صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۹ شهریور ۱۹, جمعه

عبدالرحمن محمودي د آزادۍ د لارې مخکښ مبارز


عبدالرحمن محمودی په ۱۲۸۸ کال کې د کابل ښار په تنورسازي کوڅې کې وزیږید. پلار یې د دولت ټیټ پوړی کارکوونکی و او نیکه یې د کتاب پلورلو هټۍ درلوده. محمودي په ځوانۍ کې هڅه کوله چې د خپل بیوزلي پلار د ژوندانه لګښتونه پوره اور ورسره مرسته وکړي. کله چې د هغه مور وفات شوه، هغه لرګي او سکاره پلورل او بل هر مجاز کار یې سرته رساوه څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. 
محمودي له دې ټولو ستونزو، کړاونو، لوږې او بیوزلۍ سره سره د کابل طبي پوهنتون ته لاره پیدا کړه او په ۱۳۱۶ کال کې ورڅخه فارغ شو. هغه د یوې مودې لپاره د هرات په روغتون او د څه وخت لپاره د کابل په علي آباد روغتون کې دنده تر سره کړه. محمودي د طبابت تر څنګ سیاست ته هم مخه کړه. هغه چې د خپل ولس واقعي خدمتګار و، غوښتل یې نه یوازې له فزیکي پلوه بلکې له ذهني، ټولنیز او کلتوري اړخه هم د خپل ولس درملنه وکړي.
د افغانستان سیاسي او ټولنیزو شرایطو محمودي سیاست ته ورننویست. بیوزلي او د هاشم خان حکومت بې سارې ظلم او استبداد نه یوازې محمودي بلکې هر پوه او بااحساسه ځوان پوزې ته رسولی و. په هغه وخت کې د لومړي ځل لپاره میرغلام محمد غبار د «زموږ اقتصاد» تر نامه لاندې لیکنې کې دغه چوپتیا ماته کړه، چې په پايله کې د وزیرانو مجلس لخوا احضار شو. د «اصلاح» ورځپاڼې مدیر مسوول محمد قدیر تره کی د نوموړې لیکنې د خپرولو په جرم له خپلې دندې لیرې کړای شو. سلطنتي کورنۍ د هر روښن اندي په وړاندې جدي غبرګون ښکاره کاوه، خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې په ډیرو هیوادونو کې نويو سیاسي غورځنګونو سر راپورته کړ او ګوندونه جوړ شول، سلطنتي کورنۍ هم مجبوره شوه په هیواد کې دموکراسي اعلام کړي.
ډاکتر عبدالرحمن محمودي د همدې دورې یوه تر ټولو ځلانده روښن اندې څیره ده چې په خپلې میړانې او پوهې سره یې وکړای شول نور روښن اندي پر خپل ځان راټول کړي. د هغه شخصیت هومره د پام وړ و چې ټولو د هغه وخت ټولو مورخانو او روښن اندو ورته احترام درلود.
ډاکتر محمودي د لومړي ځل لپاره د ۱۳۲۷ کال د ښاروالۍ په ټاکنو کې د افغانستان سیاسي ډګر ته ورننوت. هغه په خپلو عمومي ویناو کې انتقادي خبرې مطرح کولې چې د کابل ښاریانو له تود هرکلي سره مخامخ کیدو. دې کار د محمودي ټولنیز ارزښت په ډاګه کړ، خو په کراتو د خپلو انتقادي او تندو ویناو له کبله بندي شو. 
کله چې هاشم خان له حکومت څخه لیرې شو او شاه محمود خان د هغه پر ځای واک ته ورسید، سیاسي فعالیتونو ته وخت ورکړل شو. سیاسي ګوندونو او آزادو خپرونو یو په بل پسې سر راپورته کړ. د «ویښ زلمیانو ګوند» د محمد رسول خان پښتون په مشرۍ جوړ شو، «حزب وطن» د میرغلام محمد غبار لخوا تاسیس شو او عبدالرحمن محمودي هم د «حزب خلق» بنسټ کیښود. له هغه ځایه چې هغه تل د ولس او بیوزلو فکر درلود، له دې کبله یې د خپل ګوند نوم «حزب خلق» او د جریدې نوم یې «ندای خلق» کیښود. د دغې خپرونې د امتیاز خاوند په خپله محمودي و. 
ډاکتر عبدالرحمن محمودي د ملي شورا په اوومې دورې کې (۱۳۲۸ تر ۱۳۳۱) د کابل ښاریانو ۱۴۰۰۰ رایې خپلې کړې او پارلمان ته یې لاره پیدا کړه. هغه په پارلمان کې د سلطنت لخوا د ظالمانه قوانینو په وړاندې په میړانه ودرید او تل به یې له دموکراسۍ څخه ملاتړ کاوه. محمودي د دغې شورا په اتمې دورې کې له ټاکنو څخه دوه ورځې وړاندې بندي شو. محمودي د شورا د اتمې دورې (۱۳۳۱ تر ۱۳۳۳) له پيلیدو څخه وړاندې یو وار بیا د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د سلطنتي نظام په وړاندې تندې او انتقادې خبرې وکړې چې نظام زغملی نشوې. له دې کبله، هغه له شپاړلس نورو مبارزانو سره یو ځای د ۱۳۳۱ کال د چنګاښ په ۱۸ بندیان شول.  
میرغلام محمد غبار او د وطن ګوند یو شمیر غړي او ډاکتر رحیم محمودي کلونه په زندان کې پاتې شول. یوازې څوک چې تر پایه په زندان کې پاتې شو، هغه محمودي و، هغه هیڅکله تسلیم نشو، او سره له دې چې سخت ناروغ و، پر خپل فکر او باور تر پایه ولاړ و. ویل کیږي چې هغه په زندان کې «خپل نظرات د پیازو په اوبو او د ګوګړ په ډکي لیکل او د خپلې بسترې لاندې یې پټ ساتل». محمودي له خوشې کیدو وروسته لا یوه اونۍ په کور کې تیره کړې نه وه چې د علي آباد په روغتون کې د تلې په دویمه نیټه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
ډاکتر عبدالرحمن محمودي د افغانستان د مبارز او روښن اندي غورځنګ یوه تر ټولو ځلانده څیره ده چې د لومړي ځل لپاره یې په هیواد کې د پرمختللي او مترقي غورځنګ بنسټ کیښود. د محمودي د کورنۍ زیات غړي لکه رحیم محمودي، لطیف محمودي، عبدالله محمودي او یو شمیر نور د هغه د فکر او اندیښې لارویان پاتې شول.

هیچ نظری موجود نیست: