صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبه

«انتقالي عدالت» به پلی شي؟

انتقالي عدالت هم له هغو مفاهیمو څخه دی چې د نړیوالې ټولنې له راتلو سره سم یې په هیواد کې رواج پیدا کړ او کله ناکله د دولتي چارواکو لخوا د خلکو د تیرایستلو لپاره کارول کیږي. لکه څرنګه چې دوی د دموکراسۍ، د بشر حقوق، مدني ټولنه، د بیان او مطبوعاتو آزادي او داسې نور کاروي او هیڅکله په عمل کې وجود نه لري، انتقالي عدالت هم تل د هر مجلس نُقل وي، او د بن له کنفرانس څخه راپدیخوا چې نږدې لس کاله تیریږي، یوازې په لفظ کې پاتې شوې کلیمه ده.

که د نړۍ اوسني تاریخ ته ځغلنده کتنه وشي، ښایي افغانستان به یوازینی هیواد وي چې جنګي جنایتکاران، قاتلان، پر ښځو تیري کوونکي او د هیواد ویجاړونکي نه یوازې محاکمه شوي نه دي، بلکې د دولت لوړې چوکۍ د همدوی په لاس کې دي او دوی د نورو برخلیک ټاکي. په دې منځ کې یو شمیر جوړجاړي کوونکي او غوړه مالان د نورو هیوادونو د جنایتکارانو او جنګي مجرمینو د بخښنې مثالونه ورکوي څو د تیرو درې لسیزو د جنایتکارانو جنایتونه سپین کړي، خو دوی له یاده باسي چې له اروپا څخه نیولې تر آسیا او افریقا پورې په هیڅ یوه هیواد کې هیڅ یو جنایتکار او جنګي مجرم که په دار ځړول شوی نه دی او په زندان کې له منځه تللی نه دی، لږ تر لږه په واک کې نه دی پاتی شوی، خو د افغانستان مثال د نړۍ په هیڅ هیواد کې نه تر سترګو کیږي. 

تیرې درې لسیزې د افغانستان د اوسني تاریخ تر ټولو خونړۍ او له جرم، جنایت او ظلم سره تړلې دي. په تیرو درې لسیزو کې د افغانستان پر وګړو هغه ظلمونه وشول چې ساری یې په تاریخ کې لیدل شوی نه و. د تیرو درې لسیزو ظلمونو او جنایتونو د چنګیز او هلاکو او سکندر لاسونه تر شا وتړل. د تیرو درې لسیزو جنایتکاران او مجرمین په دې ښه پوهیږي، چې دوی یوه ورځ هرومرو د خلکو لخوا محاکمه کیدونکي دي، خو د دې لپاره چې د خلکو له محاکمې څخه وتښتي، له خلکو څخه د سند غوښتنه کوي. دوی په پارلمان کې د تیرو درې لسیزو د جنګي جنایتکارانو د بخښنې منشور لاسلیک کړ او په دې توګه یې په خپله پر خپل ځان عریضه وکړه.

که له یوې خوا جنګي جنایتکاران د خپلو ځانونو د بخښنې منشورونه لاسلیکوي، له بلې خوا یو شمیر نور چې پوهیږي د جنګي جنایتکارانو محاکمه او د انتقالي عدالت پلي کول د یو شمیر هیوادونو، سازمانونو او کړیو لپاره د وسلې په توګه کار وکولای شي څو تورن کسان تل په خپل موټي کې ولري، د جنګي جنایتکارانو د محاکمه کولو تر نامه لاندې د پروژو جوړولو دنده خپله کړې او د دې لپاره چې له بهرنیو هیوادونو څخه پیسې لاس ته راوړي او خپل جیبونه ډک کړي، د جنګي  مجرمینو او جنایتکارانو محاکمه غواړي! دوی په دې ښه پوهیږي چې نه څوک د دوی خبره اوري او نه د دوی خبرې چا ته اهمیت لري، خو دوی د پروپوزل او پروژو د پوره کولو لپاره بیا هم نارې سورې وهي. تر اوسه لسګونه انجوګانې، سازمانونه او بنسټونه جوړ شوي او په دې لاره کې میلیونونه ډالره فنډونه ورکړل شوي، خو هیڅ یو جنګي جنایتکار یا مجرم خپلې سزا ته رسیدلی نه دی، آن دا چې هیڅ یو یې له خپلې دندې څخه هم ګوښه شوی نه دی. دوی له هغو کسانو څخه د عدالت پلي کول او د جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه کوي، چې هغوی په خپله دغه جنایتکاران واک ته ورسول او بیا یې هغوی ته پراخ واک او اختیار ورکړ څو د خلکو پر برخلیک لوبې وکړي. 

په داسې هیواد کې چې هر څه د بهرنیانو په کنترول کې وي او د هر کار لپاره د بهرنیانو اجازې ته اړتیا وي، د «انتقالي عدالت» پلي کول هم د هغوی لخوا تر سره کیږي او هر کله چې د دې کار د پلي کولو اړتیا ولیدل شي، که دوی وغواړي او ونه غواړي، «انتقالي عدالت» به په خپله پلی شي، لکه څرنګه چې په عراق کې د صدام په هکله تر سره شو او هغه ته د خپلو جرمونو او جنایتونو «سزا» ورکړل شوه.

د جنګي جنایتکارانو او مجرمینو په هکله انتقالي عدالت یوازې هغه وخت پلي کیدای شي چې یو هیواد له هر ډول خپلواکۍ څخه برخمن وي او د هیواد واکداران په خپل برخلیک برلاسي وي، نه دا چې د یوه کوچني کار د تر سره کولو لپاره د بهرنیو سفارتونو او د هغوی د سفیرانو اجازې ته ضرورت وي. تر هغو چې په هیواد کې اوسنی حالت دوام لري، تر هغه به د جنګي جنایتکارانو او مجرمینو محاکمه کول یوازې یو خیال او خوب وي، ځکه لا تر اوسه د «انتقالي عدالت» د پلي کولو او د صدام برخلیک ته د رسیدو لپاره اوږده لاره پاتې ده. بهرنیان د دې حق نه لري چې زموږ په هیواد کې د عدالت د پلي کولو او نه پلي کولو خبره وکړي، بلکې دا د افغانستان د خپلو وګړو حق دی چې جنګي جنایتکاران او مجرمین سزا ته ورسوي.   

هیچ نظری موجود نیست: