صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

موږ باید خپل دولت جوړ کړو!


هر چیرې چې ستم وي، هلته اعتراض وي. اعتراض بیلابیل ډولونه لري، خو موسیقي هغه هنر دی چې کولای شي له پراخو اعتراضي غورځنګونه سره تر بریا پورې ملتیا وکړي او د ولسونو په راپارولو سره د زبیښاک او استعمار په وړاندې مبارزه لا ګړندۍ کړي. رپ موسیقۍ چې د امریکا د تورپوټکو له کوڅو او واټونو سر راپورته کړی، د موسیقۍ هغه ډول دی چې منځپانګه یې د نورو پرتله زیاته د ستم، تیري، زورواکۍ، تبعیض، اشغال او جګړې په وړاندې متمرکز ده.

وروسته له هغه چې د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې امریکايی نیواک ګرو پر ویتنام برید وکړ او دې وحشیانه اشغال او نیواک په نړیواله کچه د امریکایي امپریالیزم په وړاندې کرکه لا زیاته کړه، دننه په امریکا کې هم طبقاتي تضادونه لا زيات شول او تورپوټکو عملاً د امریکا د امپریالیستي پانګوالۍ په وړاندې د اعتراض لاره ونیوله او ورسره جوخت د رپ موسیقۍ هم په بی ساري توګه د هارلم او نیویارک په کوڅو کې د اعتراض هنګامې پورته کړې.

۱۹۷۹ كال د رپ موسيقـۍ د بريد د ماتيدنې كال و. نوره دا موسيقي يوازې د هارلم او نيويارك په كوڅو كې نه غږيدله، بلكې له امريكا ووتله او نورو هيوادونو ته يې آواز ورسيد. په همدې كال كې رپ موسيقي بازار ته هم لار ومونده. پانګوالو چې د دې موسيقي خطر د ويكتور خارا په وينا له يوه وسله وال چريك  سره پرتله كاوه او د هغه ضرب او  د كليمو تون يې د بمونو چاودنه ګڼله، هڅه پيل كړه چې دا موسيقي په بازاري هوسونو ككړه او پاڅونكی خصلت یې ووژني.

په ۱۹۷۹ كال کې داسې يوه سوداګريزه رپ ترانه ولوستل شوه چې په كې د ښادۍ او جشن نيولو خبرې کیدې او په دې یې ټینګار کاوه چې د نورو خلکو له دردونو باید تیر شو او خپله خوشالي ولمانځو؛ «برادر دي» د دې ترانې په غبرګون كې د «څنګه تور ملت راپاڅوو؟» ترانه وويله:

ستا جشن كيداې شي ډير ژر پای ومومي
كله چې هغوې يوه ورځ له غرمې وروسته،
د هغوې په وينا، د «تور كوڅه ډبي» په كتار كې ودروي
او په داسې حال كې چې ته شپه سهاروې
دا هيواد لا د ښي لاسو په منګولو کې ښکیل کیږي
نو له اوسه ځان چمتو كړه
او يا د تيښـتې لار ونيسه
ځكه چې په پوليسي دولت كې، هيڅ جشن مشن نشته

د«ګرنډ مسټر فلش» او د «فوريس فايف» ډلې ترانه چې «پيام» نوميږي، هغه ترانه ده چې نړيوال شهرت يې موندلى دى. په دې ترانه كې د بيوزلو ولسونو او زياركښانو ژوند انځور شوی دی. دا په کې انځور شوي چې څنګه له پانګوالي سيستم څخه پوزې ته رسيدلي خلک ورو ورو لاس وسلې ته وړي:

وسله په لاس کې ټینګه نیسم
ځكه چې زما د وژلو تكل يې كړى
ما ته دیكه مه راكوه، حوصله مې پاې ته رسيدلې
كوښښ كوم وروستی سيم ونه وهم
دا ځای د يو ځنګل په شان دی
او ځينې وختونه تعجب كوم
چې څرنګه كولاى شو ځان روغ رمټ وباسو.

«برادر دي» هغه رپ سندرغاړى دى چې د استعمار ضد ترانې يې ويلي او په دې باور و چې ولسونه یوازې هغه وخت کولای شي خلاصون ته ورسیږي او له وژنې خلاص شي، چې خپل دولت جوړ کړي او ښکیلاکګر له واکمنۍ څخه راکوز کړي:
د نننۍ نړۍ ډيری ستونزې، 

خصوصاً هغه ستونزې چې زموږ ولس ورسره مخامخ دى
د ښكيلاك د تضاد ښكارندوى دي
اصلي مسئله، د واكمنۍ مسئله ده
زموږ موخه بايد واكمني وي
توكم پالنه زموږ د اوسنۍ ناتوانۍ پايله ده
په دې وضعيت كې طبيعي توپيرونه په زبيښاك كې رول لوبوي
د برابرۍ تر لاسه کولو لپاره د جګړې خبره اكثراً مطرح كيږي
خو له ځان څخه وپوښته،
 اصلاً دوې څه ارزښت لري چې وغواړو ورسره برابر ووسو؟
كوښښ وكړه چې بهرنی كنټرول له منځه یوسئ
موږ بايد خپل دولت جوړ كړو
دا نوی نړيوال نظم ويني چې لكه ګل په غندلې را زرغورنیږي
د نړۍ د ټولو خلکو له مبارزو راپورته کیږي،
څو هغه څه چې په حقه خلکو پورې تړاو لري، رامنځته کړي
اصلي مسئله واکمني ده،
هر څه چې زغمو، لامل یې د واکمنۍ نه لرل دي
بی له واکمنۍ، وژل کیږو
زموږ موخه باید واکمني وي.

هیچ نظری موجود نیست: