صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۸۹ مهر ۳, شنبه

اوس نو افغانستان د جګړې اصلي ډګر دی

له عراقي خاورې څخه پنځه نوي زره امریکایي سرتیري هغه وخت رابهر شول چې د دې هیواد ولسمشر بارک اوباما د اګست په یودیرشمه نیټه په عراق کې په اصطلاح د امریکا د جګړه ایز ماموریت پای ډاګیزه کړه. اوباما د هغه میز له شا دا ټکی اعلام کړ چې سلف یې د دوه زره دریم کال د مارچ په شلمه نیټه د عراقي خاوري په لور د امریکا د ستر جنګي ماشین د ورخوځیدلو اعلام کړی و. که څه هم چې ویل کیږي امریکا خپله وروستۍ جګړه ایزه لوا کور ته راستنه کړې ده خو اوس هم په عراق کې نژدې پنځوس زره سرتیري او سمندري ځواک لري چې د امریکایي چارواکو په وینا، عراقي امنیتي چارواکو سره به د "مستشار" او "مرستندویانو" په توګه کار کوي. په داسې حال کې چې همدا اوس هم په عراق کې د افغانستان پرتله ډیر ولسي وګړي د چاودنو او ډزو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي خو له ستراتیژیک پلوه د امریکا په پوځي تګلارې کې دا اوښتون په دې معنا دی چې افغانستان تر بل هر وخت د جګړې اصلي محراق ګرځیدلی دی. اوباما تر ولسمشر کیدلو وار د مخه په ډاګه کړې وه چې د افغانستان جګړه به د هغه بهرنۍ تګلارې ټاکونکي برخه وي او په دې لړ کې به تر بل هر وخت زیات امریکایي سرتیري افغانستان ته واستوي او همداسې هم وشوه ځکه چې اوس مهال 120 زره امریکایي سرتیري زموږ هیواد کې په داسې جګړه کې ښکیل دي چې پایله یې نه تر سترګو کیږي او ورځ تر بلې زموږ د هیواد ملي ښیرازه شکوي او افغانان د غم پر ټغر کښینوي. 

په لومړي سر کې د جورج بوش او ټوني بلیر د ادارو چارواکو او لویو کمپنیو پورې تړلې رسنیو نړیوالو ته په یوه خوله د عراق د ډله ایزې وژنې د وسلو په وړاندې "خبرداری" ورکاوه او ټول یې د دې ټکي منلو ته اړ ویستل چې "نړیواله ټولنه" وړاندې له دې چې اوبه له ورخه واوړي، باید د عراقي ګواښ د ځپلو لپاره ګام پورته کړي. همدا وه چې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر او د خلیج د لومړۍ جګړې په موده کې د امریکایي پوځ لوی درستیز کولن پاول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په ترڅ کې مضحکه ډرامه تمثیل کړه او د عراق د بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو د توکیو د "بیلګو" په وړاندې کولو سره یې د عراقي ګواښ په هکله ګنې د نړۍ د عامه افکارو اقناع لاس ته راوړله. د عراق له نیواک څخه د اووه کلونو په تیریدو سره اوس هم متحد ایالتونو نشي کولای د عراق د ډله ایزو وژنو د وسلو په تړاو د هغه کوچني بوتل په اندازه شواهد هم نړۍ ته ور په ګوته کړي چې کولن پاول د امنیت شورا په غونډه کې وړاندې کړي ول.  

د متحدو ایالتونو په لاس د عراق د نیواک اووه پر له پسې کلونو ګڼ شمیر بوږنونکي میراثونه هم د تاریخ په پاڼو کې ثبت کړي دي: تر بل هر څه، د دې نیواک د انساني ناورین ابعاد د ابوغریب مخوف زندان بیانولی شي، او هغه نژدې دوه لکه عراقیان چې له ژونده بې برخې شوي دي او یا د عراق هغه مادي او معنوي لاس ته راوړنې چې د دې جګړې د اور په لمبو کې لو لپه شوې دي. دا جګړه چې تر اوسه یې امریکا د ترسره کولو لپاره د اته سوه ملیاردو ډالرو بیه پرې کړې ده، د عراق د بډایه موزیمونو په لوټ او لوټه کیدلو سره پیل شوه، چې د وتلې لیکوالې ناومي کلاین په وینا دا د عراق د اقتصاد د لوټمار سمبولیکه ننداره وه. دا هم بې له شکه چې د امریکا اقتصادي کړکیچ د دې لامل ګرځیدلی دی چې امریکا دې دمګړۍ په عراق کې خپل پوځي حضور یوازې هغه برید ته محدود کړي چې خپلې ګټې خوندي وساتي. 

دا لومړی وار نه دی چې امریکا په عراق کې د جګړه ایز ماموریت پای اعلاموي. بوش هم د دوه زره دریم کال د مې په شلمه نیټه په عراق کې د جګړې د اصلي پړاو پای اعلام کړ خو وروسته په ډاګه شوه چې دا تازه د جګړې پیلامه وه او داسې پړاو هم راورسید چې په عراق کې د امریکا نژدې دوه سوه زره سرتیري په پراخې جګړې کې ښکیل شول. هغه مهال بوش د ابراهام لینکلن د جهاز وړونکي بیړۍ پر عرشې امریکایي سرتیرو ته د جګړې د پای په زیري ورکولو سره وویل چې امریکایي سرتیرو بغداد ته د رسیدلو لپاره دعراق خاورې ۵۰۰ کیلومتره داسې چټک تر پښو لاندې کړل چې د نړۍ تاریخ کې یې ساری نه و لیدل شوی. بوش په وینا کې سرتیرو ته زیاته کړه چې تاسو نړۍ ته د امریکا د وسله وال ځواک مهارت او د مټ زور ور په ګوته کړ. د بوش له وینا سره سم، ګویا ټوله نړۍ باید د امریکا له هیبت او شامت څخه ولړزیږي او ګنې د نړۍ ګوټ ګوټ یې غلیم دی. د بوش وینا د امریکا له هغه پوځي دکترین سره اړخ لګوي چې د سړې جګړې د مودې په پای کې چې هومره سړه هم نه وه او په ترڅ کې یې کوریا، ویتنام، لائوس، کامبوج، افغانستان، ایران او عراق او نورې سیمې د جګړو شاهدې وې، امریکایي پوځي کارپوهانو به تل دا ویله چې امریکا دې د دوه سیمه ایزو جګړو د جوخت ښکیلتیا لپاره چمتو وي چې اشاره یې عمدتاْ د عراق او شمالي کوریا شا و خوا سیمو ته وه.  

د عراق په زړه کې د پنځه سوه ملیاردو بشکو تیلو خوندي زیرمو څخه زړه شکول هغه څه نه دي چې د امریکا تاریخ یې ګواهي ورکړي. دمګړۍ، عراق د ورځې څه باندې دوه میلیونه بشکې تیل صادروي چې د ګټې ستره برخه یې د زمري د برخې په څیر د زبرځواک په برخه کیږي. متحد ایالتونه چې له لومړي سره د فرانسې او آلمان له مخالفت سره مخ وو، د عراق د غنایمو په ویش کې میم زر ما ټوله زما وکړه او آن د بریټانیا په څیر د سمڅې یار یې هم تش لاس وشړو چې له امله یې بریټانیا خپل سرتیري له عراق نه په شا کړل او کارګر ګوند ټوني بلیر د واک له ګدۍ ښکته او ګورډن براون یې ځایناستی شو. متحد ایالتونو چې د انرژي د زیرمو لپاره نه ماتیدونکې تنده لري، هر هغه ځای ته چې د انرژۍ زیرمې په کې خوندي وي، لښکرې لیږلي او په دې لړ کې د نړۍ په ۱۵۰ هیوادونو کې یې شا و خوا دوه میلیونه سرتیري پراته دي. دا هر څه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د ناټو مشر قوماندان امریکایي جنرال ډیویډ پټریوس په ډاګه کړه چې جګړې په افغانستان کې تر بل هر وخت زیات زور اخیستې دا ځکه چې اوس هغه ټول دیرش زره تازه دم سرتیري افغانستان ته رارسیدلي چې اوباما یې د تیر کال په سپتمبر میاشت که د راستولو هوډ کړی و.

هیچ نظری موجود نیست: