څلوردیرش کاله وړاندې د کونړ ولایت په کرهاله کې ۱۲۶۰
زیارکښ او بیوزله انسانان په ډله ایزه توګه د جنایتکارو خلقیانو او پرچمیانو لخوا
په بیرحمۍ ووژل شول. دا جنایت د افغانستان د تاریخ هغه کرغیړنه پیښه ده چې زموږ د
تاریخ ډیرې پاڼې ورباندې ډکې دي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې له روسانو او د
هغوی له لاسپوڅو نیولې بیا تر جهادیانو او طالبانو پورې او اوس د امریکا او د هغې
چوپړیانو جنایتونه او ډله ایزې وژنې دومره ډیری دي چې که دې هیواد ته د جنایتونو
ټاټوبی ووایو، نو کمه به وي.
که روسانو په خپله او د خپلو ګوډاګیانو
په لاس زموږ بیوزله او ناداره ولسونه ووژل، اوس امریکاییان او د هغې ناټويي متحدین
هم په بیرحمۍ خلک او په ځانګړي توګه خواري کښه ولسونه وژني. کونړیان د همدې
ستم ځپلي او دردیدلي ولس یوه برخه ده چې لسیزې کیږي د ښکیلاک په اور کې سوځي.
د پیشرو خپرونه چې د افغانستان دننه د
بیوزلي ولس رښتینی او له بده مرغه یوازینی آواز دی، تل هڅه کړې چې د افغانستان د
ښکیلاککي او بلوسګرانه جنایتونو د قربانیانو او په تیره بیا د ډله ایزو وژنو
شهیدانو یاد پرتمین وساتي او د خپل وس او توان سره سم یې د خپلواکۍ، آزادۍ او
برابرۍ شعار په پورته کولو او د هغوې له سرې وینې د غچ اخیستلو
په ژمنې سره ولمانځي.
له همدې دندې سره سم، «پیشرو» خپرونې
د کرهالی د شهیدانو ۳۴ تلین د پیشرو د ځانګړې
ګڼې او د شهیدانو په یاد د رنګه پوستر په خپرولو سره په کونړ ولایت کې ولمانځو چې
د دې زیارکښ، بیوزلي او ستمځپلي ولس د پام وړ وګرځید. دغه پوستر او ځانګړې ګڼه د
روان کال د وري په ۳۱ مه نیټه چې د ۱۲۶۰ شهیدانو د شهادت ورځ ده، په دغه ولایت کې خپاره شول.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر