نگهت
بهار
دا شعر
مې د تلپاتي او زړور او ژمن انسان، داد نوراني، د «ساطوری از خشم» له شعري ټولګې څخه د هغه په ویاړ ژباړلى دى. داد نوراني د خپل ژوند په اوږدو کې تل د زیارکښو انسانانو د حقونو
لپاره مبارزه وکړه او هیڅکله یې د هیواد د خپلواکۍ له ډګر څخه پښه شاته نکړه.
ما مینه
د سبا پر لمن ویلې
او هغه مې
په شنه آسمان کې
د خپل شعر د سترګو
شهاب ګرځولې
ګویا د خپل راز
ګويا د خپل آهنګ و ساز
د مینې تندیس
راكاږم د لمر د تن په شان
څكم يې هر دم
د خپل روح له سلول سره
اى زما د شعر شررخيزې ليمې
ای زما همدرد او همرازه
ای زما عاطفې، زما هيلې، زما مينې
اى زما
آهنګه، زما محبته
ما مينه
د دې پاڼې
پر لمنې كاږلې.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر