صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبه

آیا پارلمان د ملت کور دی؟



دا به ډیره ستونزمنه وي چې زموږ د هیواد په څیر هیوادونو کې د پارلمان پر اغیزمنتوب د تأیید ټاپه ولګول شي. کله چې د هیواد تیرو حالاتو او شرایطو او اوسني حالت ته پام وکړو نو دا ټکی به په ډاګه شي چې امپریالیستي او یو شمیر نور لویدیځوال زبیښاکګرو او ښکیلاکګرو د خپلو ستراتیژیکو ګټو د لاسته راوړلو په موخه دلته په یو ډول نه یو ډول لاسوهنې کړې دي او ځانونو ته یې د پښې ځای تر لاسه کړی او په بیلابیلو پلمو یې زموږ د هیواد او خلکو ملي هویت، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې او دغو تیري کوونکو ځواکونو د ډیموکراسۍ، د خلکو د حاکمیت د تمثیل او نورو داسې غولوونکو مفاهیمو په رڼا کې هڅه کړې او کوي یې چې په وروسته پاتې هیوادونو لکه زموږ هیواد او نورو لږ پر وده هیوادونو او آن په ځینو پرمختللو هیوادونو کې د خپلې بادارۍ او حاکمیت تیره توره وچلوي، په چل ول او بیلابیلو چلوټیو خپلې ناوړه ګټې خوندي او د لا نورو ناوړه ګټو د لاسته راوړلو لپاره خپلې نفوذي سیمې لاپراخه کړي.

خبره نه اوږدوم، راځم دې ټکي ته، کله چې زموږ هیواد د بهرنیو په تیره بیا د امریکایي او د هغې د انډیوالانو (ناټو) یرغلګرو ځواکونو تر سیوري لاندې جوړ شوي سیستم کې، آیا په رښتینې مفهوم سره فرمایشي پارلمان د ملت کور ګڼل کیدای شي؟

په ټولیز ډول، په تیرو لسو کلونو کې به د پارلمان جوړښت او ترکیب ته وګورو. د یوه لاس د ګوتو په شمیر پرته، ډیرۍ په اصطلاح د پارلمان غړي پخوانیو وسله والو تنظیمونو، زورواکو، د مخدره توکو د کر او ترافیکو د مافیایي ډلو غړي دي چې د زور او پیسو او د بهرنیانو په مټ په اصطلاح د ملت کور ته ننوتي دي، په ډیر سپین سترګتوب د ملت لپاره د قانون جوړونې، پر اجرائیه قوې د څارنې او د خلکو د ستونزو د حل او خلکو ته د خدمت نارې سورې پیل کړي، په داسې حال کې چې همدا پارلمان په هیواد کې د فساد، نارواو، د ځمکو د غصب، د دولتي څوکیو د ټیکه دارانو، د ترور، تښتونې، د بې عدالتیو، د قومونو تر منځ د ژبني، مذهبي او ټولنیزو نابرابریو د دودولو ستر مرکز دی. دغه پارلمان په بیلابیلو پلمو سره د مالي فساد، د سیاسي معاملو، د قانون ماتونې او په یوه کلیمه کې د «زور ویلو» په اډه تبدیل شوی چې د عام ولس لپاره یې د زیاتو کړاونو سره سره چې په آګاهانه توګه ورباندې تپل شوي، لازیاتې کړې دي. یوه کوچنۍ بیلګه، د مالیې وزیر زاخیلوال چې له ځینو معاملو او فساد څخه پرده پورته کړه.

کله چې یو په اصطلاح داسې سیاسي جوړښت زموږ د هیواد په اوسني ناوړه حالت کې داسې کړه وړه ولري چې پورته ورڅخه په لنډه یادونه وشوه، نو آیا کیدای شي چې داسې جوړښت او یا بنسټ ته د ولس د هیلو او آرمانونو کور ووایو او د خلکو د هوساینې، آسانتیاو او د ژوند د ښه والي او نیکمرغیو کور وګڼو؟

له پورتنیو لنډو څرګندونو څخه دې پایلې ته رسیږو چې په یوه اشغال شوي هیواد کې پارلمان پر خلکو د زیاتو ظلمونو او کړاونو د تپلو دستګاه او د حاکمه قدرت د ستمګرانه هیلو او کرغیړنو موخو پلې کوونکی رکن وي.

هیچ نظری موجود نیست: