داد نورانی
شاید دا فصل
چې وينه،
د هغه د پيغام ځانګړتيا وه
د يوه سهار د خندا پر شونډه
پای ته ورسيږی
* * *
د تقدير
لاس
د دې ښار پر هندارې رامات شو
وينه
راوڅڅيده او
په هرې زاويې کې سل غاټوله
وغوړيدل
* * *
د شپې لاس ماتيږي
که زه، له تا سره
سهار، د لمر په باور کې
له
يو بل سره لاس ورکړى
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر