صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه

ورزش د ګلاډياټورانو جګړه که د ولسونو د پيوستون وسيله؟



په اوسني عصر کې ورزش د واکمنو طبقو په لاس کې هغه وسیله ده چې د ولسونو او په خاصه توګه د کارګرانو او زیارکښو پرګنو تر منځ واټن ډیروي. ورزش د انسانیت، ورورګلوي، مینې او پیوستون په ځای د کمپنیو او پانګوالو دولتونو په لاس کې هغه سوداګریزه وسیله ده چې د ونډو په نړیوالو مارکیټونو کې لوبغاړي (د مراډونا په وینا ورزشي کارګران) یې خرڅیږي او اخیستل کیږي.
په اوسنۍ نړۍ کې چې زبيښاکګر او ښکیلاکګر هیوادونه، ارزښت په پيسو بیانوي، زرګونه لوبغاړي هره ورځ په دې بازار کې د بیلابیلو هیوادونو او کمپنیو او کلبونو لخوا پیرل کیږي او خرڅیږي. ورزشکاران د دې پر ځای چې ورزش د پیوستون، دوستۍ او یووالي وسیله وګرځوي، په وحشیانه لوبو سره میدانونه پاروي او د کمپینو سوداګرۍ غوړوي.
ورزش، که څه هم طبقاتي بڼه نه لري، خو طبقاتي وسیله ګڼل کیږي. څرنګه چې یادونه وشوه اوسنۍ واکمنې طبقې له ورزش څخه د بیلابیلو موخو لپاره کار اخلي: د زیارکښو طبقو تر منځ د واټن زیاتول، د ولسونو تر منځ د کرکې راپارول، توکمیزو توپیرونو ته لمن وهل، د پرګنو بوختول او د ښکیلاکګر او زبیښاکګر سیاستونو دودول.
د اسپانیا مشهور دیکتاتور جنرال فرانکو څخه وپوښتل شول چې په سختو شرایطو کې د هغه د واکمنتیا د بریا راز په څه کې نغښتی دی، ویې ویل: «د واکمنۍ رموز دومره هم پیچلی او ستونزمن نه دی. زه د دې کار لپاره له درې اغیزناکو وسیلو څخه کار اخلم: ۱- خبر جوړول او شایعات او د جنجالي خبرونو خپرول، ۲- د ورزشي سیالیو پرله پسې جوړول، په خاص ډول د فوټبال سیالۍ، ۳. د مبتذلې موسیقۍ د دودولو لپاره هر اړخیزه مرسته او د کنسرتونو جوړول. دا درې وسیلې د سلګونو میلیونو انسانانو، مخالف او موافق، وخت او فکر مصروف ساتي او دولت خپل کار ته ادامه ورکوي
د افغانستان اوسني شرایط د جنرال فرانکو د واکمني رموز په ښه توګه بیانوي. بهرني لوټمار او ستمګر په درې یادو برخو کې بوخت او مصروف دي. د مبتذلې موسیقۍ دودول او د ورزشي سیالیو پیل، هغه دوه مهم عوامل دي چې د بهرنیانو په ډالرو او د دولتي چارواکو په ملاتړ د استعمار په چوپړ کې د زرګونو ځوانانو او پیغلو فکري بوختیا جوړوي. بهرنیان د بیلابیلو سټو له لارې، په میلیونونه ډالره د ارتجاعي، تسلیم پالې او مزخرفې موسیقۍ لپاره لګوي او د کنسرتونو لړۍ غوڅیدو ته نه پریږدي. همدا ډول میلیونونه ډالره د سپورت او ورزش په بیلابیلو برخو کې لګول کیږي، او د لوبو اتلان یې ډیر ژر د استعماري سیاستونو د دودولو په «اتلانو» بدلیږي او یا هم د جنایت سالارانو په سیاسي تبلیغ کې ونډه په غاړه اخلي.
د افغانستان ورزش، د بهرنیو او افغان چارواکو په منګولو کې ښکیل دی. زموږ ورزش د پیوستون، اعتراض او د ولسونو د هیلو او غوښتنو د پیغام ورکولو پر ځای، د بهرنیو سیاستونو په چوپړ کې په هغه سوداګریزه وسیله بدلیږي چې لوبغاړي یې د بردګۍ دورې ګلاډیاټورانو سره ورته والی مومي. دلته میدانونه او رینګونه د ولولې په ډګر بدلیږي، یوازې د دې لپاره چې د یو اس ای آی ډي پروژه پلي شي، د دې لپاره چې د ستمګرو جنایتونو ته د ځوانانو او پیغلو پام ونګرځي، د دې لپاره چې اوسنی بهرني پلوه دولت خپل کارونه مخې ته بوځي.
دلته په میدانونو کې ګلاډیاټوران لوبیږي، او پر لوژ ناست د کمپنیو مدیران خپله سوداګري کوي؛ بیلابیلې کمپنۍ د لوبغاړو د خولو، قهر، راغورځیدلو او سر ماتونې په منځ کې خپل محصولات تبلیغوي او تلویزیونې شبکې هم په چیغو او د لوبې په جالبه کولو سره د تبلیغاتو بازار انحصاري کوي.
لیګونه او سیالۍ د پیوستون او انساني ارزښتونو له منځپانګې تش دي؛ دا یوازې د ښکیلاکي سیاستونو د تبلیغ لپاره د «اتلانو» موندل دي چې ژر د «سولې» او د دې څیز او هغه څيز په سفیرانو بدل شي او دلته هلته له امریکا او «نړیوالې ټولنې» څخه د مننې اظهار وکړي چې فرصتونه یې ورته چمتو کړي دي!!!
لا سپورتي لوبغاړی د بریا له څوکۍ راښکته شوی نه وي چې کورني خاینان او لوټماران ورته په تمه ناست وي، څو د خپلو سیاسي موخو لپاره یې وکاروي. د ارګ ماڼۍ یې هڅوي، جهادیان یې نازوي او کمپنۍ یې په پیسو پیري او قومي سوداګر یې د قوم په تله کې تلي. دلته ورزش یعنې سیاست او هغه هم ارتجاعي سیاست.
ورزشکاران کولای شي د ولسي او پرمختللي سیاست لپاره اغیزناکه ګامونه پورته کړي، د ولسونو اعتراضي ژبه ووسي او د زیارکښانو د پیوستون استازي. د ښکیلاکګرو جنایتونه بربنډ کړي، خپل لاسونه موټي کړي او د ولسونو په تلپاتې اتلانو بدل شي. ښايي زموږ لوبغاړي، سپورت د تفریح، روغتیا او پیوستون لپاره وکاروي، او دا کار یوازې هغه وخت شوني دی چې سپورټي لوبغاړي خپله ګلاډیاټوري پاې ته ورسوي.

هیچ نظری موجود نیست: