صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

افغانستان، د بردګانو هیواد

افغانستان څه باندې لس کاله وړاندې د «بشري حقونو د اتلانو» لخوا تر تیري لاندې راغی. له دې تیري سره جوخت د «دموکراسۍ» خونړۍ منګولې زموږ د ولسونو پر بدن ښخې شوې او پوره لس کاله کیږي چې له وژنې، بردګۍ، سپکاوي، اسارت، ځورونې او شکنجې پرته په دې ټاټوبي کې بل څه نه تر سترګو کیږي.

ماشومان د دې تیري او «بشري حقونو» لومړني قربانیان دي چې په ډیرې بیرحمۍ یا وژل کیږي، یا هم له لوږې او یخنۍ مري او یا هم د بردګانو په شان د زبیښاک ګرو په کارخانو او بټیو کې کار کوي؛ اوسني مِتیازن امریکايي سرتیري یې په بمباریو او ډله ایزو وژنو کې په قتل رسوي، طالبان ورته د انتحار واسکټ وراغوندي، جګړه ماران ورباندې جنسي تیری کوي او جنایت سالاره مافیايي واکمنې ډلې یې اختطافوي؛ د بیوزلۍ او فقر له امله په یخنۍ کې مري. په ټول هیواد کې دا مهال نږدې یو نیم میلیون ماشومان د «کار» هغه بردګان دي چې په وحشیانه او بیرحمانه ډول تر ستم او ظلم لاندې ژوند کوي. یوازې په کابل کې ۵۰ زره ماشومان د بردګانو په څیر د خښتو په بټیو کې د لوټمارو په لاسونو کې ښکیل دي او په داسې ناتار او بلوس کې ژوند تیروي چې د بهرنيو ټوپکوالو په پراخه شتون او د میلیاردونو ډالرو په لګښت سره، هغه د شرم او خجالت توره رټه ده چې د دې نیواک ګرو د تیري منځپانګه په ښه ډول بربنډوي. د دې بټیو کوچني کارګران چې اکثره یې له پنځه کلونو ډیر عمر نلري، سهار وختي مټې رانغاړي او د ماښام تر تورتم پورې خوله تویوي، کار کوي، ښکنځلي اوري او سپکاوی ورته کیږي. 

 د دې ماشومانو د ژوند او کار وضعیت دومره دردناک او له ناورین څخه ډک دی چې ان د فریدریش ایبرټ ټولنې رئیس فرانک هنتک هغه د «نړیوالې ټولنې» او د دې ټولنې دوست دولت ته د شرم وړ بللی دی. هغه وايی: «یوازې د پلازمینې په شل کیلومترۍ کې چې هلته زرګونه تنه ملي او نړیوال کسان د «بشري حقونو د دفاع» لپاره کار کوي، د شرم ځای دی چې څه باندې ۵۰ زره ماشومان د خښتو په بټیو کې د اسارت او مرییتوب لاندې دي او شاقه کارونه تر سره کوي.» د فرانک دا وینا په خپله څرګندوي چې د ټولو هغو بنسټونو، ټولنو او انجوګانو مشران او چلوونکي چې د «بشري حقونو» او د ماشومانو په نامه «د انساني مرستو» په بازار کې ګرم نڅیږي او ګډیږي، ټول هغه دروغجن او زموږ د زیارکښانو تیرایستونکي انسانان دي چې د خواري کښو او بیوزلو انسانانو په لوټ او تالان کې له «نړیوالې ټولنې» سره مل او ملګري دي او له همدې امله د دې «ټولنې» منندوی دي.

هغه راپور چې د فریدریش ایبرټ ټولنې خپور کړی، جوتوي چې په کابل او جلال آباد کې د بټیو ۶۵ سلنه کارګران ماشومان دي چې په کې ۵۸ سلنه هلکان او ۲۲ سلنه نور یې نجوني دي. دا کوچني کارګران په اونۍ کې ۷۰ ساعته کار کوي، په داسې حال کې چې د «کار قانون» (چې د پانګوالو او شتمنو په ګټه جوړ شوی) له مخې په اونۍ کې د کار ساعتونو حداکثر ۴۸ ټاکل شوي دي. دا په خپله ښکاره کوي چې د افغانستان اوسني قوانین د زیارکښانو او په ځانګړي توګه د کارګرانو په ګټه نه دي، ځکه کومه اجراييوي بڼه نلري او درلودلی یې هم نشي. 

دا کوچني کارګران په داسې حال کې د مرییانو او بردګانو په شان پانګوالو ته (چې د «نړیوالې ټولنې» وسله وال ملاتړ له ځان سره لري) کار کوي چې زرګونه نور ماشومان یا له لوږې یا له یخنۍ او یا هم له ناروغۍ مري. د ماشومان د ملاتړ دفتر، وروستی نړیوال راپور څرګندوي چې افغان ماشومان د نړۍ پرتله د ژوندي پاتې کیدو تر ټولو خراب فرصت لري او  هره ورځ ۲۶۵ ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، د هغو ناروغیو له امله مري چې د وقایې وړ دي. په دې کې د کوچنیانو ۲۱ سلنه مړینه د سینه بغل او ۱۴ سلنه یې د اسهالاتو له امله ښکاره شوې او زیاته شوې چې په سلو کې ۵۹ ماشومان له شدیدي خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

دا شمیرې ښکاره کوي چې ارتجاعي جګړه او هغه هم ښکیلاکي جګړه هیڅکله نشي کولاې ولسونو او زیارکښانو ته هوساینه، آزادي او برابري ورکړي. په تیرو لسو کلونو کې امریکا او ۴۸ نورو هیوادونو د بدمرغۍ، رنځونو، کړاونو، خوارځواکۍ، قتل، وژنې، اسارت، مریتوب، جاسوس پالنۍ، نوکرۍ او ښکیلاکمینې پرته دې ماشومانو او په ټولیزه توګه افغان ولس ته څه نه دي ورکړي او د «بشري حقونو اتلانو» دا هیواد د بردګانو په هیواد بدل کړی دی. بردګي یوازې هغه وخت له منځه ځي چې ولسونه په خپله د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره راپورته شي او د خپلواکۍ په اډانه کې د داسې ټولنې لپاره مبارزه وکړي چې هلته نور انسانان په بیوزلي او شتمن ونه ویشل شي او ټول انسانان له یوه بل سره په برابرۍ کې ژوند وکړي.

هیچ نظری موجود نیست: