صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۹ بهمن ۲۳, شنبه

باب مارلي، د نړۍ معترض فریاد

رګه، د جامائیکا هغه انقلابي او ولسي موسیقي ده چې نه یوازې په لاتینې امریکا، بلکې په افریقا، اروپا، استرالیا او د شمالي امریکا په خلکو، ولسونو، هنرمندانو او دولتوالو باندې بیلابیله اغیزه درلودلې ده. د دې موسیقۍ منځپانګه او مضمون، د نورو هیوادونو په موسیقۍ زیات اثرات پریښودي دي او د میلیونونو خلکو له احساساتو سره همغږي، په هر ټولنیز او سیاسي اعتراض کې د عدالت، ایمان، ورورولي، انسانیت، دموکراسي او د فداکارۍ فریاد یې پورته کړی دی.

باب مارلي، هغه سندرغاړی دی چې د رګه موسیقي یې په بشپړه مانا نړیوالو ته وروپیژندله او داسې آهنګونه او نغمې یې پر شونډو زمزمه کړی چې د هیلي، مبارزې او د پرتم پیغام ورکوي. مارلي، یو له هغو ترانه ویونکو څخه دی چې د موسیقۍ په اډانه کې د هیلې او مبارزې سمبول ګڼل کیږي. په رګه موسیقي کې د نورو سندرغاړو لکه پیترتاش تر څنګ دا باب مارلی دى چې  په موسیقۍ کې یې د آزادۍ او مبارزې د کلیمو بلوا او لالهاندي په څرګنده توګه وینو او ترانې یې په ټولیزه توګه اعتراضي پیغامونه له ځان سره لیږدودي. د باب مارلي په ترانو کې همدا د  مبارزې او آزادۍ  شعار دی چې هغه په اویایمې لسیزې کې د جامائیکا د معترضو ځوانانو په اتل بدلوي.  

باب مارلی چې په خپله په یوه بیوزله کورنۍ کې زیږیدلی و، په دې پوهیده چې بیوزلي له کومو کړاونو او ستونزو سره مخامخ دي؛ نو له همدې امله په بریا سره وتوانید چې په خپلې موسیقۍ کې د جامائیکا د بیوزله ولس ژوند، نړیوالو ته انځور کړي. د باب مارلي موسیقي  یوازې د نڅا او ګډا موسیقی نه وه، بلکې د هغو خلکو آواز او غږ و چې په کلونو کلونو یې چا آواز نه اوریده – ان دې خلکو باور درلود چې خدای هم د هغوې آواز نه اوري - خو دا مارلي وو چې بی له ډاره یې د هغو کنګل شوی آواز د خپلو ترانو په لمبو کې په سپرغیو بدل کړ او د دې آواز د خلاصون لارې یې په ګوته کړی.

څنګه چې یادونه وشوه، له هغه ځایه چې باب مارلي د خپلو خلکو او پرګنو تر منځ اوسید، نو د اکثرو ترانو منځپانګه یې ټولنیزو مسایلو جوړوله. د دې لپاره چې وکړای شي له ولسونو سره نیغ په نیغه اړیکه ولري، د وړیا کنسرتونو نوښت یې تر لاس لاندې نیولی و. 

په ۱۹۷۶ کال کې، مافیایي ډلو او جنایتکارانو د جامائیکا ټاپو په فقیر میشتو سیمو کې  د جنایت او تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې زیاتوله؛ باب مارلي د دې لپاره چې د خلکو تر منځ مسکا وغوړوي، وړیا کنسرت په لاره اچوي، خو له کنسرت څخه څو ورځې دمخه یوه وسله واله ډله د مارلي په کور برید کوي، چې په دې برید کې یوازې باب مارلي لږ څه ټپي کیږي. مګر هغه له خپل وړیا کنسرت (جامائیکا، مسکی شه) څخه نه تیریږي او د نندارچیانو په ښادۍ کې د ورورګلوي او انساني ارزښتونو پیغام په ترانو کې زمزمه کوي.

باب مارلي،  له بهرنیو سره د جامائیکا د ځايي خلکو د اوږدې جګړې شاهد و او کومه بیعدالتي چې د هغه په هیواد کې  تیریده، هغې ته یې جرئت ورکاوه چې په خپلو ترانو کې دا وضعیت انځور کړي. له هغه ځایه چې  دولت  د ولسونو لپاره هیڅ ګټور کار نشو کولای، نو باب مارلي اړ شو چې د اعتراض په توګه په خپلې ترانې کې د خپلې ولسوالۍ ولسوال ووژني. هغه همدا ډول د هغه قرباني سرتیرو انځور وړاندې کاوه چې د برده ګانو او لکه د وحشي غواګانو په توګه د دولتوالو په فرمان د هغه څه لپاره خلک وژني، چې په خپله ورباندې باور نلري او بالاخره هم د اتلانو په توګه خاورو ته سپارل کیږي.

باب مارلي همدا شان د خلکو په اتحاد سخت باور درلود. هغه په دې اند و چې واکمنان نه پریږدي چې ولسونه سره متحد شي، ځکه چې د هغوې اتحاد، آزادي رامنځته کوي او آزادي د برده دارانو د واکمنتیا میز په اور کې سوځي. د «افریقا متحده شه!» په ترانه کې خپل دا باور داسې انځوروي:«افریقا، د ولسونو د ګټې لپاره متحده شه، مونږ ټول یو شان انسانان یو.»

د میرمنو حقوق، پر میرمنو تیری، د میرمنو استثمار، د میرمنو له مینې سره بی وفايي، د میرمنو درد او رنځ، د باب مارلي د ترانو یوه برخه وه. هغه باور درلود چې میرمنې باید نوره ژړا پریږدي او د ژغورنې لارې پیدا کړي. هغه په میرمنو غږ کاوه چې ښادي وکړي، متحد شي او نور نو د خپل زوي پر جنازې ونه ژاړي، بلکې د سیستم پر ضد پاڅیږي او ټول شیان سم کړي. هغه په یوه کنسرت کې میرمنې مخاطب کړې او داسې یې وویل :«ای میرمنو، مه ژاړئ! له ژړا سره ستونزه نه حل کیږي.»

د باب مارلي له اعتراضه ډکې ترانې همدا اوس هم د نړۍ په بیلابیلو لاریونونو کې پر شونډو زمزمه کیږي. د مارلي «افسانه»  نومې البوم چې د نوموړي له مرګ څخه دری کاله وروسته خپور شو، ۱۲ میلیونه نسخې یې وپلورل شوې، چې دا په خپله د باب مارلي د محبوبیت ښکارندوي کوي.

باب مارلي، د سرطان د ناروغۍ له امله د ۱۹۸۱ کال د مې په یوولسمه ورځ په میامي کې سترګۍ له نړۍ پټې کړی. د هغه وروستنی آهنګ او ترانه د «آزادۍ» ترانه وه، او خپل زوی، زیګي، ته یې وروستنۍ خبره دا وه چې:«په پیسو سره نشی کولای ژوند وپيرې.»

پاڅیږئ ای جنګیالیو
پاڅیږئ ای ولیدلو جنګیالیو
پاڅیږئ او بیا مورچلې ونیسئ
ځکه، هغه جګړه ماران چې تښتیدلي
د بلې جګړې لپاره ژوندي دي.
څوک چې څه کري، هغه به ریبي
زه پوهیږم چې خبرې مفته دي
هر څومره چې جګړه تیزیږي
د بریا خوند هومره ډیریږي
پاڅیږئ ای لویدلو جنګیالیو
پاڅیږئ او بیا مورچلې ونیسئ
ځکه چې هغه جګړه ماران چې تښتیدلي
د بلې جګړې لپاره ژوندي دي.

هیچ نظری موجود نیست: