صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

«امنيتي تړون» د اسارت بله کړۍ


   د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک شو، چې د دغه سند پر بنسټ، دواړه هیوادونه به له 2014 کال وروسته، د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کوي.

وړاندې له دې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک شي، د حکومت لخوا رابلل شوې لویې جرګې ورته د خاوري د پلورلو په بدل کې د لاسلیک کولو «مشروعیت» ورکړ، ځکه د جرګې ټول غړي هغه کسان وو چې د امریکا تر اسارت لاندې ژوند ته په نیکه سترګه ګوري او شتون یې په افغانستان کې د «تمدن» په لور ګام بولي.

اوس هم چې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو خبره بیا ګرمه شوې ده، کرزي د دغه تړون د لاسلیک کولو په هکله په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل چې هغه به د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره لویه جرګه راوبلي او د ملت له «استازو» څخه به وغواړي څو د امریکایي سرتیرو د قضایي خوندیتوب په اړه ورته اجازه ورکړي! ولسمشر زیاته کړه چې هغه ډاډمن دی چې «استازي» به د دې کار لپاره اجازه ورکړي!

امنیتي تړون چې په حقیقت کې د ستراتیژیک تړون دوام دی، له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون لپاره «قانوني» لاره هواروي. جیمز وارلیک چې د تړون د لاسلیک کولو لپاره د امریکایي پلاوي مشري په غاړه لري، ویلي دي: «دغه سند په افغانستان کې د امریکایي پوځي ځواکونو د شتون د دوام لپاره د افغانستان د دولت په موافقې قانوني اډانه چمتو کوي.»

د امریکا او افغانستان تر منځ د «ستراتیژیک تړون» له لاسلیک وروسته، د افغانستان ختیځې سیمې د پاکستاني پوځیانو لخوا د سلګونو توپونو تر برید لاندې راغلې چې په ترڅ کې یې لسګونه هیوادوال شهیدان او سلګونه کورنۍ له سیمې وتښتیدې، خو امریکا له افغانستان څخه «دفاع» ونکړه ځکه د دواړو هیوادونو تر منځ د «ستراتیژیک تړون» سند د دوړو لاندې ورک شوی و!

نه «ستراتیژیک تړون» او نه «امنیتي تړون» چې د یوه بل بشپړ کوونکي دي، زموږ د ولس پر ټپونو پټۍ ایښودای شي، ځکه بهرني هیوادونه او په ځانګړي ډول امریکا او نورو سترو ځواکونو د دې لپاره زموږ پر هیواد یرغل کړی نه دی، چې موږ ته سوله، سوکالي، دموکراسي، د بشر حقونه او نور راولي، بلکې هر یو یې خپل ځانګړي لوټ کوونکي ستراتیژیک اهداف او موخې تعقیبوي، او د دې کار لپاره په افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګوي او خپل سرتیري قرباني کوي.

امریکا هغه ستر پانګه وال هیواد دی چې خپل ټول تاریخ یې له یوې ورځې جګړې پرته تیر کړی نه دی. دغه ټولې جګړې چې زیاته برخه یې د ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره تر سره شوي، د میلیونونو بیوزلو انسانانو وینې یې تویې کړي او د هیوادونو خپلواکي یې له منځه وړلې ده. همدا اوس د امریکا متحد ایالتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د 800 په شاوخوا کې پوځي اډې لري او د دوه میلیونو په شاوخوا کې سرتیري يې په دغو اډو کې پراته دي، څو د امریکا ګټې خوندي کړي او د خطر په صورت کې په څو ساعتونو کې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

افغانستان هم چې د دغه زبرځواک د آسیایي ستراتیژۍ یو تر ټولو مهمه سیمه او مهم هدف دی، د امریکایي سرتیرو اوږدمهال شتون ته اړتیا لري. دغه اوږدمهال شتون که په «قانوني» ډول وي، هم به «مشروعیت» ولري او هم به سرتیري په خپلو اډو کې په ډاډه زړه پراته وي، خو هغه څه چې به بیوزلي افغانان له دغه «تړون» څخه تر لاسه کړي، هغه به د مستبدو واکمنانو او خاینو مشرانو او چارواکو زورزیاتی وي چې د قانون او بهرنیو سرتیرو په ملاتړ به د خلکو وینې تویوي او ژوند به یې له لازیات ګواښ سره مخامخوي.

په تیرو یولسو کلونو کې د امریکایي او نورو بهرنیو سرتیرو شتون په افغانستان کې په ډاګه کړه چې ستر پانګه وال هیوادونه یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسي او چمتو دي د دغو ګټو د خوندي کولو یا لاسته راوړلو لپاره هیوادونه په کنډوالو بدل کړي. دغو سرتیرو او پوځي ځواکونو په تیرو یولسو کلونو کې زرګونه بې ګناه افغانان وژلي، د هغوی پر خټینو کورونو یې بمونه غورځولي، ودونه یې ورله په وینو لړلي، کروندې او بڼونه یې ورله ویجاړ کړي، په بند کې یې اچولي، په سپیو یې داړلي، د هغوی سپکاوی یې کړی، او داسې نور. په همدې اساس زموږ ځوریدلی ولس په هیڅ ډول نه غواړي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې اډې ولري او افغان وژنې ته دوام ورکړي.

له امریکاییانو سره د «امنیتي تړون» لاسلیک کول نه یوازې خلکو ته سوکالي راوستلی نشي، بلکې د اسارت کړۍ زموږ د کړیدلي ولس په غاړه لا نوره هم ټینګوي او د خلکو بدبختۍ او کړاونه لازیاتوي، ځکه هیڅ پیشو د خدای د رضا لپاره موږک نه نیسي!

هیچ نظری موجود نیست: