صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه

2014?



ویل کیږي چې په 2014 کې به بهرني سرتیري خپل ټغر ټول کړي او له افغانستان څخه به خپلې پښې سپکې کړي. اوباما هم د دویم ځل لپاره له ولسمشر کیدو وروسته په خپلې وینا کې وویل چې خپل سرتیري به له افغانستان څخه وباسي او د افغانستان جګړې ته به د عراق د جګړې په څیر د پای ټکی ږدي!!! دا چې د کومو هیوادونو سرتیري به له افغانستان څخه وځي او د کومو هیوادونو به پاتې کیږي، له همدې اوسه یې نښې نښانې څرګندې دي. څه موده وړاندې انډرس فوګ راسموسن د ناټو تړون عمومي منشي وویل چې ناټو چمتو ده له 2014 کال وروسته هم په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي، په دې شرط چې د افغانستان دولت ورته بلنه ورکړي! د راسموسن پورتنۍ څرګندونې په ډاګه کوي چې ښایي د ناټو یو شمیر کمزوري هیوادونه له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي چې همدا اوس هم د نش په شمیر کې راځي خو امریکایي، انګریز او ځینې نور بډایه او پانګه وال هیوادونه به تر هغو له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونه باسي تر څو چې په افغانستان کې خپلې ګټې ویني. څرګنده ده چې له 2014 وروسته د امریکا لپاره د زیاتو سرتیرو ساتل په افغانستان کې ګټه نه لري، یوازې هومره سرتیري به په افغانستان کې پاتې شي چې د هغوی ګټې خوندي کړای شي. 
کومې آوازې او تبلیغات چې د بهرنیانو لخوا او په افغانستان کې دننه د ځینو رسنیو لخوا خپریږي، خلکو ته داسې انځور ورکوي چې په 2014 کې د بهرنیو سرتیرو له وتلو سره سم به د هیواد په هر ولایت، ښار او کوڅه کې جګړې پیل شي او د نوییمې لسیزې غمیزه به راژوندۍ کړي، هغه غمیزه چې په ترڅ کې یې کابل په کنډوالې بدل شو او د 65000 په شاوخوا کې   کابلیان د بنسټپالو تنظیمونو په جګړو کې ووژل شول. دغه «کارپوهان» چې ځان د سیاسي مسایلو شنونکي بولي، لا تر اوسه یا د افغانستان د سیاسي مسایلو په الفبې پوه نه دي او یا غواړي د بهرنیو ځواکونو شتون ته په هیواد کې ابدیت ورکړي.
د افغانستان د ارزښت په پام کې نیولو سره هغه څه چې تر ټولو مهم دي، هغه دا چې بهرنیان په ځانګړي ډول امریکاییان به تر هغه له افغانستان څخه ونه وځي تر څو چې د خلکو په لاس شړل شوي نه وي. د امریکا متحدو ایالتونو او نورو پانګه والو هیوادونو د دې لپاره په افغانستان کې دومره پانګونه اچولې نه ده چې د سترګو په رپ یا په اصطلاح د بهرنیو سرتیرو په وتلو سره خپل هر څه په سیند لاهو کړي. د هیلري کلنټن په وینا، دا په افغانستان او سیمه کې د امریکا د بهرني سیاست او پالیسۍ پیلامه ده او له دې وروسته باید دوي له افغانستان او سیمې څخه هغه څه لاسته راوړي چې د هغې لپاره یې پانګه اچولې او دومره سرتیري یې له لاسه ورکړي دي.
په افغانستان کې له 2014 کال وروسته د ګډودیو رامنځته کیدل او یا د کورنۍ جګړې پیلیدل په هیڅ ډول د امریکا او نورو متحدینو په ګټه نه دي. امریکا له 2014 وروسته غواړي په افغانستان او سیمه کې خپلو اصلي موخو ته ورسیږي، چې هغه په افغانستان کې د منګولو ښخول، د ځمکې لاندې طبیعي زیرمو ته لاسرسی (چې زرګونه تریلیونه ډالر ارزښت لري) او په ټولیز ډول پر سیمې د کنټرول درلودل او د خپلو سیالانو ځپل دي. له دې کبله په 2014 کې به هیڅ ډول د پام وړ بدلون رانشي کوم چې بې خبره «کارپوهان» یې هره ورځ په ټلویزیونو، راډیوګانو، ورځپاڼو او نورو رسنیو کې خبرې کوي. هغه څه چې امریکا او متحدینو ته یې تر ټولو زیات ارزښت لري، هغه په افغانستان کې پاتې کیدل او خپلو ستراتیژیکو موخو ته رسیدل دي.
افغانستان له څو اړخونو پانګه والو هیوادونو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو ته د پام وړ ارزښت لري: د افغانستان ستراتیژیک او جیو پولیټیک موقعیت په سیمه کې (د آسیا زړه)، مخدره توکي، بې ساري طبیعي زیرمې، د وسلو د آزمایښت تر ټولو ښه لابراتوار او نور. پورتني ټکي د پانګه والو هیوادونو تنده لا نوره هم زیاتوي څو په افغانستان کې د پښې ځای ولري، په ځانګړي ډول د هغو هیوادونو چې د استعمار او زبیښاک تر ټولو اوږد تاریخ لري. امریکا هم د دغو له ډلې څخه یوه ده چې په هیڅ ډول نه غواړي افغانستان دومره ژر له لاسه ورکړي او یا په کې دومره نارامي او ګډوډي رامنځته کړي چې د هغې ګټې هم له خطر سره مخامخ کړي.
لنډه دا چې له 2014 کال وروسته د گډوډیو او نارامیو په هکله تبلیغات ټول د دې لپاره کیږي چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو شتون اړین وبلل شي څو امریکايي ځواکونه نه د تیري کوونکو بلکې د ژرغونکو په توګه ومنل شي، ځکه امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وتونکي نه دي، دوی به تر هغه به افغانستان کې وي څو چې خپلې ګټې یې تر لاسه کړې نه وي او په سیمه کې په پوره ډول برلاسي شوي نه وي.

هیچ نظری موجود نیست: