تیرکال د مارچ په اتمه نیټه، په بادغیس کې د دوو میرمنو سرونه پری شول، او په ورته وخت کې لودیځوالو دوو افغانو میرمنو ته د «شجاعت او زړورتیا» مډالونه ورکړل.
خبر شوم
ځناورانو
نن بیا
طناب راتاو له ورمیږه
چاړه کړه سره پر ګوګلونو
نن بیا
دوه سرونه پرې
پرې
او سل درې
درې
*
نن بیا
تغمې تغمې
نن بیا
انګار انګار
خبر شوم
چې ځناورانو
خوستۍ، پکتیانۍ، هراتۍ
وداړله
خبر شوم
چې ځناورانو
بادغیسۍ، کندهارۍ،
پنجشیرۍ، بدخشۍ
په خونړۍ پنجو کې
تار و مار کړه
خو تا،
پرون
- شاید همدا نن -
د هغوې سترګې
د سپینې ماڼۍ په درشل کې
ښخې کړى!!
*
خبر شوم
چې ځناورانو
ننګرهارۍ په غوجل کې له غوا سره تړلې
او د غوریانۍ ښایست، ښکلا، مینه او احساس په ډیران کې خخوي
چې بدنامه نشي!!
او ځناور د ځناورانو
د کابلۍ سر خروي
پوزه یې پرې کوي
چې "نارینتوب" یې ارضا شی!!
او هغه بل "دموکرات" ځناور
چیغه وهی: چپه شه
یو کلیمه هم و نه غږیږې
زه، د وینا د ازادۍ په اړه لیکم!!
*
خبر شوم
ځناورانو
نن بیا
طناب راتاو له ورمیږه
چاړه کړه سره پر ګوګلونو
نن بیا
دوه سرونه پرې
پرې
او سل درې
درې
*
خبر شوم
چې هغه ځناور بریتور" شاعر"، "هنرمند" او "ادیب"
کله چې ته په وینو کې لت پت شوې
خور ېې درته په شرابو لمدوله
د غزلو په قافیو کې یې ښکولوله
او د شعر په مصرعو کې یې زنګوله
او "حقوق پالو میرمنو"
د "میړانې او شجاعت"جایزې اخیستلې
او د "زړورتیا" مډالونه یې پر سینه ټومبول
او تا ته یې له زیړو شیطانانو نه
د "حقوقو" او "آزادۍ" سودا کوله
او ټپی ټپی زړه یې درته
د "آزادۍ" په بازار کې
خرڅو
لیلامو
*
خبر شوم
ځناورانو
نن بیا
طناب راتاو له ورمیږه
چاړه کړه سره پر ګوګلونو
نن بیا
دوه سرونه پرې
پرې
او سل درې
درې.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر