مراد پرتم
نن د داسې چا یاد تازه
کوو چې د مینې، ایثار او سرښندنې بیلګه وه، د هغه چا یاد ژوندی ساتو چې په خپل
ایمان، کلکې ارادې او وجداني غږ سره، د تیارو په وړاندې ودرید، د ټولنې او خلکو د
ژوند په سرګردانه او لالهانده شیبو کې یې د داد آواز اوچت کړ او د نیکمرغه ژوند په
لورې لاره یې چې د رڼایي او نورانیت لاره ده، لا نوراني کړه.
د ظلم، استبداد او
ځانځاني تورو وریځو له ډیرو کلونو راهیسې زموږ د ځورول شوي ولس ژوند د بدمرغیو او
ناخوالو په لومو کې را ایسار کړی دی، په داسې یو فضا او حالت کې به د ګوتو په شمیر
سرښندونکي وي چې په خپل قلم او قدم سره د دغو تورو لړو په وړاندې ودریږي. د دغو
سرښندونکو له شمیر څخه یو هم زموږ د ټولنې او خلکو زړه سوانده مبارز
داد نوراني و چې نن یې د پرتمین او ثمر لرونکي ژوند د پای لومړنی تلین
لمانځو، د هغه یاد تازه کوو او د هغه یاد ژوندی ساتو.
تاریخ ښودلې چې د ټولنې
او خلکو د نیکمرغۍ د لارې او د ظلم، وحشت او استبداد پر ضد د مبارزې د لارې مخکښان
او لارویان د زیږیدو او مرګ نیټه نه لري، هغوی تل ژوندي وي او یاد یې تلپاتی وي. د
هغوی ژوند او یاد د هغوی په کارنامو، مقاومت، سپیڅلې عقیدې او کلک هوډ کې نغښتی
وي، چې ګران نوراني هم له همدې ډلې څخه دی.
د هغه د قلم ژبه، د هغه
سیاسي او ولسي تهور او د هغه وسپنیزه اراده، د هغه یاد دی، د هغه ماضي ده او د هغه
راتلونکې. د تلیاد داد نوراني د قلم تیره څوکه د ظلم، وحشت، استبداد، استعمار او
جهالت پر ضد وه، د هغه د قلم خوږه ژبه په وینو کې د لمبیدلي وطن او ځورول شویو
خلکو د دردونو او ارمانونو انعکاس و.
د تلیاد نوراني یاد به له
ظلم، استعمار، استبداد، تیارو او تیري څخه د خلکو د خلاصون او ژغورنې او د بسیاینې
هنګامې لاګرمې کړي. د هغه د سپیڅلي وجدان غږ به د هیواد په کلیو او بانډو، په
غرونو او رغونو، دښتو او بیدیاو کې لا انګازې وکړي.
د تلیاد نوراني یاد
دې تلپاتی وي!
******************************
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر