په تیرو وروستیو میاشتو کې یو وار بیا د کابل
ښاروال نواندیش د دارالامان ماڼۍ د جوړولو خبره راپورته کړې او د کابل له ښاریانو
څخه یې غوښتلي چې د نوموړې ماڼۍ په جوړولو کې برخه واخلي.
ښاغلی ښاروال! اول خو دارالامان مه جوړوه (ته یې جوړولی هم نشې)، ځکه دغه ودانۍ باید د هغو بنسټپالو تنظیمونو د ویجاړیو
د یادګار په توګه وساتل شي چې له شرم او ننګ پرته همدا اوس هم د خلکو پر اوږو
سپاره دي او د اتلولۍ، میړانې او د هیواد د بیارغونې ادعا کوي؛ او که بیا یې د
جوړولو اراده لرې په هغه چا یې جوړه کړه چې د قدرت د نیولو لپاره په جګړه کې یې
دغه ماڼۍ او د کابل نورې سیمې په کنډواله بدلې کړې دي. لږ تر لږه دومره جرئت وکړه
او ولاړ شه د تنظیمونو له هغو رهبرانو او یا د هغوی له کورنیو څخه پیسې واخله چې
دغه ماڼۍ یې ویجاړه کړې او د لوټمارۍ، غلا، ویجاړولو او د هیواد پلورنې له «برکته» یې
سلګونه میلیونه ډالره تر لاسه کړي دي.
له کابل ښاریانو څخه د ښاغلي ښاروال دغه غوښتنه په حقیقت کې د کابلیانو پر
ټپي او دردیدلي زړونو د مالګې دوړول دي. د دارالامان ماڼۍ
ساتل له څو اړخونو اهمیت لري. لومړی، زموږ د تاریخ یوه تر ټولو ترخه او توره پاڼه
راتلونکو نسلونو ته انتقالوي چې د هیواد پلورنې، خیانت او جنایت وروستۍ کچه په
ډاګوي. دویم، د دغه ماڼۍ او د کابل ښار او په مجموع کې د افغانستان د نورو سیمو
ویجاړونکي تر څو چې ژوندي دي، باید د دې ماڼۍ په ساتلو سره د یوې شیبې لپاره هم که
وي، د وجدان عذاب وویني. او دریم، د ماڼۍ په جوړولو سره زموږ د تاریخ یوه برخه له
منځه ځي چې هغه د خاینو جهادي تنظیمونو د بربادۍ، انسان وژنې، لوټ، تالان، تیري،
غلا، شکنجې، ویجاړۍ، سترګې ویستل، پر سر میخ ټکول، د مړي نڅا، د ښځو سینې پرې کول،
وحشت او... سره جوخت تړاو لري.
د 1945 کال په دویمې نړیوالې جګړې کې د اګست په شپږمه نیټه امریکایي
ځواکونو پر هیروشیما ښار د نړۍ لومړنی اټمي بم وغورځاوه چې په ترڅ کې یې 50000
انسانان د سترګو په رپ کې ایره شول او د کال تر پایه 90000 نورو خپل ژوند له لاسه
ورکړ. دا د نړۍ تر ټولو ستر جنایت و. له دغې پیښې وروسته د هیروشیما اوسیدونکو د
امریکا د دغه ستر جنایت د نه هیریدو په موخه، هغه ماڼۍ (ای
بامب ډوم( چې
له اټمي بم څخه تر یوې اندازې جوړه پاتې شوې وه، تر اوسه ساتلې څو راتلونکي نسلونه
د جاپان د تاریخ یوه ویرجنه برخه هیره نکړي او راتلونکي نسلونه د امریکا ستر جنایت
له یاده ونه باسي.
د دارالامان ماڼۍ هم باید د هیروشیما د «ای بامب ډوم» په څیر
وساتل شي، څو راتلونکي نسلونه د خاینو بنسټپالو تنظیمونو د جنایت او خیانت توره
څیره په یاد وساتي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر