صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

افغان میرمني د تاوتریخوالي په منګولو کې

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په داسې حال کې ورځ تر بلې په زیاتیدو دی چې بی شمیره کورنۍ او نړیوالې ادارې او بنسټونه د دغه ناوړه سلوک د له منځه وړلو لپاره د تیرو درې لسیزو او په تیره بیا د تیرو دولسو کلونو را په دې خوا په لکونو او ان میلیونونو ډالرو فنډ اخلي. د بیلګې په توګه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر بنسټ، د تیر کال پرتله د ښځو ضد تاوتریخوالې او ناوړې سلوک په سلو کې ۲۵ زیات شوی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د ښځو پر وړاندې هره ورځ د جنایتونو درې قضیې چې دوه یی جنسي تیری دی، تر سره کیږي. هره ورځ د افغانستان له بیلابیلو سیمو څخه داسې زړه بوږنوونکي راپورونه رسنیو ته رسیږي چې د ښځو ضد جنایت په کې په بربنډه توګه لیدل کیږي. کله ښځه په ډیرې بی رحمۍ سره له ټولیز تیري سره  مخامخ کیږي، کله ځان وژلو او ځان سوځولو ته اړ کیږي او کله یی هم غوږونه او ژبه پرې کیږي او کله هم سنګساریږي. د ښځو د زده کړې، له کور نه بهر کار کولو، روغتون ته تللو، په خپله خوښه واده کولو او داسې نورو آزاديو مخه نیول او محدودول د ښځو ضد د تاوتریخوالي تر ډیره حده منل شوې برخه جوړوي.

 که څه هم د افغانستان د ښځو زړه بریښوونکی وضعیت یو له هغو لاملونو څخه و چې امریکا او نورو هیوادونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان تیری وکړ. د ښځو د حقونو په اړه خبرې کول او اندیښنه څرګندول له ډیرې مودې راهیسې د «نړیوالې ټولنې» او په افغانستان کې دننه د زرګونو غیردولتي سازمانونو له خوا یو مود ګرځیدلی دی. خو دغه په اصطلاح د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکي هیڅکله پر ښځو د شویو ظلمونو او تاوتریخوالو بنسټیز او اصلی لاملونه نه په ګوته کوي. د دوی په نظر پر ښځو له پیړیو پیړیو راهیسي شوي ظلمونه او تبعیض یوازې جنسیتي بڼه لري او په دې باور دي چې د ریفورم او اصلاحاتو له لارې به دغه تبعیض له منځه ولاړ شي او ورسره به د ښځو ستونزې هم حل شي. که څه هم  د زده کړې ټیټه کچه، بیوزلي، کلتوري دود او باورونه، په ټولنه کې د نارینه واکمني او داسې نور د ښځو په وړاندې په نه باورونکي توګه د ناوړه او په ځینو برخو کې د غیر انساني وضعیت لامل ګرځیدلی، خو پوښتنه دا ده چې په داسې یو هیواد کې چې له درې لسیزو را په دې خوا د جګړو د اور په لمبو کې سوځي او دولس کاله کیږي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو د تیري له کبله یی ښځې او نارینه، زاړه او ځوانان او ماشومان هره ورځ له وژل کیدو او سپکاوۍ سره مخامخ دي، په داسې یو هیواد کې چې زیاتره وګړي یی د بیوزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي، روزګار نه لري، په داسې یو هیواد کې چې لاسپوڅی رژیم په کې واکمن دی او په هر ګوټ کې طالبان، جنګسالاران او نورې جنایتکاره ډلې په کې انډوخر کوي او په داسې هیواد کې چې وګړي یی ورځ تر بلې د بربادې خوا ته روان دي او په تیره بیا ښځې یی ځان وژنې ته مجبورې شوې دي، پر ښځو ظلم او د ښځو ستونزې، یوازې جنسیتي بڼه نشي درلودای.

هغه کسان چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي او ظلم ته یوازې جنسیتي بڼه ورکوي، که وغواړي یا نه، د مسئلي ملي او طبقاتي لاملونه له پامه غورځوي او په دې توګه نه غواړی چې په واکمن سیاسي او اقتصادي نظام کې بنسټیز بدلون راشي او په دې باور دي چې ښځې خپل حقوق به بورژوایي دموکراسۍ کې لاسته راوړلی شي.

د یوناما د رپوټ پر بنسټ له 1382 تر 1390 پورې د 133 ځان سوځونې، 333 ځان وژنې، 515 قتلونو، 451 جنسي تیري، 438 له کور څخه د تیښتې، 40 د ښځو قاچاق، 24 اجباري ودونه او د وهلو او ټکولو 23000 قضیې ثبت شوي، چې دغه قضیې په 1391 کال کې څو وارې زیاتې شوې دي. د روان کال په پیل کې له څلور زره څخه زیاتې د تاوتریخوالې پیښې ثبت شوي. تر ټولو تازه یې په دایکندي کې د پولیسو لخوا پر یوې نجلی تیری او په هرات کې د یوې بلې میرمنې وژنه ده.

دا ښکاره خبره ده چې د ښځو د حقونو لپاره د کمپاین په لاره اچول، د ورکشاپونو او سیمینارونو، د قوانینو جوړول او یا بل هر ډول اصلاح او ریفورم که هر څومره ښه او پراخه هم وي، نشي کولای د ښځو په ټولنیز او اقتصادي حالت کې بنسټیز بدلون راولي. دغه ټولې هڅې د دې لپاره دي چې د ښځو له انرژي او پټ پوتانسیل څخه د خپلو موخو او ستراتیژیو لپاره ګټل واخلي. د افغانستان اوسنی حالت په ډاګه کوي چې که له یو پلوه د تیري اصلي او لومړنۍ قربانیانې زموږ د هیواد ښځې او ماشومان دي، له بل پلوه د ښځو هغه لویه برخه چې په زړه بوږنوونکي اقتصادي حالاتو کې ژوند کوي، له هغې طبقې سره تړاو لري چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره، خپل ځواک خرڅولو ته اړ شوي او له همدې کبله باید په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او پر هغوی شوی ظلم له درې اړخونو وڅیړل شي: ملي ستم، طبقاتي ستم او جنسیتي ستم. او که د دغو درې ستمونو په ضد مبارزه ونشي، ښځې به ونکړای شي، برابر حقوق او آزادي لاسته راوړي.

هیچ نظری موجود نیست: