صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۹ اسفند ۹, دوشنبه

د مرغومی شپږمه: ښکیلاک څه ته وايي؟

د ۱۳۵۸ هجري لمریږ کال د مرغومي په شپږمه نیټه، ښکیلاکګر شوروي د خپلو لاسپوڅو او تالي څټو په مرسته په مستقیمه توګه پر افغانستان برید وکړ او زمونږ هیواد یې د خپلو مرییانو په مرسته، مستعمرې باندې بدل کړ. زمونږ هیواد خپل سیاسي، اقتصادي او ان فرهنګي خپلواکۍ او استقلال له لاسه ورکړ او په بشپړه توګه د شوروي چارواکو او مشاورینو په منګولو کې ښکیل شو او دا ښکیلتیا هومره زیاته شوه چې هیڅ چاره بی د شوروي له هدایت او لارښودنې پرته نه تر سره کیده او لاسپوڅی دولت عملاْ هغه سیاسي نانځکې ته ورته وه چې د کرملین چارواکو د خپلو ګټو او موخو لپاره لوبوله. او همدا و چې زمونږ باتور ولس ډیر ژر د شوروي د ښکیلاک په وړاندې راپاڅید او په مورچلونو او سنګرونو کې یې د استقلال او خپلواکۍ لپاره بی ساری قربانۍ ورکړی.


د دې تیري او جنایت کچه او هغه سرښیندنې چې زمونږ ولسونو د استقلال لپاره تر سره کړي، ټولو هیوادوالو ته څرګنده ده. خو ښکیلاک، لا هغه مسئله ده چې ښايي د تیرو تجربو په رڼا کې تر ارزونې او بحث لاندې ونیول شي، څو زمونږ هیوادوال د هغو دوکه مارو د چال او حیلې په لومه کې راښکیل نشي چې په بیلابیلو پلمو، لکه دموکراسي، بشري حقوقو، مدني ټولنو او... زمونږ پر هیواد یرغل کوي او بیا د یوې ښکیلاکګرۍ امپراتورۍ په بڼه لاسپوڅي دولتونه جوړ او پر ولسونو له هیڅ ډول جنایت ډډه ونکړي.

ښکیلاک عمدتاً په لاندې ډول راڅرګندیږي:

۱ . ښکیلاکګر دولتونه، د یو هیواد سیاسي او اقتصادي خپلواکي سلبوي، یعنې د هیواد ټولې سیاسي او اقتصادي چارې د ښکیلاکګر دولت لخوا رهبري کیږي. تر هغه چې د ښکیلاکګر دولت په زړه برابره نه وي، مستعمره هیواد نشي کولاې په اقتصادي او سیاسي چارو کې د ملي منافعې په چوکاټ کې حرکت وکړي. هر سیاسي حرکت: ټولټاکنې، شوراګانې، پارلمان، حکومت او په ټولیزه توګه دولت د ښکیلاکګر دولت او یا هم د هغې د مرستندویه هیوادونو په پیسو او مالي سرچینو مخې ته ځي؛ ان د وزیرانو، مرستیالانو، والیانو، رئیسانو او ولسوالانو ټاکل باید د ښکیلاکګر دولت هوکړه له ځان سره ولري. د یوه هیواد دولت د ښکیلاکګرو دولتونو له اجازې پرته نشي کولاې، خپل اقتصادي سیستم وټاکي، تړونونه لاسلیک کړي او یا هم داسې اقتصادي پروژې تطبیق او پلی کړي چې د ولسونو په ګټه وي.

۲. ښکیلاکګر دولتونه، د یوه هیواد اومه توکي، ارزان کاري ځواک، د توکو د پلورلو بازار په خپله ګټه کاروي او یا هم د یوه هیواد د جیوپولتیک موقعیت څخه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره کار اخلي، ان کې د دې موخی لپاره زرګونه بی ګناه ولسونه هم بلهاري شي، ښکیلاکګرو دولتونو ته څه اهمیت نلري.

۳. ښکیلاکګر دولتونه د دې لپاره چې خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي، په مستعمره هیوادونو کې اکثراً خپل لاسپوڅی دولتونه جوړوي، داسې بی توانه دولتونه چې ژر د خلکو او ولسونو په ذهنیتونو کې د لاسپوڅي دولتونو نوم اخلي. د دې لاسپوڅي دولتونو چارواکي، مکلف او اړ دي چې ډیرې کوچنی چارې هم، لکه د وزیر یا رئیس ټاکل د ښکیلاکګر دولت سره شریکه او اجازه یې تر لاسه کړي.

۴. ښکیلاکګر دولتونه، هڅه کوي چې د خپل شتون لپاره بیلابیلې پلمې ولټوي، څو د دغو پلمو له «برکته» وکړای شي په مستعمره هیوادونو کې خپلې پوځي اډې جوړې کړي او د یوه دایمې ګواښ په توګه راڅرګند شي. دا دولتونه خپلې څارګرې ادارې لري؛ د مستعمره هیوادونو د څارګرو ادارو سره مالي او لوژستیکي مرستې کوي؛ زندانونه لري؛ هر وخت چې وغواړي هر چیرې بی له دې چې د یوه هیواد دولت خبر ووسي، عملیات کولای شي؛ خپلې سرتیري زیاتوالی او کمولی شي؛ چارواکي یې بی له دې چې د مستعمره هیوادونو دولتونه خبر کړي، په خپل سر، هر وخت چې وغواړي له پوځي اډو څخه لیدنه کولای شي او د جګړې بیلابیل هدایات صادرولی شي.

۵. مشاورین د ښکیلاکګرو دولتونو یوه څرګنده ښکیلاکي نښه ده. هر کله چې ښکیلاکګر دولتونه یو هیواد اشغال کړي او خپل لاسپوڅی دولت واکمن کړي، نو دغه هیواد ته د مشاورینو جوپه راماتیږي. په هره اداره، په ځانګړي توګه په پوځي او امنیتي او اقتصادي او سیاسي ادارو کې په درجنونو درجنونو مشاورین په کار اخته کیږي، چې دنده یې یوازې او یوازې په بیلابیلو برخو کې د ښکیلاکي سیاست تطبیق دی.

۶. ښکیلاکګر دولتونه، د دې لپاره چې خپل ښکیلاکي سیاست تبلیغ کړي، اکثراً فرهنګي او رسنیزه چارې په مستقیمه توګه په خپل لاس کې اخلي او یا یې هم مالي ملاتړ کوي. د دې رسنیو له لارې کولاې شي د وخت په صورت کې خپلو لاسپوڅو چارواکو ته مثبت تبلیغ وکړي او یا هم د سرکاري او مزدي کارپوهانو له لارې خپل ښکیلاک د مستعمره هیواد د ګټو د خوندیتوب لپاره اړتیا او ضرورت ښکاره کړي.

دا د ښکیلاګرو دولتونه هغه لنډې ځانګړنې دي چې په اکثرو مستعمره هیوادونو کې تر سترګو شوي دي. ورته ځانګړنې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال زمونږ په هیواد کې هم تجربه شوي دي، چې «کی جی بی په افغانستان کې» نومي کتاب دې مسائلو او ځانګړونو یوه ښه بیلګه ده. نو هر کله چې دا ځانګړنې په هر هیواد کې ولیدل شي، بی له ځنډه باید پوه شو چې دا هیواد د ښکیلاکګرو دولتونو په منګولو کې ښکیل او یو لاسپوڅی دولت د دې هیواد استقلال پر خپلو بادارانو پلورلی دی.

هیچ نظری موجود نیست: