صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبه

نوراني! ته رڼا وې

 د ښوونځي په دوهم ټولګي کې وم چې د لومړي ځل لپاره مې د هغه شعرونه واوریدل. لا په هیڅ نه پوهیدم خو د هغه ټول شعرونه مې د قاریانو په څیر له یاده زده کړي وو او هر وار به مې چې له ځانه سره ویل، خوند به مې ترې اخیست. هغه مې نه پیژانده خو شعرونه یې له احساساتو ډک وو او د انسان وینې به یې خوټکولې. کلونه تیر شول، خو هغه مې ونه لید... تنکی ځوان وم، وسله مې پر اوږه وه. د غرونو په منځ کې له یوه ځایه بل ځای ته روان وو. یو څوک چې پکول یې پر سر او وسله یې پر غاړه وه، زموږ سره مل شو، ما هغه هیڅکله لیدلی نه و. له څیرې څخه یې جدیت له ورایه ښکاره و. له یوه ملګري څخه مې پوښتنه وکړه چې دا څوک دی. هغه وویل: د ښوونځي د وخت شعرونه دې په یاد دي؟ په ځواب کې مې وویل: هو، ولې نه، هغه به مې هیڅکله هیر نشي. بیا یې په خندا وویل: دا هماغه دی! د هغه په هکله مې ډیر اوریدلي وو، خو د لومړي ځل لپاره مې ولید.

پوره یوویشت کاله پخوا له داسې ستر انسان سره آشنا شوم چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به مې له یاده ونه وځي. هغه له نورستان څخه راغلی و څو د تللیو ملګرو د لمانځنې په غونډه کې وینا وکړي. بیا یې هم پکول پر سر و چې سټیج ته ورغی. د هغه هره کلیمه او هره جمله له احساساتو ډکه وه. سره له دې چې نږدې یو ساعت خبرې یې وکړې، خو بیا هم ټولو غوښتل چې لازیاتې خبرې وکړي.

موږ په دې ډول سره آشنا شولو. هغه وخت مې په مستعار نوم پیژانده خو وروسته پوه شوم چې هغه داد نورانی دی. کلونه وروسته زموږ اړیکې سره نورې هم نږدې شوې، له یوه پلوه زموږ استاد و او له بل پلوه ملګری. سهار وختي به مو د بیډمنټن لوبه کوله (د فوټبال تر څنګ دا د هغه په زړه پورې لوبه وه) او بیا به مو ورسره د سیاست او نورو مسایلو په هکله خبرې کولې. د هغه پوهه او استعداد د منلو وړ نه وو. ښایي یو انسان په ځانګړې څانګې کې زیات معلومات ولري، خو له بلې برخې څخه بې خبر وي یا په هکله یې کم معلومات ولري، خو هغه داسې نه و. له ادبیاتو څخه نیولې تر تاریخ، سیاست، فلسفې، اقتصاد، جغرافیې، ساینس، لیکوالي، شعر او نورو برخو په اړه یې دومره مطالعه او معلومات درلودل چې انسان ورته حیران پاتې کیدو. هر څوک به چې ورسره کښیناستو، ګومان به یې کاوه چې په ټولګي کې ناست دی، ځکه نورو به ورڅخه پوښتنې کولې او هغه به خبرې کولې او معلومات به یې ورکول.

نوراني لکه د خپل نوم په څیر رڼا خپروله. هغه له تورتم کرکه درلوده او د تورفکرو دښمن و. هغه باور درلود چې تر څو ټولنه د پوهنې په رڼا، رڼا نشي تر هغې به زموږ هیواد او ولس د سوکالۍ او پرمختګ مخ ونه ویني. له دې کبله یې هڅه کوله څو ځوان نسل ته د پوهې لاره وروښيي. هغه ویل: به رهروان رهی خاره در کویر اسیر- نشانِ از تفاوت آب و سراب خواهم داد/ به شبروانی که مشعل ندیده در راه اند- به دست یک یکی قوغ کتاب خواهم داد.

له «روزګاران» څخه جلا کیدل او د «پیشرو» خپرول زموږ تر منځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړې، ځکه موږ سره یو فکر درلود. نوراني نور نشو کولای له هغو کسانو سره یو ځای مبارزې ته دوام ورکړي چې په خوله یو څه او په عمل کې بل څه وو. له دې کبله خپله لاره یې ورڅخه جلا کړه او د افغانستان په تاریخ کې یې یو نوی باب پرانیست. په لنډ وخت کې یې زیات کسان راټول کړل او د هغوی د پوهې د لوړو په لاره کې یې خپله ټوله انرژي، استعداد او وخت په کار واچاوه. شپه او ورځ یې یوه کړه څو هر یوه ته په لاس کې «د کتاب انګار» ورکړي، او تر څو چې ژوندی و، خپلې دغې ژمنې ته وفادار پاتې شو.

نوراني ولاړ، خو کومه لاره چې یې روښانه کړې، د تل لپاره به روښانه وي. د هغه یاد به هیڅکله د افغانستان د بیوزلي ولس له زړونو څخه ونه وځي، ځکه هغه د خپل ژوند هره شیبه همدې بیوزلي ولس ته د خدمت کولو په لاره کې وقف کړې وه. نوراني د یوه پاک او آزاد انسان په توګه له جوړجاړي کوونکو څخه کرکه درلوده او د خپل ملت له سوکالۍ پرته یې بله هیڅ هیله نه درلوده، له دې کبله له هغو کسانو سره دښمن و چې د دې هیواد د بربادۍ او ویجاړۍ عاملین دي.

ګرانه نوراني، آرام ویده شه! ته د خپل نوم په څیر رڼا یې. ته په تورو شپو کې مشعل د دې کاروان یې. پریږده چې دښمنان دې د خوشحالۍ خندا وکړي، خو موږ به دغه خندا د هغوی په ستونې کې وچه کړو او کوم بیرغ چې تا رپولی و، هغه به د تل لپاره رپولی وساتو.
  
   


هیچ نظری موجود نیست: