صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

فرانسوي یرغلګران د افغانانو تر څنګ د مالي ولس بمباروي

د فرانسې لوټمار او نیواکګر دولت یولس کاله کیږي چې زموږ پر ستمځپلي هیواد بمباري کوي او د دې یرغلګرو او تاړاکګرو بمونه هره ورځ افغان ولس سوځي او تري تم کوي. یولس کاله، دغه ستمګر دولت د امریکا د متیازنو سرتیرو تر څنګ زموږ په دردیدلي ټاټوبي کې «د ترهګرۍ ضد» او «بشري حقوقو» لپاره د «مبارزې» تر نوم لاندې، خلک وژني، او زموږ کلي او باڼدې، دښتې او بیدیا یې په سوځیدلو ځمکو بدلې کړي دي.

پانګوال دولتونه تل له اقتصادي کړکیچونو سره مخامخ وي او دغه کړکیچونه یوازې هغه وخت حل کیدای شي چې پانګوالان په نړۍ کې یو نوی اقتصادي انډول رامنځته کړي، او دغه انډول د جګړې، وژلو، لوټ، تالان او تاړاک پرته نه رامنځته کیږي. د همدې لپاره نړۍ یو ځل بیا باید د نویو راڅرګند شویو پانګوالو دولتونو او د پخوانیو پانګوالو دولتونو تر منځ چې په نړۍ اربابي چلوي، وویشل شي، او دا ویشل له جګړې پرته او هغه هم له خونړۍ جګړې پرته شونې نه دي.

فرانسه چې په تیر وخت کې د لویو ښکیلاکمینو څښتن وه، یو ځل بیا په لټه کې ده چې خپلې پخوانۍ ښکیلاکمینې تر لاسه کړي. د افغانستان په ښکیلاکګرې جګړې کې د بوختیا تر څنګ، فرانسې د لیبیا ښکیلاکګره جګړه په لاره واچوله او اوس یې په مالي کې د وینو ویاله جوړه کړې ده.
 
مالي چې د افریقا په وچه کې د کانونو بډایه هیواد دی، د ۱۸۹۲ ـ۱۹۶۰ کلونو تر منځ د فرانسې ښکیلاکمینه وه. په اته شپیته کلونو کې د فرانسې لوټمارو واکمنو طبقو د مالي ولس وزبیښو، د هغوی هیواد یې تالان کړ او په دې بیوزله ټاټوبي کې یې له هیڅ ډول تیري او ظلم څخه ډډه ونکړه.

اوس چې بیا د نیواکګرو تر منځ د نړۍ ویش پیل شوی، فرانسه هم د دې ویش یو لوبغاړی دی چې له ټولو تضادونو سره سره په ټولیز ډول د امریکا تر څنګ دریدلې او په یوه ډول د چین او روسیې ګټې ګواښي. دې لوټمار دولت له «القاعدې سره د جګړې» په پلمه د مالي بمبار پیل کړی او خپل سرتیري يې هم په دغه هیواد کې پلي کړي څو د مالي د ولس ضد او چوپړي دولت سره مرسته وکړي. امریکا، بریټانیا، المان او اروپايي ټولنې له دې یرغل څخه ملاتړ کړی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د تل په شان، د پریکړه لیک په صادرولو سره د دې جنایتکارو سرتیرو لاس په بمبارۍ، تیري او وژنې کې خلاص پریښودی دی او بی ځایه نه ده چې د ګااو ښار یو تن مالي چارواکی چې د «تروریستانو» مخالف هم دی، نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې «روغتونونه په بشپړه توګه ډک دي. د ښار دوه سړې خونې له جسدونو ډکې شوي دي.» په همدې حال کې بی بی سي راډیو هم راپور ورکړ چې د جنورۍ په دولسمه نیټه، فرانسوي سرتیرو ۱۲۰ تنه په مالي کې ووژل.

فرانسې دغه خونړۍ جګړه د «القاعدې سره د جګړې» په نوم پیل کړې ده، هغه «القاعده» چې فرانسه ورسره ملګرتیا لري. ارنست وولف او الکساندر لانتیه «د مالي شمال ته د فرانسې لښکر کاږل او په بمباریو کې د بی دفاع خلکو وژل» مقاله کې چې د نړیوال کیدو د مطالعې مرکز لخوا خپره شوې، لیکلي دي چې «له القاعدې سره د د موکراسۍ د دفاع لپاره د فرانسې ادعا شوی جګړه، بی له دې چې د خپلو بنسټیزو ګټو په اړه فکر وکړي، سوچه دروغ دي. لومړی باید پوه شو او یادونه وکړو چې فرانسه د القاعدې په اړه هیڅ کوم اصولي دریځ نلري. په ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا کې جهاد غوښتونکو ډلو د پاریس او د ناټو تر څنګ د قذافي رژیم ړنګ کړ او پاریس تل د النصرت له جبهې څخه چې د القاعدې یوه څانګه وه، ملاتړ کړی چې همدا اوس په سوریه کې د ناټو لخوا په نیابتي جګړې کې د بشارالاسد د ړنګیدو لپاره جنګیږي.»

دا ښکاره کوي چې «القاعده» له نیواکګرو ستره ستراتیژیکه ملګرې ده او دا «ونډه یز شرکت» د بیلابیلو امپریالیستي هیوادونو لخوا د خپلو تاړاکګرو موخو لپاره کارول کیږي، څه چې په افغانستان کې په څرګند ډول لیدل کیږي. د فرانسې ښکیلاکګري موخې په مالي کې د طبیعي زیرمو او کانونو تر څنګ د دې هیواد جیوپولتیک موقعیت کارونه ده. مالي د طلا او یورانیمو بډایه کانونه لري، په ورته وخت کې د لودیځي افریقا په زړه کې موقعیت لري چې له نایجریا سره ګډه پوله لري، هغه نایجریا چې د فرانسې «آروا» هستوي شرکت له ۱۹۶۸ کال راپدیخوا ۱۰۰ زره ټنه یورانیم ترې استخراج کړي دي.

د فرانسې ولسمشر ویلي دي چې «تروریستان باید پوه شي چې فرانسه نه د خپلو بنسټیزو ګټو لپاره، بلکې د خلکو او د مالي خلکو د حقونو د دفاع لپاره چې په آزادۍ او دموکراسۍ کې د ژوندانه غوښتونکي دي، تل چمتو ده چې عمل وکړي.» خو دغه برید د فرانسوا هولاند د هغه سیاست په سیوري کې پیل شوی چې په سیالیزه بازار کې د دې هیواد ځایتون موندنه نومول شوې ده، هغه سیاست چې پر مالي له برید څو ګړۍ وروسته له سندیکاګانو سره شریک شو او د سندیکاګانو اربابانو هوکړه وکړه چې فرانسې ته باید اجازه ورکړای شي څو په سیالیزه بازار کې بیا خپل ځای پیدا کړي، هغه سیالیزه بازار چې د ښکیلاک او تاړاک سیالي په کې روانه ده او د میلیونونو زیارکښو انسانانو د وینو په تویولو سره ځایونه په کې موندل کیږي.

دغه جګړه چې د کورنۍ جګړې له لارې پیل شوې ده او تر اوسه یې څه باندې ۴۵۰ زره کسان کډوال کړي دي، د فرانسې دولت امپریالیستي ګانګستریزم ښکاره کوي چې د وژلو، کډوالۍ، بیوزلي، اسارت، ناروغي، بدلمني او نورو ناخوالو پرته بله پایله نلري، څه چې امریکا، فرانسې او نورو ناتويي ځواکونو زموږ په هیواد کې خلکو ته ورپه برخه کړي.

هیچ نظری موجود نیست: