صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبه

داد نورانی؛ یو قاطع، صادق او صمیمي مبارز

 برتولت برشت، د آلمان انقلابی هنرمند، لیکوال او شاعر یو وخت ویلي وو: «هغه څوک چې یوه ورځ مبارزه کوي، ښه دی؛ هغه څوک چې تر یو وخته مبارزه کوي، ډیر ښه دی؛ خو هغه څوک چې د عمر تر پایه مبارزه کوي، ورته اړتیا ده.» داد نوراني، هغه اړتیا وه چې له بده مرغه د افغانستان انقلابي او ولسي غورځنګ ډیر ژر له لاسه ورکړ. دې نومیالي مبارز، لیکوال، شاعر او انقلابي کارپوه، په داسې حال کې سترګې له نړۍ پټې کړې چې په افغانستان کې د څه باندې ۱۵۰ زره بهرنيو سرتیرو او د ۴۹ هیوادونو ستم او ظلم روان دی او هره ګړۍ بیوزله او زیارکښه ولسونه د جنایتونو او خیانتونو قرباني کیږي؛ زموږ د هیواد د خرڅلاو معامله په پټه او ښکاره توګه روانه ده؛ بهرنۍ امپراتوري هڅه کوي په دې مېنه کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي؛ افغانستان یې د جاسوسانو په مرکز بدل کړی؛ دا هیواد د نړۍ د نشه اي توکو په پخلنځي اوښتی؛ له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۳۵ زره افغانان په جګړه کې وژل شوي، چې اکثره یې دهقانان او کارګران دي؛ ورځ تر بلې د جنایتونو کچه لوړیږي او ټوپکماران د خلکو پر برخلیک ناتارې کوي.

داد نوراني، هغه ژمن لیکوال او سیاستوال و چې په دې واقعیتونو ښه پوهیده او د غندلو لپاره یې لارې چارې انځورولې. هغه د دولت او د بهرنیو ځواکونو منتقد نه و، بلکې په پریکنده ډول یې له دې استعماري کړۍ سره مخالفت کاوه او تل به یې ټینګار کاوه چې نه امریکا، نه جنګسالاران او طالبان، یوازې دریم ځواک؛ هغه ځواک چې د ولسونو او پرګنو په یووالي او پیوستون سره رامنځته کیږي او د تاریخ په اوږدو کې يې په کراتو د ښکیلاکګرو غاښونه مات کړي دي. هغه، لکه څرنګه چې ځینې معلوم الحاله «کارپوهان» او سرکاري رسنۍ یې د اوسنيو شرایطو منتقد ګڼي، منتقد نه و، بلکې هغه قاطع مبارز و چې د دې سیستم د منځه وړلو شعار یې ورکاوه او یوازې د ولسونو پر مټ او بازو یې باور او ایمان درلود، نه د انتقادونو په خنثی او شنډه لړۍ. 

نوراني، په دې ښه پوهیده چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو شتون څه معنی لري، نو د دې ویل چې ګویا نوراني په دولت کې د هغه چا له نظراتو سره همغږی و چې دمګړۍ نیغ په نیغه له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو لپاره کار کوي، د نوراني مبارزاتي شخصیت ته یو جدي سپکاوی ګڼل کیږي چې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی. نوراني په کراتو، څه په «پیشرو» او څه هم په نورو رسنیو کې دې حیاتي مسئلې ته اشاره کړې او هغه یې د افغانستان د دایمي اسارت موضوع ګڼلې ده.

نوراني، داسې ډیر شاګردان او دوستان لري چې له هغه سره همفکري او اوږه په اوږه د هیواد د خپلواکۍ لپاره یې لیکل، او  سترګې یې یوازې هغو شاګردانو، دوستانو او ملګرو ته ځلیدلې چې کلونه کلونه یې د هغه له قاطعیت، قربانۍ، صمیمیت او له مبارزاتي ژوندانه څخه بی شمیره درسونه زده کړي وو؛ نو دا خبره چې ګنې د هغه سترګې یو دولتي چارواکي ته په تمه وې، نه یوازې ناسمه او غلطه ده، بلکې د داد نوراني روح سخت ځوروي. هغه هیڅکله په دې تمه نه و چې دولتي چارواکي به یې د ماشومانو اوښکې پاکې کړي، هغه ډاډه و چې شاګردان او دوستان او لارویان یې دا چاره په ښه توګه پوره کولای شي. داد نوراني، هغه صادق مبارز و چې د خلکو په زړونو کې یې لاره موندلې وه او په دې پوهیده چې په لسګونه ولسي پرګنې به د هغه تابوت په اوږه پورته کړي، نو له دې امله یې هیڅ دولتي چارواکي ته اړتیا نه درلوده او له هغو یې هم کومه تمه نه کوله.

داد نوراني هغه مبارز و چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په هغه لاره روان و چې څه باندې دری لسیزې وړاندې یې ورباندې ګام ایښی و او هیڅکله یې خپل فکر او اند ته خیانت ونکړ او د یوه رښتیني او صادق او قاطع مبارز په توګه یې دا ثابته کړه چې له دې لارې څخه نه ستنیدونکی دی. نو که چیرې ځینې معلوم الحاله کسان دا ادعا کوي چې ګویا نوراني خپله لاره بدله کړه، یوازې غواړي د هغه په انقلابي مبارزې تور ووهي او خپلې عقدې تشې کړي. له هغه څخه لسګونه لیکنې پاتې دي چې په ډاګه ثابتوي هغه د ژوند تر وروستیو شیبو پورې پر انقلاب باوري او پر خپل ولس او هیواد مین و. نوراني  د خپلې لارې او اند، مبارز و او مبارز پاتی شو.

هیچ نظری موجود نیست: