صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

«نړیواله ټولنه» د فساد زیږونکې

له 2001 میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د جوړې شوې ډرامې ډیرې صحنې نه راسپړو، ځکه د لمر په څیر روښانه دي. دا چې د دغې ډرامې اصلي لوبغاړی څوک دی، څرنګه یې د بن غونډې ته بڼه ورکړه، کومه ناروا لوبه یې د افغان د رنځیدلي ولس په تاوان او خپلې ګټې لپاره د سیاست په برخه کې پلې کړه، همدې لوبغاړي د سیاست په څنګ کې په اقتصادي او نورو برخو کې کوم رول ولوباوه، ټولو ته څرګند دی.
هغه هیواد او هغه ولس چې د کلونو رنځونو او کړاونو پای د بن غونډې په هنداره کې لیده، څرنګه بیرته د هماغو وینه څښونکو په ولکه کې یرغمل شو چې څه دپاسه درې لسیزو په بهیر کې یې د هیواد، ملي حاکمیت او خلکو په ژوند او مال منګولې ښخې کړې وې. د بن غونډې د سیاسي او اقتصادي مافیا نوې بڼه په اصطلاح د غربي دموکراسۍ په اډانه کې چې په واقعیت کې د انسان او انسانیت د اسارت او غلامۍ یو بل ډول دی، رامنځته کړه.
دا څرګنده ده چې په یوه هیواد کې اقتصاد د پرمختګ، سوکالۍ، سیاسي او ټولنیزې ودې اساسي عامل ګڼل کیږي او زموږ هیواد او خلکو تر هرڅه دمخه اقتصادي رغونې ته اړتیا درلوده، له دې کبله د خلکو د تیرایستلو لپاره د بن په غونډې کې د اقتصادي رغونې بې شمیره ژمنې وشوې، آن د هیواد د ودې او پرمختګ لپاره د مارشال پلان په څیر نغاره وډنګول شوه، هیلې او امیدونه راژوندي شول، خو پایله څه شوه؟
د کرزي د ګوډاګي حکومت په اډانه کې د بهرنیو په خوښه داسې ادارې، موسسې او کمیسیونونه رامنځته شول چې واګې یې د تیرو وینو څښونکو او خاینو تکنوکراتانو په لاس کې ورکړل شوې. څه ناڅه «مرسته» شوې پیسې په یوه نوم او بل نوم د زورواکو او امپریالیستي ګوډاګیانو او لاس پوڅو لخوا حیف او میل شوې. کله چې د دغو ټولو کړیو جیبونه ډک شول او خپل راتلونکی ژوند یې په بیلابیلو ډولونو تضمین شو، د کرزي په دولت کې له هرې خوا په ځانګړي ډول د بهرنیانو لخوا چې په خپله تر ټولو ستر فاسدان دي، د فساد ډنډوره ګرمه کړه. دواړو خواو یو بل په پراخ مالي فساد تورن کړ. ویلیم ډال اِمپل، کرزي ته په ځواب کې وویل: «دی په هغو لاسونو غاښونه لګوي چې ده ته ډوډۍ ورکوي.» امریکا او نور یرغلګر د دې لپاره چې په خپلو هیوادونو کې خلکو ته د قناعت ځواب ورکړي، تل هڅه کوي د کرزي اداره په فساد تورنه کړي. د شک هیڅ ځای نشته چې د کرزي دولت له سره تر پایه په فساد کې ډوب دی، خو دا چې د دغه فساد اصلي لوبغاړي او عاملین څوک دي، باید لومړی یرغلګرانو ته ګوته ونیول شي، بیا د هغوی لاسپوڅي دولت ته. د «هشت صبح» ورځپاڼې رپوټ په ډاګه کوي چې «نړیواله ټولنه» او د دولت چارواکي تر کوم حد په فساد کې ککړ او ښکیل دي. دا د دواړو خواو د ستر فساد یوه کوچنۍ بیلګه انځوروي.
«نړیواله ټولنه» وایي چې په افغانستان کې یې میلیاردونه ډالر لګولي، خو څرګنده نه ده چې دغه میلیاردونه ډالر په کوم ځای او کومو برخو کې لګیدلي، ځکه د دوي خپلې ګومارل شوې ډلي په دغو لګول شویو پیسو کې د پراخ مالي فساد خبرې کوي. که بهرنیانو افغان چارواکي په فساد اخته کړي نه واي، په هیڅ ډول نه توانیدل چې دومره ژر خپلو ستراتیژیکو موخو ته ځان نږدې کړي. د دې لپاره چې د هغوی خولې بندې وساتي، باید په قصدي او عمدي ډول په فساد کې ښکیل شي، څو د ویلو لپاره کومه خبره ونلري. فاسد دولت او فاسد چارواکي په ښه ډول کولای شي بهرنیانو ته خدمت او غوړه مالي وکړي او په بدل کې بهرنیان هم هغوی په خپل څنګ کې تر هغه وخته وساتي چې ورته اړتیا ولري.
مالي او اداري فساد د اوسني دولت او «نړیوالې ټولنې» لازمه برخه ده. دوی دواړه له فساد پرته خپلې بقا ته دوام ورکولای نشي. دواړه د هرې ورځې په تیریدو سره نور هم په فساد کې ډوبیږي او دغه لړۍ به تر هغو دوام ومومي، تر څو چې د دواړو خواو شر د افغانانو له سره کم شوی نه وي.

هیچ نظری موجود نیست: