صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

د خپلواکۍ په نشتون کې طبیعي زیرمې د هیواد د بربادۍ سبب کیږي

 
افغانستان په خپلې سینه کې د طبیعي زیرمو له پلوه ډیر بډای دی خو ولس یې د نړۍ یو تر ټولو بې وزله او لالهانده ولس دی داسې چې زموږ د هیواد نوم تل له لوږې، تندې، دربدرۍ، ناروغۍ او کړاونو سره غوټه شوی دی.

په څو وروستي کلونو کې چې د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړوند سروې ګانې ترسره شوي دي دا په ګوته کوي چې زموږ هیواد څه باندې ۱۴۰۰ ډوله طبیعي مواد لري چې په سر کې یې مس، وسپنه،‌ سره، سپین زر، د ډبرو سکاره، تیل او کریمه احجار راځي او په ډله کې د یورانیم او لیتیوم په شان عناصر هم راځي چې د تکنالوژۍ په ډګر کې ورځ تر بلې ډیر کارول کیږي.

زموږ ولس چې له هرې سوړې مار چیچلی دی، او هر څه یې د لوټمارو جنګسالارانو، نیواکګرانو او یا پردي پاله عناصرو لخوا برباد شوي دي، له بده مرغه نشي کولای چې حتی د داسې بډایه طبیعي زیرمو په هکله چې ارزښت یې یو درې تریلیون ډالره اټکل کیږي، د هیلې احساس وکړي او د وګړو پر شونډو یې موسکا راخپره شي.

په داسې حال کې چې دولت په اصطلاح په دې لټه کې دی چې د افغانستان د معدنونو د تفحص او استخراج لپاره بهرنۍ کمپنۍ وهڅوي، خو د نړۍ د نورو بې وزله خو په طبیعي زیرمو بډایه هیوادونو تجربو ته په پام سره بهرنۍ کمپنۍ د افغانستان په تالان کې خپله بوټۍ وګټي، بهرني ځواکونه د ګڼ شمیر راپورونو له مخې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د کمیابه خاورو او د یورانیوم په څیر نورو عناصرو په راټولولو او بهر ته په انتقالولو بوخت دي.

تر اوسه چین د لوګر د عینک په ژړو (مس) کې چې ویل کیږي د اویا ملیارد ډالرو په ارزښت زیرمه لري،‌ د څه باندې څلور ملیارد ډالرو په ارزښت پانګونه پیل کړې او هند هم د بامیان د حاجي ګک د وسپنې په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده. د شبرغان د نفتو د تصفیې په موخه هم په پام کې ده چې یوه کمپنۍ په نږدې راتلونکي کې فعالیت پیل کړی. د کونړ،‌ بدخشان او پنجشیر زمرد، لاجورد او بیروج له پخوا د زورواکو لخوا لوټیږي.

سرکاري رسنۍ چې د وظیفې له مخې باید هر څه ګلِ ګلزار وښیي، د معدنونو په تړاو هم خپله دنده ګڼي چې د افغانستان زیارکښانو ته چې د پولۍ پړک ته ناست دي، زیری ورکړي چې که «امنیت څه نا څه ښه شي او یوه ډله فني پرسونل وروزل شي» نو افغانستان به د آسیا سویس شي.

په دې نړۍ کې چې پانګوال د سود او ګټې د زیاتولو لپاره د جګړو اور ته لمن وهي او د نړۍ هر ګوټ ته لښکري لیږي او ملتونه د غم په ټغر کښینوي، یو تر ټولو تریخ واقعیت دا دی چې هغه هیوادونه چې د افریقا د لویې وچې د کنګو په شان چې د نړۍ د الماسو ستر تولیدونکی هیواد دی، د نړۍ د بې وزله هیوادونو په ډله کې راځي او د کورنۍ جګړې د اور په لمبو کې سوځي. په تیرو لسو کلونو کې د کنګو د دموکراتیک جمهوریت نږدې دوه ملیون وګړي‌ د کورنۍ جګړې له امله وژل شوي او د ملیشه او ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په لاس پر کنګويي ښځو دومره تیری کیږي چې دې هیواد ته د جنسي تیري د پایتخت نوم ورکړل شوی دی. خو دا ترخه خبرونه د نړۍ د رسنیو په راپورونو کې ځای نه مومي‌ ځکه چې کنګو نه د امریکا سنډي‌ هوک دی او نه هم د بریتانیا د ملِکې د لمسي د واده رنګین مراسم. همدا شان عراق د خپلو تیلو د اور په لمبو کې لو لپه کیږي. مستبد صدام حسین د خپلې دیرش کلنې واکمنۍ په موده کې د اروپا او په ځانګړي ډول د فرانسې له هر ډول مرستې څخه برخمن و په دې شرط چې فرانسه د عراق د تیلو په غارت کې آزاد لاس ولري او بیا د همدې تیلو د حرص لپاره د هالي برتن پنتاګون پر عراق برید وکړ چې دا لسم کال دی چې ولس یې په خپلو وینو کې لمبیږي. فرانسې هم په دې وروستیو کې د مالي هیواد د سرو زرو پر زیرمو سترګې سرې کړې وې، له دې کبله یې ورباندې برید وکړ څو د دغه بیوزلي هیواد ولس چې د نړۍ له لسو بیوزلو هیوادونو څخه دی، نورهم وځپل شي.

له بل پلوه آی ام اف او نړیوال بانک چې د پانګوالو په استازیتوب د بې وزله هیوادونو په لوټولو بوخت دي، د خپلو لاسپوڅو له لارې هڅه کوي چې په هغه هیوادونو کې چې طبیعي زیرمې لري، د کورنۍ جګړې اور بل کړي او د تجزیې ګړنګ ته یې ورټیل وهي. ځکه چې په دې توګه توانیدلی شي چې د ځایي جنګسالارانو په تطمیع سره طبیعي‌ زیرمې پرته له خنډ او ځنډ په ډیره ارزانه بیه لوټ‌ کړي.

د دې لپاره چې د افغانستان په شان د طبیعي زیرمو له پلوه بډای هیوادونه برلاسي شي چې د طبیعي‌زیرمو د استخراج له لارې  ولسونه یې سوکاله شي، په لومړي سر کې باید د نیواکګرانو او د هغوی د لاسپوڅو استازو څخه خلاصون ومومي، د استعمار او استبداد پیټې له اوږو ښکته وغورځوي تر څو د ولسي او ولسواکه حکومت تر مشرۍ لاندې دسولې او سوکالۍ سرمنزل ته ورسیږي او خپل ټول مادي او معنوي امکانات د یوې انساني ټولنې د جوړولو په لاره کې وکاروي.

هیچ نظری موجود نیست: