صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

وسله ایزه سیالی او د وسلو غوړیدلې سوداګرۍ

       امپریالیستی هیوادونه له مودې راهیسې د خپلو هیوادونو د کلنۍ بودجې ډیری برخه په وسلو لګوی او په نړۍ کې د وسلو د تولید سیالی او سوداګری ورځ تر بلې پراختیا مومی. متحده ایالتونه د امپریالیستی منځپانګې او محتوا له مخې او په افغانستان او عراق باندی د پوځی یرغل له امله د وسلو د سوداګرۍ ترټولو لوی هیواد شمیرل کیږی. د امریکا د وسلو سوداګرۍ آن لامل شوی ده چې کوچنی شرکتونه هم د وسلو په تولید لاس پورې کړی او د کابل او بغداد د بازارونو څخه د پام وړ سود یوسی. د ساری په توګه د ناروې د وسلې جوړونې "نامو" شرکت چې د سپتامبر یولسمې پیښې څخه مخکې یې ۱۰۰ تنه کارګران درلودل، وروسته له هغې چې د امریکا سفارشونه یې لاس ته راوړل، د خپلو کارګرانو شمیره یې ۲۰۰ کسانو ته ورسوله. دا شرکت ادعا کوی چې  له سرب پرته داسې  مردکی تولیدوی چې چاپیریال ته کوم ګواښ نه پیښوی!!
      ګارډین ورځپاڼې د فبروری په ۲۲ مه رپوټ ورکړ چې د بریتانیا د وسلې جوړونې سترې کارخانې BAE Systems   کلنې خالص سود په ۲۰۰۶ کال کې په سلو کې ۴۰ زیاتوالى موندلى دى. په ۲۰۰۶ کال کې  د دې کمپنۍ سود ۱،۰۵۴ ملیارد پونډو ته ورسید، دا سود د ۱۳،۸ ملیارد پونډ وسلې له پلورنې څخه لاس ته راغلی دی. ګارډین کاږی چې دا سود د افغانستان او عراق له جګړو وروسته د امریکا د وسله ایزې سوداګرۍ له غوړیدو څخه تر لاسه شوى دى. د دې شرکت چارواکی د امریکا د وسلو مارکیټ د تودوالی له امله ډیر خوشاله ښکاری او وایی چې ۲۰۰۷ کال به هم دې شرکت ته له بریاوو سره مل وی. هغوی په ویاړ وایی چې د کمپنۍ ارزښت یې د امریکا د سوداګرۍ له امله لوړ شوی دی!! بغداد او کابل هغه دوه نومونه دی چې په اوریدو سره یې د وسلې جوړونې د کمپنیو د مالکانو او د آزاد بازار د دلالانو پر شونډو مسکا غوړیږی. د Systems Bofors  وسلې جوړونې شرکت ویاند کریستر هنبک په خوښۍ وایی چې د عراق جګړه د وسلو د تولید لپاره یو رنسانس او بیازیږنده وه.
     همدا ډول  د ۲۰۰۷ کال د مارچ میاشتې  په نیمایی کې رسمی رپوټونه څرګندوی چې د سویډنی وسلو صادراتو یو بی ساری ریکارډ ټینګ کړی دی. په ۲۰۰۶ کال کې د سویډنی وسلو صادرات په سلو کې ۲۰ ډیر او ۲۰ ملیارده سویډنی کرون ته ورسیدل. په ټولیزه توګه د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ تر منځ، د سویډن وسلو د  صادراتو کچې څه د باندې دوه برابره زیاتوالی موندلی دی. سویډن دا وخت د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته وسله صادروی چې ۱۶  هیوادونه  ېې د عراق په نیواک کې ونډه لری.
د وسلی جوړونې شرکتونه د آزاد بازار د اقتصاد سره سم په دې سیالۍ کې کوم برید او پوله نه پیژنی. د سویډن د وسلې جوړونې شرکت  دا وخت د کابل، بغداد، کشمیر، فلسطین، پاکستان، هند، اسراییل او چچن بازارونو ته وسله برابروی.
پدې وسلو کې ګونګوری بمونه هم راځی چې یو آلمانی شرکت یې تولیدوی. دې ګونګوری بمونه چې هر یو یې  ۷۲ کوچنی بمونه لری، وروسته له هغې د نړیوالو پام  ځان ته راوګرځوه چې اسراییل  د لبنان په یرغل کې وکارول. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د لبنان په جګړه کې یو ملیون ګونګوری بمونه د ځمکې پر مخ ناچاودی پاتې دی.
په افغانستان کې هره میاشت ۱۰۰ کسان د ناچاودو توکیو او بمونو له امله ټپی یا  ژوند له لاسه ورکوی.  په داسې حال کې چې ۱ ملیون ګونګوری بمونه د لبنان په سویل کې کرل شوی دی او د لبنانیانو ژوند ګواښی، د سویډن دفاع وزیر وایی چې باید یواځې د ناانسانی وسلو  مخنیوی وشی، زموږ ګونګوری بمونه انسانی دی او انسانانو ته کوم تاوان نه رسوی!!
د دې شرکتونو مدیران وایې چې د وسلې جوړونې شرکتونه او دولتونه یو بل ته اړتیا لری. دولتونه اړ دی چې د خپلې اړتیا وسله  له دې شرکتونو څخه  لاس ته راوړی او شرکتونه هم  د دولت لپاره د کار  او  کورنی ناخالص تولید د ودې زمینه برابروی او پدې ډول د آزاد بازار د سیالۍ کړۍ بشپړیږی!!

هیچ نظری موجود نیست: