صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبه

آزاد بازار د چا په ګټه دی؟

     سربیره پر دې چی د آزاد بازار پلویان ادعا کوي چې آزاد بازار د خلکو او پرګنو په ګټه دی خو اصلاً لیدل کیږي چی د دې نظام لپاره انساني هویت ارزښت نلري او بنسټ یی په سیالۍ، تالان او د ګوتو په شمیر کسانو پر ګټې ولاړ دی؛ له همدې کبله دی چې په نړۍ کې د هرې ورځې له تیریدو سره سم د بیوزلۍ او بډاینې تر منځ واټن زیات او د هرې لسیزې په تیریدو سره دا توپیرونو یوه په دوه زیاتیږي.

     خو بیا هم د دی نظام پلویان د خپلو ګتو د لاس ته راوړنې لپاره په بیلابیلو پلمو لاس پورې کوي او هڅه کوي چی د بل هر وخت په  پرتله د هیوادونو او د ټولنو رضایت تر لاسه کړي او د خپل نظام د راتلونکې د ډاډ او پایښت لپاره خلکو ته ډول ډول ژمنې ورکړي څو د خلکو رای له ځان سره ولري.

     د دې نظام دروغجن پلویان د خپلواکو ټولټاکنو لارې د خپلو پیسو په وسیله تړي او نه پریږدي چې خلک خپل آزاد استازي او نوماندان په آزاده توګه وټاکي. لویې کمپنۍ د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره تر بل هر وخته لاهم ډیرې پیسی په ټولټاکنو کې مصرفوی څو وتوانیږي خپل نوماندان بریالي او د هغوی په ذریعه د خپل تالان لاس د خپلو سیالانو په مقابل کې اوچت وساتي. 

     او کله چی دغو نوماندانو د دولت او حاکمیت واکمني په لاس کې ونیوله، د بیوزلو په حق کې له هر ډول زورزیاتي او زورواکي څخه ډډه نه کوي، بیا دوی هم که هرڅه جوړوي او که هر چیری خپل سیاست پلي کوي او قراردادونه تړي، د دغو سرمایه دارانو او د هغو غټو کمپنیو په ګټه تمامیږي. د مثال په توګه که چیرې دوی سرک جوړوي، له هر چا نه ډیر د سرمایه دارانو توکي او اجناس ورباندی تیریږی او هماغه کمپنۍ چی د سیالۍ او ټاکنو پر مهال یې ورسره مرسته کړې ده، ډیره ګټه ورته رسیږي، او هر چیرې چې دوی نهرونه او ویالې وباسي، بیا هم د عامو خلکو د بیوزلۍ لمنه پراخیږی ځکه د ځمکو خاوندان پر بیوزلو باندی برلاسي پاتې کیږي، هغوی له بیوزلو څخه د لازیاتې ګټې د لاسته راوړلو په موخه بیوزلي د وسیلو په توګه استعمالوی او په حقیقت دا کار هم د ځبیښاک ریښی ټینګوي.

که چیرې پر آزاد بازار ولاړ نظام په کوم ځای کې روغتیایی مرکزونه او درملتونونه جوړوي، نو وړاندې له هرڅه هغوی خپله ګټه په پام کې نیسي، نه د عامو پرګنو او بیوزلي ولس درملنه. په دغه شان ځایونو کې په سلو کې لس بیوزلي هم نه درمل کیږی ځکه بیه یې د هغوی له وسه اوچته ده. په دغه شان مرکزونو کې یوازی او یوازی سرمایه داران کولای شي خپل ځانونه درمل کړي. په همدې توګه که چیرې په پانګه والۍ نظام کې هوایی ډګرونه جوړیږي، نو بیا هغه هم د دې نظام پلویان د خپلو تسلیحاتي پروګرامونو او سیالیو پر بنسټ جوړوي او که په نورو هیوادونو کې د دموکراسۍ د راوستلو تر نامه لاندې په بیوزلو هیوادونو یرغل او د خپلو سرتیرو ملا ماتونکي تنخواګانې د خپلو خلکو د مالیې له لاری تامینوی او په کال کې میلیاردونه ډ‌الر لګوي، دا ټول د پانګه والو تر منځ تسلیحاتی رقابتونه دي چې د سرمایه داری نظام په منځ کې موجود دي، او نړۍ د اټومي جنګ او جګړو خوا ته بیایي، خو د آزاد بازار پلویان د خپلو خلکو د تیرایستلو لپاره دغه جنګ،جګړو ته سیاسي او ټولنیز او امنیتی رنګ ورکوي.

     له همدې کبله ده چی په نړۍ کې لوږه او بیوزلي له هر څه نه زیات تر سترګو کیږي او د دې نظام له ناوړه برکته ځینی کسان له بډاینې او ځینې نور له بیوزلۍ او لوږې مري. u

هیچ نظری موجود نیست: