صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

احمد کایا، د ترکیې د پرمختللي، ژمن او معترض هنر برمیاله څیره


په داسې حال کې چې نږدې د پنځوسو هیوادونو سرتیري په افغانستان کې وژل او لوټل کوي او زموږ هیوادوال په بیرحمۍ د اسارت په کړیو کې راښکیل او یرغمل دي، هنر او ادبیات د هر وخت پرتله باید د ولس تر څنګ د جنایتونو او کړاونو په وړاندې ودریږي او د وسلې په توګه د غلیمانو په ضد وکارول شي.

دم مهال په افغانستان کې میشت بهرني سفارتونه د خپلو فرهنګي نوکرانو له لارې مبتذل، شنډ، ارتجاعي او ښکیلاکي فرهنګ، هنر او ادبیات تبلیغوي او د دې چارې لپاره یې څو درجنه تلویزیونونه او لسګونه راډیوګانې او سلګونه چاپی رسنۍ په لاره اچولې دي چې کار یې د ولسونو د ذهنیت مدیریت دی. د دې لپاره چې ولس بوخت وساتي او په شنډ او خنثی فکر او اند یې په اصطلاح سمبال کړي، په دې رسنیزو شبکو کې داسې هنر راڅرګندیږي چې د ښکیلاک د تداوم لپاره ګټور تمامیږي. په دې وروستیو کلونو کې ترکي سریالونه چې ارتجاعي ډکون، ماهیت او منځپانګه لري، په تلویزیونونو کې په دري او پښتو دوبلې سره خپریږي چې د شنډتوب، تفنن او تخدیرولو پرته بل پیام او دنده نه لري.

ترکیه، د ناټو په چوکاټ کې د امریکا تر څنګ یولس کاله کیږي چې زموږ په هیواد کې بوخته ده او له جنایتکارو ټوپکمارو څخه هر اړخیزه ملاتړ کوي، څه چې اوس په سوریه کې د ناټويي ښکیلاکګرو تر څنګ ترې ډډه نه کوي. که له یوې خوا په ترکیه کې یو مرتجع دولت واکمن دی چې د ولس ضد دولتونو ملاتړ کوي، له بلې خوا د هیواد ستر انقلابیان، فرهنګیالان، شاعران، هنرمندان او روڼ اندي مبارزان لري چې تل یې د ترکیې د مرتجع حکومت په وړاندې اعتراض کړی او د ولسونو تر څنګ دریدلي دي، چې له دې برمیالیو څیرو څخه یو، احمد کایا دی.

احمد کایا د ترکیې مشهور ترانه ویونکی دی چې په ۱۹۵۷ کال کې د ترکیې د مالاتیا په ښار کې وزیږید. له کوچني والي په کار اخته و او د ویکتور خارا په وینا «له پلار سره اوږه په اوږه په کار کې لوی شو». پلار یې د نساجۍ کارګر و. بیا یې په موټر پلورنځي کې موټرونه پریمنځل. احمد کایا چې د کورنۍ کوچنی غړی و، په ډیرو ستونزمنو حالاتو کې ژوند کاوه. هغه په خپله ویل چې داسې ډیرې ورځې یې لیدلي چې ان د ښاري بس د ټکټ پیرولو توان یې هم نه درلود.

د کایا زلمیتوب د کنان اورن له کودتا سره برابر و. په دې وخت کې پر ترکیې د ویر او ډار بلا واکمنه وه او هغه په ۱۹۷۷ کال کې د  یو کنسرت لپاره په پنځه میاشتو بند محکوم شو. په ۱۹۸۵ کال کې د «ګرانې مه ژاړه» په نامه البوم یې خپور کړ چې د هغه په خپله وینا د هرکلي یې دومره هیله نه درلوده او یوازې موخه یې دا وه چې د خپلو ترانو په وسیله د واکمن وضعیت په اړه خپل اعتراض ولس ته ورسوي. خو د ترکیې قضايي مامورینو د دې البوم د اغیزناکو ترانو خطر احساس کړ او دغه البوم یې د سیاسي ترانو د درلودلو له کبله له بازار څخه راټول کړ. دویم او دریم البومونه یې هم له معترضو ترانو ډک وو. خو دریم البوم یې د «شفق» په نامه د ترانې له کبله چې شعر یې د اولکو تامر و، ده ته شهرت ورپه برخه کړ. اولکو تامر، د خپلو سیاسي اندونو له امله هغه وخت د اعدام په انتظار کې و.

کایا په ۱۹۸۷ کال کې د یوسف هایال اوغلو سره آشنا شو او دغه آشنايي د دې لامل شوه چې د کایا په هنري ژوند کې نوی پړاو پیل شي. په دغه وخت کې یې د «پاڅیږو» البوم خپور کړ چې ډیر شعرونه یې د اوغلو دي. او په دې ډول د کایا په ترانو کې د اعتراض اړخ لا زیات شو او په پایله کې په ترکیه کې د کلونو لپاره له کنسرت ورکولو څخه محروم شو. هغه په خپله ویل چې داسې یو څه به وکړي چې د مخالفینو له ذهن څخه یې هیڅکله پاک نشي او تل هغوې وځوروي. یوځل يې په تلویزیوني پروګرام کې وویل چې خپل کفن له ځان سره لري او هره شیبه د دې چمتووالی لري چې د آزادۍ په لاره کې قربان شي.

احمد کایا چې په اصل کې کردي و، په خپل یو البوم کې د «کاروان» په نامه یوه کردي ترانه وویله چې دې ترانې د البوم د معرفۍ په مراسمو کې شور او زْوَږ رامنځته کړ او ځینو هغه په یو شي او بل شي وویشت او ان د ترکیې مشهورو ترانه ویونکو لکه سردار، ابرو، معزز او... هغه ته سپکې سپورې وویلی او ویې ګواښو. په سبا یې د ترکیې مشهورې ورځپاڼې په لوي تیتر سره هغه بې شرف ونوماوه. کایا د همدې معترضې ترانې لپاره د ترکیې له یوې محکمې لخوا په داسې حال کې چې په پاریس کې و، په لسو کالو غیبي حبس محکوم شو.

د احمدکایا تپانده زړه په ۴۲ کلنی کې د ۲۰۰۰ کال د نوامبر په ۱۶ نیټه په پاریس کې ودرید. د هغه مرګ ډیر شکمن و. داسې ښکاریده چې د ترکیې دولت د فرانسې دولت په مرسته هغه د کردانو د ملاتړ په تور، مسموم کړی وي. دغه شک په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ کال کې دری کردي ښځینه مبارزې فعالانې په پاریس کې د ترکیې دولت لخوا ووژل شوې، د پخوا پرتله لاپیاوړی شوی دی.

کایا د ترکیې ولس وسله وه، هغه وسله چې ځلا یې لا د غلیمانو سترګې بریښوي او لکه تندر د واکمنو پر ماڼۍ راغورځي. کاش زموږ سندرغاړو هم دا شهامت، وجدان او احساس درلودای چې داسې مهال چې ولسونه د بربریت او شناعت له پیر څخه تیریږي او هیواد مو بربادیږي، لږ تر لږه د هغوې دردونه او کړاونه یې انځور کړي وای، څه چې له بده مرغه څرک یې په سختۍ موندلی شو.

دا هم د کایا یوه ترانه:
هغو میندو ته
چې لاسونه یې پر زړونو ایښي
ځواب ورکوم.
له زندانونو خبرې کوم او
له دردونو.
بلوا کوم
ځکه چې له هغه کسانو چې
سرونه یې د خاورو لاندي کړي
ډاریږم.
پاڅون کوم
بربنډوم د لب سيرینو ډکې کوڅې
او پستې دلالانې
هیڅ نوم به مې پر شونډو زمزمه نشي
زه د ولسونو د سیند څپانده څپه یم
هغه مردکی چې پر ولس ډډه کوي.
هی، پاڅون کوم
زما شتون باور کړئ
فریاد ته مې ادامه ورکوم
او له تړلو شویو سترګو
له ممنوعیتونو
له محکومیتونو خبرې کوم.
نه ډاریږم
ځکه چې د ښاپیرک په چیچلو لیونی شوی یم.
پاڅون کوم
په وینه قسم کوم چې تسلیم به نشم
ملي به نشم.
د ولس له ځنګل څخه غوړیدلی ګل یم
ای بې شرفه دوکه ماره
زه هغه خنجر یم چې د جګړې اعلان کوي.
هغه مردکی یم چې الوزي
پاڅون کوم، آی ی ی !
زما شتون احساس کړئ!
ای خلکو!

هیچ نظری موجود نیست: