صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

ستراتیژیک تړون او د شیکاګو غونډه د ناورین دوام


د امریکا متحدو ایالتونو پر افغانستان باندې له خپل تیري وروسته تل هڅه کړې چې د افغانستان حالات کړکیچن او له شخړو ډک وساتي څو د امنیتي وضعیت د خرابوالي په پلمه په افغانستان کې خپل حضور دایمي او سیمه تر کنټرول لاندې ونیسي. له افغان دولت سره د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو او جاساسانو د پاتې کیدو لپاره تر ټولو قانوني او آسانه لاره ده. دغه تړون چې په ظاهره د افغان دولت په ګټه لیکل شوی، خو په اصل کې د دې سیمې لپاره د امریکا د اوږدمهالو پلانونو څرګندونه کوي چې غواړي په سیمه کې یې پلي کړي.
داسې ګومان کیدو چې د افغانستان په پارلمان کې به د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو پر مهال ناندرۍ راولاړې او یو شمیر زیات وکیلان به ورته د نه منلو رایه ورکړي څو په دې پلمه د تیرو مسایلو په څیر له امریکا څخه باج واخلي، خو د افغانستان په چارو کې د ایران د آخوندي رژیم بې شرمانه لاسوهنې د دې لامل شوې چې ولسي جرګه دغه سند ته پرته له کومې ستونزې په بې ساري ډول رایه ورکړي او په دې توګه یو وار بیا د مشورتي لویې جرګې په څیر په ملي خیانت لاس پورې کړي او خپله خاوره په خپلو لاسونو بهرنیو ته وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې بهرني سرتیري به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه ووځي، خو د شیکاګو غونډې یو وار بیا په ډاګه کړه چې ستر لویدیځ هیوادونه او په ځانګړي ډول د امریکا متحد ایالتونه د دې لپاره افغانستان ته راغلي نه وو چې دومره ژر ورڅخه بیرته ووځي او د افغانستان په څیر ستراتیژیک موقعیت او سیمه په دومره آسانۍ له لاسه ورکړي. د شیکاګو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو مشرانو پریکړه وکړه چې ناټو به له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي.
ځینې ساده او له دنیا بې خبره سیاستوال چې ګومان کوي د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې ماته خوړلې او له دې کبله له افغانستان څخه خپلې پښې سپکوي، باید ورته د هیلري کلنټن هغه خبرې ورپه یاد کړو چې څه موده وړاندې یې د امریکا په کنګرې کې کړې وې: موږ له لسو څخه یوازې یوه برخه په افغانستان کې لګوو چې له افغانستان څخه یې لاسته راوړو. له دې کبله د امریکا سناتوران باید د جګړې د لګښتونو د تصویب لپاره انديښمن نه وي، ځکه د سپينې ماڼۍ د عاید زیاته برخه له افغانستان څخه لاسته راځي.
بهرنیو سرتیرو په تیرو څه باندې لسو کلونو کې زموږ زرګونه بې دفاع او بیوزلي هیوادوال په بیلابیلو پیښو کې وژلي دي او دغه وژنې لا تر اوسه دوام لري چې تر ټولو تازه بیلګه یې په پکتیا کې د یوې کورنۍ د اته غړو وژنه ده. دغه وژنې او د افغانانو وینې ته په سپکه سترګه کتل د بهرنیو سرتیرو اصلي ماهیت په ډاګه کوي چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره باید هر ډول ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.
هغه څه چې د یوه هیواد لپاره تر ټولو زیات ارزښت لري، هغه د هیواد ملي ګټې دي. ستراتیژیک تړون او د شیکاګو غونډه چې دواړه د افغانستان له برخلیک سره تړاو لري، په حقیقت کې یو بل بشپړوي. د شیکاګو غونډې هم په افغانستان کې د ناټو پر شتون ټینګار وکړ اوستراتیژیک تړون هم د بهرنیو سرتیرو پر شتون ټینګار کوي. پانګه وال هیوادونه دومره ساده نه دي چې خپله پانګه او شتمني پر افغانانو ولګوي او نه هم دومره بشر دوست دي چې د افغانانو ژوند او سوکالي ورته ارزښت ولري. دغه ټول هیوادونه خپلې ګټې په پام کې نیسي او د ګټو د تر لاسه کولو لپاره حاضر دي چې په هر ډول جنایت او خیانت لاس پورې کړي، ځکه جنایت او بربادي د امپریالیزم اصلي ماهیت جوړوي.
امریکا په نړۍ کې تر ټولو پوروړی هیواد دی، خو بیا هم په افغانستان کې په خپل یوه سرتیري باندې په کال کې له یو میلیون ډالرو څخه زیاتې پیسې لګوي، چې د ټولو سرتیرو لګښت يې لس میلیاردو ډالرو ته رسیږي. دغه رقم په خپله په ډاګه کوي چې افغانستان د امریکا لپاره له ستراتیژیک پلوه څومره ارزښت لري. لاسلیک شوی ستراتیژیک تړون د امریکا لپاره د هغو بریالیتوبونو له ډلې څخه دی چې ډیر په آسانه یې تر لاسه کړ.
د ستراتيژیک تړون به نه یوازې په افغانستان کې د افغان وژنې مخه ونیسي بلکې د ورځې په تیریدو سره به د افغانانو وژل په یوې سرګرمې بدل شي، هم د بهرنیو سرتیرو او د طالب ترهګرو لخوا او په دې توګه د ناورین لړۍ به په افغان ټاټوبي باندې خپل ټغر لا نور هم خپور کړي.
××××××××××××××

هیچ نظری موجود نیست: