له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته
د امریکا د متحدو ایالتونو په برټین ووډز ښار کې د نړیوال بانک او د پیسو
نړیوال صندوق بنسټ کیښودل شو. د یو "دود" ( د پانګې د ونډې) له مخې دا دوه
مالی ټولنې د امریکا او اروپا امپریالیستی هیوادونو تر منځ ویشل شوی دی. د
نړیوال بانک مشری امریکا او د پیسو نړیوال صندوق مشری اروپا په غاړه لری. نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د امپریالیستی زبیښاک او ښکیلاک په موخه
پاتې
هیوادونو د پرګنو زبیښاک دى. دا دوه مالی ټولنې چې په ټولیزه توګه د
واشنګټن د سیاستونو تر اغیزې لاندى کار کوی، نږدې ۳۰ کاله یې د نیکاراګوا د دیکتاتور آناستازیو سوموزا څخه ننګه او ملاتړ وکړ او په ګواتیمالا کې یې د ژاکوبو آربنز پرمختللی دولت سره پریکون وکړ او د هغې د دولت د ړنګولو په رامنځ ته شوی دی. د دې دوو ټولنو له رامنځ ته کیدو وروسته، په بیوزله هیوادونو کې د بیوزلۍ ټغر د ټولولو پر ځاى، بیوزلی پراختیا موندلې او بیوزله هیوادونه یې له سیاسی او اقتصادی پلوه د امریکا او اروپا امپریالیستی هیوادونو په منګلو کې ورښکیل کړی دی.
که په سویلی امریکا کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق کړنو ته پام وکړو، دې پاپلې ته رسیږو چې د دې دوو مالی ټولنو اصلی دنده د وروسته موخه یې د پوځی وزمه باندونو ننګه وکړه. په همدې ډول نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د سویلی امریکا هغه دموکراتیک حکومتونه د خنډ سره مخ کړی دی چې د ټولنیزې نابرابرۍ د کموالی لپاره یې اقدامات تر سره کړی. په ۱۹۵۸ کال کې د برازیل ولس مشر جوساینو کوبیتزیک سره، چې د پیسو نړیوال صندوق استعماری شرطونه یې و نه منل، مخالفت وکړ او د هغه د ځاى ناستی خوئوا ګولارت ددولت سره چې ارضی اصلاحات او د نفتو ملی کیدل یې اعلان کړل، پریکون وکړ. په همدې توګه د ۱۹۷۳ کال په سپتامبر کې، وروسته له هغې یې په چیلی کې په کار پیل وکړ چې د
سلوادور آلنده دموکراتیک دولت ړنګ او په خپله ووژل شو او د پینوشې
دیکتاتور دولت رامنځ ته شو. په ۱۹۷۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق په ارژانتین کې د جنرال ژُرژ ویدلا څخه ملاتړ وکړ. او د ۲۰۰۲ کال په اپریل میاشت کې د هغه لنډمهاله دولت ننګه وکړه، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اسپانیا په ملتیا یې د هوګو چاویز په وړاندې په کودتا لاس پورې کړ.
نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هڅه کوی چې بیوزله هیوادونه پوروړی کړی. دې دوو ټولنو د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۲ کلونو تر منځ د لاتینې امریکا د بهرنیو پورونو کچه د ۱۶ څخه ۱۷۸ ملیارد ډالرو ته لوړه کړه. دې ټولنو د "پور وسلې" په کارولو سره وکړاى شول چې د واشنګټن سیاستونه (د حکومتونو بدلون، خصوصی کیدنه، د اقتصادی دروازو
پرانیستل، پر ارزی مبادلاتو د څارنې لغو کیدنه، بهرنۍ پانګه اچونه، د
ټولنیزو لګښتونو کمول، د سود د نرخ لوړوالى او ...) د دې وچې په ځینو
هیوادونو کې پلی کړی.
همدا ښکیلاکی سیاستونه لامل شوی دی چې ارژانتین، برازیل، مکزیک، اروګوئې، ونزویلا او همدارنګه تایلند، اندونزیا او سویلی کوریا د خلکو د اعتراضونو له امله خپل پورونه د پیسو نړیوال صندوق سره سپین کړی. له بلې خوا سږکال د ارژانتین او ونزویلا په څیر د سویلی امریکا ځینې هیوادونو د امریکا د مالی ټولنو په وړاندى د سویل بانک بنسټ کیښود، چې وروسته بولیویا، اکوادور، برازیل او پاراګوئې
هم په دې بانک کې د خپل غړیتوب اعلان وکړ. د دې بانک غړی هیوادونه وایی چې
دا بانک باید د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په خلاف چې د رایې د څومره والی حق د پانګې له مخې ټاکل کیږی او یواځې متحده ایالتونه په سلو کې ۱۵ رایی لری، باید پهدموکراتیکه توګه ( هر هیواد یوه رایه) رهبری شی او د خصوصی پانګې اچونې د پراختیا پر ځاى، د خلکو د ټولنیزې هوساینې لپاره په دولتی پروژو کې پانګه اچونه وشی.
د
نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق کړنې په سویلی امریکا او په افریقا کې
ښکاره کوی چې دا دوه مالی امپریالیستی ټولنې په افغانستان کې د امپریالیستی موخو لپاره کار کوی او د آزاد بازار داقتصاد په دودولو سره زموږ هیواد له اقتصادی او سیاسی پلوه د سترو کمپینو په منګلو کې ښکیلوی
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر