صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبه

قیس جان هیڅکله رانغی



«کابلیان یې په وینو لیکي»     تلیاد داد نورانی
پلار مې ناوخته واده کړی و. زما مور د څلورو ماشومانو په زیږولو داسې خوړینه ښکاریده ته وا چې د ۷۰ کالو ده. موږ درې خویندې او یو ورور وو. پلار مې بې له کومې پیښې تل استغفار کاوه او دا یې عادت ګرځیدلی و. زما مور ورباندې زیاته ګرانه وه. ما د خپل عمر تر ۲۱ کلنۍ د هغوی تر منځ یو ځل هم په کورنیو کې عامه لانجه نه وه لیدلې 
.
په هغه ورځو کې له ښوونځي څخه تازه فارغ شوی وم، په کار پسې ګرځیدم او قیس چې موږ ورته قیس جان ویل، په اتم ټولګي کې و. کله چې زما مور یوازې د یوه زوی په درلودلو خواشیني ښودله، زما پلار ورته په کرارۍ او خپلې خاصې موسکا ویل: زه هم له پلاره یوازی پاتې یم، مګر ما و نه شو کولای چې ژوند وکم؟ خدای دې قیس جان لوي کړي. موږ ټول له قیس څخه خوشاله وو. هغه په درسونو کې تکړه و او دباندی کارونه یې هم بې له جنجاله کول 
.
څو ورځې کیدې چې زما پلار کار ته نه تلو. قیس له ښوونځي څخه پاتې و او ما هم د کار لټون پرې ایښی و. راډیوګانو یوازې د کابل په اړه خبرې کولې. پلار هره شیبه استغفار ویل او د حالاتو د یوې خوا کیدو په انتظار و 
.
نه پوهیدو چې څه برخلیک به یې سترګې پر لار وي. غم او خوشالي یې له اندیښنې سره سرګردانه غوټه شوي وو. مور عموماً د دې شیانو په اړه لږ فکر کاوه خو په هغو ورځو کې یې تر ټولو زیاتې پوښتنې کولې، ته وا چې ذهني تشویش هغه خوړله. پلار مې پر قیس او زما پر دوو خویندو ټینګار کاوه چې که هر څه وشول، وبه شي، تاسو خپل درسونه تکرار کړئ. لومړی ځل و چې زما مور په تنده د هغه خبرې پرې کولې او ویل یې: د زلیخا پلاره! خدای خبر چې څه کیږي 
.
لا لمر نه و راختلی چې د موټرانو ګرګر د کابل چاپیریال ونیو او موږ له خوبه پاڅیدو. زموږ کور د آسمایی پر لمن تر سړک یو څه پورته و. زما پلار د ګاونډیانو په شورماشور کوڅې ته ووت. مخامخ ګاونډی چې د دولت امنیتي چارواکو څخه و او تل یې په لوړ غږ خبرې کولې، څو ورځې کیدې چې ږیره یې نه وه خرولې، خولۍ یې پر سر، لکه یو سل کلن سړی یوی څنډې کې کرار ولاړ و او نه پوهیده چې شیبه وروسته به څه کیږي 
.
د لمر زرینې وړانګي کرار کرار د آسمایی او شیر دروازې پر څوکو غوړیدې او کابلیان یې د هغوی د آرامۍ په وروستیو ورځو کې ګرمول. زما پلار څو ځله وویل: زلیخا و نه وځې، که وتلې د مور چادري دې پر سر کړه، د جنرال ښځه سهار چادري پر سر ووتله، مجاهدین د لوڅو مخونو څخه بد وړي. ګاونډیانو سهار له هرې خبرې وروسته ویل: خدای دې خیر کړي. لکه چې خبري خراپې دي. په دې خبرو می یو ځلي زړه ولوید او یوه شیبه هک پک پاتې شوم. قیس ناره کړه: پلاره زموږ ښوونځی ژر پیل کیږي؟ مجاهدینو د ښوونځیو په هکله څه ویلي؟ پلار ورته وکتل او ویې ویل: زویه خدای دې خیر کي 
.
د ورځي په پیل کیدو دانه مانه ټکان اوریدل کیده. له هر ټک سره زما مور له خپل ځایه غورځیده او بیرته یې ډډه وهله. د غرمې دوولس بجې د اړخ ګاونډی چې زما له پلار سره یې یوځای کار کاوه، زموږ سرای ته راغی او په وارخطایۍ او نفسکو یې وویل: مجاهدین پر دوو برخو ویشل شوي. حزب اسلامی د کورنیو چارو وزارت نیولی، شاید جګړه پیل شي. د وړو او ډوډۍ چاره مو وکئ. بیا په بیړې خپل کور ته لاړ. زما د مور رنګ پیکه شو. قیس او دوی خویندې مې وارخطا شوې او ځانونه یې زما مور ته نږدې کړل 
.
ټکان ورو ورو زیاتیدل او غږونه یې لوړیدل. یو ځلي د آسمایی پر سر یوې چاودنې کابل ولړزاوه. موږ له ویرې کوټې ته منډه کړه. د کوټو دستکونو ټک ټک کاوه او د زلزلې حالت په شان یو احساس مو کاوه. وړې خور ژړلې او زما مور ورته زړه ورکاوه. نور نو قیامت پیل شوی و. تر دوو بجو جګړې زور واخیست او بې له هدفه هر یوه هرې خواته مرمۍ ورولې. موږ خپلې کوچنۍ زیرزمینۍ ته منډه کړه. د کابل آسمان شیبه په شیبه په لوګي کې ورکیده او  د لوګي وریځې کرار کرار زموږ بام ته نږدې کیدې. تر شپې مو و نشوای کولای چې ځانونه وخوځوو. زما مور سره د لمانځه د قضا کیدو اندیښنه وه. هغه شپه له کابل څخه د آذان غږ وانه وریدل شو او زما مور کرار د تشناب خواته روانه شوه. قیس چې ریږدیده څو ځله یې ناره کړه: مورې تشناب ته مه ځه، دلته تیمم  وکه. زما مور لا دویمې زینې باندې پښه نه وه ایښې چې په لوړ غږ یې آخ  کړ او د سرای منځ کې ولویدله. پلار مې د هغې خوا ته په ځغستا شو. ما قیس ټینګ نیولی و چې ونه وځي، خو هغه لکه کوچنۍ مرغۍ زما په غیږ کې لپتکې او نارې وهلې: مورې، مورې!

پلار مې نه پوهیده چې څه وکړي. هغه زیرزمینۍ ته زما د مور د راوړلو توان نه درلود. ما په یوه ټوپ ځان مور ته ورساوه، خو هغه نوره ژوندۍ نه وه. د سرای منځ په وینو لړلې و. هغه مو تر زیرزمینۍ پورې راکش کړه. قیس ورباندې ځان واچاوه او دوې خویندې مې بې سده شوې وې 
.
درې ورځې مو د مور مړی وساتو. دویمه ورځ چې د څو شیبو لپاره جګړه کراره شوه، د اړخ ګاوندی او ښځه یې زموږ کور ته راغلل او جسد مو د پاس خونې ته پورته کړ. موږ هم ضعیفه او ناتوانه شوي وو. خوب رانه تښتیدلی و او څه مو خوړلي نه وو 
.
څلورمه شپه پنځه کسانو، چې زموږ په کوڅی کې اوسیدل، د مرمیو او اور لاندې زما مور زموږ کور ته نږدې د کوڅې له ګولایي سره یوې کندې کې خاورو ته وسپارله. وروسته چې کراري شوه، قبر د ورانیو لاندی داسې ورک شوی و چې هیڅ نښان یې پاتې نه و 
.
دوې میاشتې مو په هغې زیرزمینۍ کې تیرې کړې. کوڅه بیخي خالي شوې وه.  زما پلار د مور تر مړینې په یوه خالي او بې کسه کوڅې کې زما (د یوې پیغلې لور) په اوسیدو زیات ځوریده. قیس تر ټولو زړور او تکړه و. هر کار ته چمتو و. ما چې خپلې ټولې هیلې پر قیس تړلې وې تصمیم مې درلود، په هره بیه چې وي، هغه وساتم. هغه زما د دوو خویندو لپاره زما د مور له مړینی څخه زیات ځوریده خو هڅه یې کوله چې په دې هکله څه و نه وایي. زما پلار په هغو دوو میاشتو کې بیخي مات شوی و او نور یې استغفار نه ویل 
.
دوې میاشتې وروسته هسې تش په نوم یو اوربند اعلان شو او موږ وکولای شول چې په خپل شاوخوا یو څه پوه شو. غرمه وه چې زما ماما راورسید. زما د مور له مړیني څخه خبر نه و. سرای شمالي ته یې نږدې دستفروشي کوله. کله چې کوټې کې کښیناست زما د مور پوښتنه یې وکړه. موږ ټول چپ یوه بل ته کتل. نه پوهیدلو چې څرنګه ورته ووایو. وروسته زما پلار چې اوښکې یې پر مخ بهیدې، ورته کیسه وکړه. هغه ورځ موږ ټولو دومره وژړل چې د دوو میاشتو عقده مو د ماما په راتګ سره وایستله.

ماما د شپې پاتې شو او داسي وټاکل شوه چې سبا به د خپل توان سره پر شا د هغه کور ته کډه وکړو. قیس ژړل او ویل یې چې مور په دې ورانۍ کې یوازې نه پریږدي خو زما ماما هغه ته زړه ورکاوه 
.
ګهیځ لمر لا نه و ختلی چې هوايي ټکانو کابل لکه زموږ ټپي زړونو سور کړی و، له ځایه مو ټوپ کړ. هر چا څه واخیستل او د ماما کور خوا ته رهي شولو. موږ ټوله د مور پر قبر چې د دیوالو لاندې ورک شوی و یو څو شیبی تم شوو، او په سلګیو مو وژړل. په هغې کوڅې کې چې پخوا به خورا ګڼه ګوڼه وه، اوس هیڅ لاروی نه لیدل کیدو چې زموږ تراژیدي وویني.

ماما مې ټینګار کاوه: حرکت وکړئ چې حالات بې اعتباره دي، هره شیبه د جګړې امکان شته. آرتل پل ته نږدې شوي وو چې سخته جګړه پیل شوه. د ګذرګاه د کلا له سر څخه یې آسمایي او له هغه ځایه یې شیر دروازه ویشتله. موږ د جګړې منځ کې راګیر شوو. د څو ویجاړو دیوالونو تر پناه پراته وو. ماما نارې وهلې، هر څه چې مو اخیستي و یې غورځوئ، ځانونه وساتئ. د څو دیوالونو لاندې په ویالو کې مو پروت کړی و. د ژړا لا نه وو. زما پلار او قیس یوی خوا ته او موږ او ماما بلې خوا ته پراته وو. د جګړې ټکانو او مرمیو موږ له یوه بله جلا کړو. ماما په هغه حالت کې زموږ ساتنه کوله او د لارو په کږلیچو کې یې موږ د ښار تر مرکز ورسولو، بیا د هغه کور خواته رهي شوو. موږ مخکې ورسیدو او د قیس او پلار په اړه خورا اندیښمن وو. ماما هره شیبه دباندې تلو او راتلو. شپه وه چې زما پلار راورسید، د قیس پوښتنه یې وکړه. هغوی هم له یوه بله جلا شوي وو. موږ ورځې او میاشتې د قیس په انتظار و خو قیس جان هیڅکله رانغی.



هیچ نظری موجود نیست: