د امریکا متحد ایالتونه هر کال د مډالونو په تور بازار
کې د بنیامین زافانیا په وینا یو شمیر مخور کسان پیري او پلوري. دا نیواک ګر هیواد هڅه کوي د
دې مډالونو په ورکولو سره له یوې خوا خپله ښکیلاک ګره څیره پټه کړي او
له بلې خوا د نورو هیوادونو، په تیره بیا د دریمې نړۍ هیوادونو «مبارزان» په خپلو نانځکو او
ګوډاګیانو بدل کړي.
د همدې جایزو په لړ کې امریکا هڅه وکړه چې د ۲۰۱۱ کال د
زړورو میرمنو نړیواله جایزه، میرمن بثینه کامل ته ورکړي. بثینه کامل هغه مصري څیره
ده چې د دې هیواد له وروستیو پاڅونونو وروسته یي د مصري ولس په منځ کې محبوبیت پیدا کړی دی. کله چې میرمن
بثینه کامل خبر تر لاسه کوي چې ټاکل شوې دا جایزه نوموړې ته ورکړل شي، د «نه!»
ویلو په ترڅ کې د دې جایزې په اړه یې وویل:
دا جایزه د متحدو ایالتونو له
لورې راځي، هغه هیواد چې د انقلاب په ځپلو کې یې په غیرمستقیم ډول لاس درلود او
هغه وسلې چې د مصري معترضینو په ضد وکارول شوې، د دوې لخوا ورکول کیدې، ځکه هغه
نشي کولای داسې یوه جایزه ومني چې د شهیدانو په وینو سره ده.»
له هغه وروسته چې بثینه کامل دا جایزه رد کړه، د ولسونو
په منځ کې یې محبوبیت لا زیات شو او یو تن پلوي یې د فیس بوک په ټولنیز جال کې
ولیکل چې بثینه له سلو نارینه څخه هم زړوره ده، او یوه بل تن ولیکل چې زه واقعاً د
هغې دریځ ته درناوی لرم، ځکه هغه زموږ فکر او باور ته درناوی لري.
خو پوښتنه دا ده چې ولې زموږ په هیواد کې ځینې میرمنې بې
له دې چې د امریکا جنایتونه یې لږ هم وځوروي او هغه مِتیازې چې دغه وحشي
جنایتکاران یې د افغانانو پر جسدونو کوي د دوې کرکه راوپاروي، د سوالګرو او خیرات
غوښتونکو په څیر د سپینې ماڼۍ پر درشل تندی ږدي او د هغوی په وینو لړلي مډالونه
اخلي او ورباندې ویاړي؟!!
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر