لامل کیږی چې د امپریالیستی هیوادونو تر منځ د تضادونو کچه سیوا شی. که له یوې خوا د شمالی اټلانټیک د تړون سازمان د پانګوالو هیوادونو ګډه ټلواله ده، خو په افریقایی هیوادونو، عراق او افغانستان کې کولای شو د دې امپریالیستی تضادونو بیلګې ومومو. دا مهال د بریټانیا او د
امریکا د متحدو ایالتونو د ګډې همکارۍ تر څنګ د دواړو هیوادونو تر منځ ځینې تضادونو هم سر راپورته کړی دی او همدا ډول اروپایی اتحادیه او د امریکا متحد ایالتونه  سره په یوه ښکاره او څرګند تضاد کې مخامخ دی.
     د امریکا د متحدو ایالتونو او بریټانیا د ګډې امپریالیستی مرستې او تضادونو شالید دویمې نړیوالې جګړې ته رسیږی. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پخوانیشوروی اتحاد، د امریکا متحدو ایالتونو او بریټانیا په ګډې جبهې کې د هیټلری فاشیزم په وړاندې جګړه کوله. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د بریټانیا ډیرۍ اقتصادی بنسټونه ویجاړ شول او دا هیواد له اقتصادی کړکیچ سره مخ شو. له دې جګړې وړاندې د بریټانیا د امپراتورۍ لمر په لویدیځ او ختیځ کې وړانګې وهلې او د پانګوالې ستر مرکز ګڼل کیده. خو له جګړې وروسته بریټانیا له هغې اقتصادی شونتیاو څخهبرخمنه نه وه چې وکړای شی خپله امپراتوری وساتی او د ستر پانګوال په توګه خپلې مستعمرې په ورغوی کې ولری. همدا لامل و چې د امریکا متحد ایالتونه، چې په دویمه نړیواله جګړه کې له  اقتصادی زیانونو څخه څنډې ته پاتې شوی وو، د بریټانیا په اقتصادی ګټو کې ورګډ  شول او دواړو هیوادونو په ګډه توګه،  په ټاکلو سلنو په مټروپول هیوادونو کې په پانګې اچونې پیل وکړ او د بریټانیې او امریکې یو مختلطاقتصاد رامنځ ته شو.
     همدا ګډ او مختلط اقتصاد دی چې بریټانیا یې د امریکا د متحدو ایالتونو تر څنګ درولې او د اروپایی اتحادیې سره یې مخامخ کړې ده. اروپایی اتحادیه چې د امریکا متحدو ایالتونو د اقتصادی ځواک د ګواښ له امله زیږیدلې ده، دا مهال د امریکا په وړاندی د اقتصادی او سیاسی ځواک په توګه بدل شوې ده. اروپایی اتحادیه له دې امله له بریټانیا سره تضاد لری چې له امریکاسره یوځای د دې اتحادیې اقتصادی او سوداګریزه ګټې په عراق، افریقایی هیوادونو او سویلی امریکا کې ځپی. له دې تضادونو سره سره،  اروپایی اتحادیه عملاً په ناټو کې  د امریکا د ګټو د خوندیتوب ملاتړ هم کوی.
    په نړۍ کې د څلورو عمده تضادونو څخه یو تضاد هم د امپریالیستی هیوادونو تر منځ را څرګندیږی. د امپریالیستی هیوادونو تر منځ تضادونو په تیرو کې دوه نړیواله جګړې را منځ ته کړی او لسګونه میلیونه خلک یې د جګړو په اور کې سوځولی دی. دا ګړۍ هم د اقتصادی ګټو له امله د امپریالیستی هیوادونو تر منځ د تضادونو بهیر یو ځل بیا ګړندی شوی دی. په افغانستان او عراق کې د دې تضادونو نښې نښانې په ښکاره توګه راټوکیدلی دی. د اروپایی اتحادېی دوو سترو هیوادونو (آلمان او فرانسه) د عراق جګړې مخالفت له دې کبله وکړ چې اړینه اقتصادی سلنه ورته په پام کې نه وه نیول شوې. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جورج بوش ان په ښکاره ډول څرګنده کړه چې د عراق په بیارغاونې کې به یوازې د هغه هیوادونو شرکتونه  اتلس ملیارد ډالر ه    پانګه اچونه وکړی،  چې په دې جګړه کې یې د امریکا ملتیا کړې ده.
اوس چې د اروپا اتحادیه د مشترک یورو پیسو، مشترک پارلمان او مشترک بازار له لارې غواړی چې د چټک غبرګون ځواک جوړ کړی او د هرې ورځې په تیریدو سره د هغهد غړیو تر منځ مرزونه خپل رنګ بایلی، بریتانیا د اروپا او امریکا تر منځ لاپسې سرګردانه شوې او د خپل لړزیدونکی موقعیت د تثبیت په لټه کې ده ځکه چې د امریکا لویه وچه د امریکایی پانګې اچونې محل، اروپا د المان د اقتصاد تر تسلط لاندې او اسیا د چین او جاپان په شان د پیاوړی اقتصادونو تر تسلط لاندې واقع ده او هند او روسیه هم د قوت موندنې په لټه کې دی نو ځکه انګلیسان د خپل خپلواکه پانګه اچونې لپاره د حوزو په لټه کې دی نو په همدې خاطر بریتانیا نشی کولای د امریکا د اقتصادی سیاستونو حمل کونکې وی.
   بریټانیا په دې وروستیو کې څرګنده کړې چې خپل درې زره سرتیری به له عراق څخه وکاږی، د بریټانیا د سرتیرو کاږل د اړینې اقتصادی ونډې د نه ورکولو له امله تر سره کیږی. د عراق د نفتی زیرمو ډیرۍ برخه د امریکی سرتیرو لخوا څارل کیږی او د بریټانیا ونډه په دې زیرمو کې ناڅیزه ده.
    د دې سترو امپریالیستی هیوادونو تضادونو په افغانستان کې هم سر راپورته کړی دی او زموږ هیواد یې د امپریالیستی تضادونو په لومه کې ښکیل کړی دی. بریټانیا او د امریکا متحد ایالتونه د ځینو لاملونو له امله د افغانستان د لوټلو په تړاو بیلابیلې کړنلارې په پام کې نیولی دی. بریټانیا په افغانستان کې د خپل زوړ ملګری پاکستان د ګټو خوندیتوب دنده مخې ته وړی او نه غواړی په افغانستان کې د پاکستان اغیزې ته د پای ټکی کیږدی، ځکه چې په خپله په دې هیواد کې لویې او د پام وړ اقتصادی ګټې لری. حال دا چې د امریکا متحدو ایالتونو ګټې یو څه له  بریټانیا سره توپیر لری او خپلې  اوږد مهالې ګټې د سیمې په نورو هیوادونو کې ګوری.
   پاکستان په 1947 کال کې د انګلستان د کړنلارې په بنسټ د نړۍ په نقشه کې راڅرګند  شو او انګلستان تل هڅه کړی ده چې پر پاکستان خپله اغیزهوساتی او دا هیواد د خپلې مالی پانګې پر بازارونو واړوی. بریټانیا او پاکستان د دوه اړخیزه پانګې اچونې تړون لاسلیک کړی دی او دا وخت 102 بریټانیایی شرکتونه د پاکستان په نفتو او غازو، منسوجاتو، د سمنټ په تولیداتو او د صنعت په برخو کې پانګه اچولې ده او په دې ډول بریټانیا په پاکستان کې دویم لوی پانګه اچوونکی هیواد شمیرل کیږی.
  د انګلستان – هالنډ، دنفتو شِل شرکت او د انګلستان Premier Oil شرکت هغه دوه نړیوال شرکتونه دی چې په پاکستان کې یې پانګه اچولې ده. همدا ډول د انګلستان Standard Chartered Bank  د پاکستان یونین بانک تیر کال په 400 میلیونه امریکایی ډالرو وپیر. د دې دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه تیرکال 1،425 میلیونو ډالرو ته ورسیده او همدا ډول  انګلستان د پاکستان په سلو کې دولس بازارونه په خپل واککې لری. همدا اقتصادی ګټې دی چې بریټانیا هڅوی تر څو د پاکستان د ګټو څخه ننګه او ملاتړ وکړی.
    بریټانیا په افغانستان کې هڅه کوی چې د پاکستان سیاستونه د طالبانو په اړه پلی کړی. د دې سیاستونو او پالیسیو موخه د طالبانو په وړاندی د وزیرستان په څیر متارکه رامنځ ته کول دی، کوم چې د انګلستان په مشوره تر سره شوې ده او د امریکا متحد ایالتونه ورسره هوکړه نلری او دامتارکه د ترهګرو له پاره د غوره ځای موندل گڼی. بریټانیا د هلمند د موسی کلا، ګرمسیر او سنګین په ولسوالیو کې هم ورته متارکه تر لاس لاندې نیولې ده چې پایله یې پر دې سیمو د طالبانو د واکمنیدو څخه بل څه نه وو. دې واکمنیدلو یو ځل بیا پاکستان ته دا موکه ورکړې چې د طالبانو د ترهګرۍ څخه د ولسی مقاومت په توګه نوم واخلی. بریټانیا هڅه کوی  په افغانستان کې له ځایی طالبانوسره د جوړجاړی له لارې د پاکستان په ګټو کار وکړی،  خو امریکا په هڅه کې ده چې د هیواد په سیاسی قدرت کې د طالبانو د جګپوړو چارواکو په ګډون د پاکستان زړه لاس ته راوړی،  تر څو ترهګر ونشی کړای د امریکا اوږد مهالې ګټې ټکنې کړی. 
   په افغانستان کې د بریټانیا او د امریکی اختلاف یوازې د موسې کلا په چاره کې نغښتې نه دی، دې اختلاف د هلمند د پخوانی والی دفتر ته هملاره وموندله. بریټانیا د هلمند له پخوانی والی انجنیر داود څخه ملاتړ کاوه او نوموړی یې د خپلو سیاستونو پلی کونکې ګڼو. همدا لامل و چې امریکا،  ښاغلی کرزى اړ کړ تر څو د داود پر ځای اسدالله وفا وګوماری او تر یوې کچه په دې ولایت کې د انګلستان اغیزه کمه کړی. همدا ډول د ولس مشر د دفتر جوړښت  هم د دې اختلاف له امله بدلون وموند.
د امریکا او انګلیس تر منځ اختلاف د هغوی په سیمه ایزې
کتنې کې نغښتی دی. انګلیسان په افغانستان او پاکستان کې خپلې ګټې په پام کې لری پداسې حال کې چې امریکا خپله اسیایی ستراتژی تعقیبوی. امریکاییان غواړی طالبان له بره څخه په واک کې ګډ کړی پداسې حال کې چې انګلیسانو دا کار له قاعدې څخه پیل کړی دی او په هلمند کې یې د خپلې متارکې له لارې امریکاییان، هالندیان او کاناداییان په قندهار، ارزګان او فراه کې تر درانده فشار لاندېراوستی دی. 
  د امریکا متحد ایالتونه چې دا مهال ملیاردونه  ډالره د افغانستان پر ډګر لګوی، د خپلو ګټو د ټکنی کیدو زغم نلری، ځکه امریکا په پام کې لری د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د خپلو راتلونکو اوږده مهالو ګټو لپاره وکاروی، څه چې انګلستان یې په خپله کړنلاره کې نلری او نه غواړی په پاکستان کې خپلې نغښتې ګټې د افغانستان او امریکا لپاره بلهاری کړی.
  امپریالیستی هیوادونه د خپلو اقتصادی ګټو د خوندیتوب لپاره له یو بل سره د مرستې تړونونه لاسلیک کوی او پوځی ټلوالې جوړوی او  د ناعادلانه استعماری ویش له امله د  یو بل سره اختلاف پیدا کوی او ان په غیر مستقیمه توګه جګړې پیل کوی، خو دا یوازې ولسونه دی چې د امپریالیستی جګړو په اور کې سوځوی او وینه ورکوی.

هیچ نظری موجود نیست: