صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۵ اسفند ۱۹, شنبه

لوموند دیپلوماتیک، د مخکښه ژورنالیزم ځلانده بیلګه

پداسې حال کې چې د نړۍ لویې او وړې رسنۍ د ګڼ-ملیتی کمپنیو او پانګه والو په انحصار کې دی، لوموند دیپلوماتیک میاشتنۍ د هیلې یو څرک دی.
له فرانسې نه د خپریدونکی لوموند دیپلوماتیک آریزه ژبه فرانسوی ده او په درې نیم سوه زره نسخو کې چاپیږی. تر څنګ یې په شپاړس نورو ژبو هم خپرونې کوی چې ټولټال تیراژ یې یو نیم ملیون ته رسیږی.
سره لدې چې ډیری مقالې او لیکنې یې اوږدې دی خو په هیڅ ډول ساخفه او ملال آورې ندی. لوموند دیپلوماتیک چې لوستونکی یې"لو دیپلو" هم بولی او له فرانسوی ورځپاڼې لوموند څخه توپیر لری، د ژورې شننې او انسانی دریځ له امله یوه بې سارې خپرونه ده. یوه خپلواکه او د ژورې شننې څښتن، دې میاشتنۍ خپرونې خپله لاره له ګڼو پلونو له نورو دودیزو او حاکمو رسنیو او رسنیز سازمانونو څخه بیله کړې ده.
د دې پاریس-میشته خپرونې بنسټ په ۱۹۵۴ کې کیښودل شو او له هغه وخت نه راهیسې یې د کیڼ او خپلواک دریځ څخه، امپریالیستی نیولیبرالیزم او نړیوال کیدنه (ګلوبلایزیشن) تر کلکو نیوکو او ګوزارونو لاندې نیولی او د امریکا او متحدینو امپریالیستی موخې او اغراض یې بربنډ کړی دی. هر چیرې چې امریکا د جګړې لمبې بلې کړی دی، لوموند دیپلوماتیک هملته وررسیدلی او د ځایی خلکو دردونه، کړاونه او ربړې یې نورو ته ورپیژندلې دی.  
له ۱۹۹۱ نه راهیسې لوموند دیپلوماتیک د ایناسیو رمونې  په مشرۍ چاپیږی. د هغه تر څنګ نور وتلی، پوه او ژمن او کیڼ لاسی لیکوالان او شننونکی د دې خپرونې لپاره قلم وهی. همدا امر لامل ګرځیدلې چې خپرونې او لیکنې یې تل د ولسونو د هیښتیا، روشنګری او لارښوونې په ډګر کې بریالۍ او کارنده پاتې شی. لوموند دیپلوماتیک تروسه هڅه کړې خپله سیاسی خپلواکی له خپلی مالی خپلواکی له لارې خوندی وساتی.
د لوموند دیپلوماتیک یوه ځانګړنه دا ده چې د خپل فرانسوی ریښې سره سره بیا هم په لومړی سر کې د فرانسې دولت په وړاندې کلک انتقادی دریځ لری او د ګڼو لویدیځوالو خپرونو په خلاف هیڅ کله هم د خپل دولت پر ستمګرو کړو-وړو سترګې نه پټوی. د بیلګې په توګه، دوه کاله وړاندې کله چې د فرانسې په خټه افریقایی استوګنو او قومی لږکیو د خپل ژوند د ټیټې کچې او د کاری فرصتونو د نشتوالی له امله د پاریس او شا و خوا ګاونډ واټونو ته راووتل، لوموند دیپلوماتیک لومړنۍ خپرونه وه چې د قهروړو قومی لږکیو او کډوالو ملاتړ یې وکړ او د هغوی د ژوند او کړاوونو پړه یې د هیواد پر واکمن سیستم واچوله. هغه سیستم چې پر پانګوالی ولاړ دی او د فرانسوی پرګنو پر زبیښاک او د وروسته پاتې هیوادونو پر ښکیلاک یې ماڼۍ درولې دی.
 لو دیپلو په ژورو شننو او د اوسمهالی ټولنپیژندنې په رڼا کې، د فرانسې د قومی لږکیو او کډوالو له کړاو نه ډک ژوند په پرلپسې لیکنو کې وسپړه. تر څنډې یې دا ټکې هم ورپه ګوته کړ چې قومی لږکی او کډوال نه یوازې دا چې د فرانسې پر اقتصاد پیټی ندی او فرهنګی ودې ته یې نه خنډ کیږی، بلکې په پراخه پیمانه، د دوې ارزان کار ځواک او استعداد د فرانسې په اقتصاد او فرهنګی وده کې خپله ونډه درلودلې ده. د همدې کډوالو ګڼ شمیر اصطلاحاتو او ژبنی جوړښتونو، بډایه فرانسوی ژبه لاپسې بډایه کړې ده. 
که همدې یوې سترې ځانګړتیا ته پام وکړو او بیا یې خپل هیواد سره پرتله کړو، و به مومو چې لوموند دیپلوماتیک چیرې او زموږ د هیواد "رسنۍ" چیرې! دلته ډیری رسنۍ د جنایتکارانو په مالی ملاتړ چلیږی او موخه یې هم د جنایت کارانو او جنګ سالارانو له لمنې د تیرو څو لسیزو جنایتونو د رټې او داغ پاکول دی. د همدې ناوړه نیت سره سم، ټوله ورځ په قومی شخړو کې تر ستونی ډوب او د برتری غوښتنې په لټه کې دی. د دې رسنیو موخه په لږو بیلګو کې د خپلې ژبې ودې او نورو ژبو ته درناوی دی. خپله ژبه پر نورو بره او برلاسې ګڼل یې ځانګړتیا ده او د ودې پر ځای فخر خرڅوی -یوه ژبه که هر څومره بډایه او د اوسمهالی تکنالوژی او پرمختګونو بیان ته چمتو هم وی، بیا هم ودې ته اړتیا لری.
همدا دې چې زموږ د هیواد رسنۍ کولې شی ډیر څه له لوموند دیپلوماتیک څخه زده کړی؛ ډیر څه

هیچ نظری موجود نیست: