صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه

اوباما، د پخوانۍ سکې نوی مخ



د امريکا متحدو ايالتونو د نوامبر په شپږمه د ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې يو ځل بيا باراک اوباما د واک پر ګدۍ کښیناوه. څلور کاله وړاندې اوباما د لومړني تور پوټکي په څیر د نړۍ د تر ټولو ستر ځواک د واکمنۍ پر ګدۍ کښیناست څو امریکا خپله خونړۍ او جنایت کوونکي څیره ورباندې پټه کړي، خو له هماغه ورایه ښکاره وو چې اوباما او بوش دواړه د یوه سیستم لپاره خدمت کوي چې د بیوزلو ځپل او پر هیوادونو تیری یې ځانګړنه ده.
امریکا د خپلو ولسونو او د نړۍ د خلکو د تیر ایستلو لپاره، اوباما د «بدلون» تر شعار لاندې واک ته ورساوه څو د بوش واکمني او جګړه د هغه سیاست وګڼي نه د امریکا د دولت عمومي سیاست، خو د اوباما په راتګ سره، نه يوازې د متحدو ايالتونو په نړېوال سياست بلکې د افغانستان په اړه کوم ځانګړی او د پام وړ بدلون رامنځته نشو، بلکې د بوش جګړه ايزه سياست ته يې لا وده او چټکتيا ورکړه. افغانستان د بوش د واکمنۍ د مهال پرتله د اوباما په لومړني پړاو کې د لازیاتو جګړو، بمباریو، وژنو، نیولو، جنایت، ویرې، ترهګرۍ او ویجاړۍ ډګر و.
نړۍ د اوباما د واکمنۍ پر مهال د خوندیتوب پر ځای لا ناامنه شوه. د ترهګرۍ، چاودنو او ویجاړیو اور د نړۍ په هر ګوټ کې بل شو. القاعده چې اوباما هغه د امریکا تر ټولو ستر «دښمن» ګڼي، په هر ځای کې سر راپورته کړ، خو توپیر یې دا دی چې په افغانستان کې د امریکا «دښمنه» خو په لیبیا او سوریه کې د امریکا «ملګرې» ده. اوباما د خپل واک پر مهال د القاعده مشر اسامه په پاکستان کې ښکار کړ او ځان یې د اتل په توګه خلکو ته وروپیژاند، خو ټول په دې پوهیږي چې د اسامه د استعمال موده پای ته رسیدلې وه او باید له لارې لیرې شوی وای.
د متحدو ايالتو دموکرات ګوند چې په ظاهره د جګړې ضد ګوند بريښي، سپينې ماڼۍ ته د اوباما په ننوتلو سره، ۳۰۰۰۰ نور سرتيري افغانستان ته د جګړې لپاره راواستول. اوباما د دغه ۳۰۰۰۰ سرتيرو په استولو سره دا روښانه کړه چې هغه هماغه پخوانۍ سکه ده، يوازې مخ يې بدل شوی دی او ترې د «بدلون» تمه يوازې پر ځان او خلکو ملنډې وهل دي.
د اوباما له تیرو څلورو کلونو څخه ښکاري چې هغه به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان په هکله په خپل سیاست کې هیڅ بدلون را نه ولي، جګړه به تر هغه وخته دوام ولري تر څو چې امریکا په افغانستان کې خپلو ستراتیژیکو موخو ته رسیدلې نه وي. له طالبانو او نورو ترهګرو سره د امریکا لخوا د پخلاینې خبرې به دوام ومومي او ښایي هغوی ته په دولت کې برخه ورکړي، ځکه همدا اوس ټول جنګي جنایتکاران او د بشر د حقونو ناقضین په واک کې شامل دي، طالبان او نور ترهګر به دغه کړۍ نوره هم بشپړه کړي. اوباما تل وایي چې تر ۲۰۱۴ پورې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، د هغه دغه خبره په هیڅ ډول د دې معنا نه لري چې هغه او دولت یې زموږ د خلکو له وژلو څخه ستړي شوي او غواړي موږ په خپله خپل برخلیک وټاکو. د امریکا د استعماري څیرې تاریخ ښیي چې دغه هیواد تر هغه خپل نیواک ته د پای ټکی نه ږدي تر څو چې د ویتنام د اتل ولس په څیر د خلکو لخوا شړل شوې نه وي.   

هیچ نظری موجود نیست: