صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

امریکا به هیڅکله له افغانستانه ونه وځي

د ناټو سازمان د ۶۱ کلنۍ په درشل کې د لیسبون دوه ورځنۍ غونډه تر سره شوه، چې په ترڅ کې یې تصمیم ونیول شو څو په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان امنیتي او پوځي چارې د افغانستان چارواکو ته وسپارل شي. د بهرنیو او په ځانګړي توګه د امریکایي ځواکونو وتل به له افغانستان څخه د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې پیل او دغه لړۍ به په ۲۰۱۴ کې بشپړه شي. له دې وړاندې هم امریکایي چارواکو په کراتو ویلي وو چې دوی به په افغانستان کې نه پاتې کیږي او دغه هیواد به خوشې کوي. 

امریکا او نورو متحدینو یې په ۲۰۰۱ کال کې په دې پلمه پر افغانستان برید وکړ چې ګواکې دلته د ترهګرۍ جرړې موجودې دي او نړۍ یې له ستر ګواښ سره مخامخ کړې ده، چې باید د «نړیوالې ټولنې» په ګډو هڅو ورسره مقابله وشي. «نړیواله ټولنه» چې مشري یې امریکا او ورپسې ناټو کوي، د ترهګرۍ د ځپلو لپاره له سلو زرو څخه زیات پوځیان افغانستان ته راوستل خو ورځ تر بلې نه په امنیتي وضعیت کې ښه والی راغی او نه د ترهګرو د بریدونو لړۍ کمه شوه. سره له دې چې اوس ټول په دې پوهیږي چې القاعده او طالبان د لویدیځو هیوادونو پروژه ده، مګر نوم یې د ترهګرۍ ضد جګړه ده، څو په دې پلمه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

امریکا په داسې حال کې له افغانستان څخه د وتلو ډُهل وهي چې په ورته وخت کې د پوځي اډو په جوړولو بوخته ده. له افغانستان څخه د امریکایي پوځونو وتل له عراق څخه د نوموړو پوځونو وتلو ته ورته والی لري. کله چې امریکا اعلان وکړ چې له عراق څخه به خپل ټول پوځیان وباسي، په خپل باور، نړۍ ته یې وښودله چې هغه هیواد د عراق د نیولو او د هغې د تیلو او نورو زیرمو د لوټولو لپاره ورباندې برید کړی نه و، بلکې عراقیانو ته یې «د بشر حقوق» او «دموکراسي» راوستله. امریکا په رښتیا له عراقه ووتله خو یوازې ۵۰،۰۰۰ سرتیري یې هلته پريښودل. اوس هم افغانستان د عراق حیثیت لري. د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت د امریکایي سرتیرو د وتلو پیل ټاکل شوی، خو دا چې څومره امریکایي سرتیري به د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي، دا به راتلونکې روښانه کړي.

امریکا په افغانستان کې د اوږدمهال حضور لپاره د ۵۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت خپل سفارت ته پراختیا ورکړې، د عامې روغتیا وزارت ځمکه یې اخیستې او ویل کیږي چې دویم مکروریان به هم په نږدې راتلونکې کې واخلي، ځکه د امریکا سفارت مخامخ ته چې د دویم مکروریان پیل دی، د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پنځه ستوریز مریَټ هوټل جوړوي. په ورته وخت کې، امریکایي چارواکو له افغانستان سره د اوږدې مودې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي او له افغانستان څخه یې د دایمي پوځي اډو غوښتنه کړې ده. امریکا په پام کې لري چې د ۱۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په مزارشریف، شوراب او شینډنډ کې پوځي اډې جوړې کړي. دغه پوځې میدانونه له بګرام، کندهار او د افغانستان د نورو سیمو له ډګرونو څخه جلا دي. دم مهال د بګرام پوځي هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو د میشت اصلي مرکز ګڼل کیږي، چې له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په کې د نظامي تاسیساتو د جوړولو لړۍ دوام لري او تر اوسه پای ته رسیدلې نه ده.

دا چې امریکا له یوې خوا د خپلو پوځیانو د وتلو چغې چغلبې وهي، او له بل پلوه خپلې پښې ټینګوي، یوازې یوه معنا درلودلای شي او هغه دا چې امریکا به هیڅ وخت له افغانستان څخه ونه وځي، مګر دا چې په زوره وویستل شي. د امریکا جوړښت او سرشت داسې نه دی چې خپل سلګونه پوځیان د بل هیواد د وګړو د سوکالۍ او هوساینې لپاره له لاسه ورکړي او میلیاردونه ډالره ورباندې ولګوي، مګر دا چې په هغې کې یې خپله ګټه نه وي. افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت تر څنګ، د ناسا د سروې او اکتشافاتو پر بنسټ په خپلې سینې کې د ۵۰۰ زره میلیاردو ډالرو په ارزښت پټې زیرمې لري (بدخشان او هلمند په دې سروې کې شامل نه دي). د امریکا په څیر لوټمار هیواد هیڅکله نشي کولای چې د دغو زیرمو له څنګ نه په پټو سترګو تیر شي، لکه څرنګه چې په عراق کې یې د هغه هیواد د تیلو د لوټ لپاره له نوموړي هیواد سره ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ، هماغه شان به هم له افغانستان سره وکړي، څو د افغانستان بیوزلی ولس د امریکا له برکته، «سولې» او «سوکالۍ» ته ورسیږي.

په افغانستان کې د امریکا تلپاتی حضور نه یوازې د روسیې، چین، ایران او بالاخره د ټولې سیمې د کنترول لپاره اړین بریښي، بلکې د نړۍ د انرجۍ دویمه ستره زیرمه (له منځني ختیځ وروسته) چې په ازبکستان او ترکمنستان کې موقعیت لري او هره ورځ د امریکا اشتها تحریکوي، د امریکا له پامه غورځیدلای نشي او باید بالاخره دغه زیرمه تر خپل کنترول او واک لاندې ونیسي. 

امریکا دم مهال په ټولې نړۍ کې ۷۳۸ پوځي اډې لري او د ۲ میلیونو په شاوخوا کې سرتیري يې له خپل هیواد څخه بهر په نورو هیوادونو کې پراته دي، څو وکړای شي په هر وخت او هره شیبه کې پر هر هیواد چې ورته ګواښ وي، یرغل وکړي او د هر هیواد په وړاندې چټک غبرګون وښیي. د امریکا د تیریو او یرغلونو تاریخ ښيي چې هر چیرې چې امریکایي سرتیرو خپلې اډې جوړې کړي دي، بیرته ورڅخه وتلي نه دي. یوازینی هیواد چې امریکایي سرتیري ورڅخه په ټیټ سر وتلي دي، هغه ویتنام دی چې د هوشي مین تر مشرۍ لاندې یې د امریکا ۳۰۰ زریز پوځ ته خوله ماتونکې ماته ورکړه او وروسته له دې چې ۶۵۰۰۰ سرتیري یې له لاسه ورکړل، هغه هیواد یې خوشې کړ u  


هیچ نظری موجود نیست: