صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

آسیا او د امریکې ښکیلاکي سیاست

په پانګواله رژیمونو کې هڅه کیږي چې هر څو موده وروسته له لاسه تللی توازن له سره ټینګ شي او د دې ټینګیدلو لپاره په صنعت کې له بحران او په سیاست کې له جګړې پرته بله وسیله نشته او دا جګړه ده چې د خصوصي مالکیت وده تضمینوي او د ښکیلاکي سیاست د پلي کیدو لپاره مهم او اړین شرط ګڼل کیږي.

د امریکې اوسنی خونړی جګړه ایز سیاست او دننه په هیواد کې بحران او کړکیچ په څرګند ډول د دې وینا منځپانګه تائیدوي او له همدې امله دی چې امریکې له کلونو راپدیخوا آسیا د خپلو ښکیلاکي ګټو لپاره د هدف په توګه ټاکلې او د همدې هدف د حصول لپاره یې په تیرو شپیتو کلونو کې پر آسیا د ولکې اچولو لپاره په کراتو اقدام کړی او د دې اقداماتو لړۍ په تیرو لسو کلونو کې یو ځل بیا په امریکې او اروپا کې د اقتصادي کړکیچ له زیږیدنې سره سم د افغانستان او عراق په جګړو کې ادامه موندلې ده چې د امپریالیستانو د اقتصادي ګټو له «توازن» او «انډول» سره نیغ په نیغه اړیکې لري. له هغه ځایه چې پانګوالیزه اقتصاد تل له انارشیزم سره مل وي نو دا انډول هم هیڅکله نه تر لاسه کیږي او ښايي نړۍ په امپریالیستي پیر کې د جګړو پرله پسې او دوامداره لړۍ تجربه کړي، ځکه چې د پانګوالو زبرځواکونو تر منځ د نړۍ د ویشلو په موخه جوړجاړی موقتي بڼه لري او تاریخ ښودلې ده چې پانګوالان نشي کولای نړۍ بی له زوره او جګړې وویشي. 

امریکا هم د دې لپاره چې نړۍ یو ځل بیا وویشي او هغو ګواښونو چې د مخ په ودې هیوادونو د سر راپورته کولو له امله یې «انډول او توازن» ټکنی کړی، له منځه یوسي، له خپلو اروپايي متحدینو سره د «جوړجاړي» سیاست په اډانه کې د آسیا لاره ونیوله او په دې وروستیو کې یې فرانسه، انګلیس، آلمان او ایټالیا پریښودل چې د «توازن» لپاره پر لیبیا یرغل وکړي او دغه هیواد په کنډواله بدل کړي.

امریکې د آسیا د ښکیلاک په موخه، لومړی په افغانستان او بیا پر عراق باندې د یرغل له لارې د خپلې ستراتیژۍ لومړني پړاونه پیل کړي دي او له هماغو لومړیو ورځو څخه نه یوازې د افغانستان او عراق زیارکښه ولسونه بلکې د نړۍ ټول ولسونه په دې ښه پوهیدل چې دا یرغل او جګړه نه د «حق او عدالت» او «ترهګرۍ ضد» جګړه، بلکې هماغه اقتصادي ناورین دی چې د کړکیچ په بڼه یې سر راپورته کړی او باید په سیاست کې د جګړې په توګه مخې ته لاړ شي، څو «له لاسه تللی توازن» تر لاسه او کورني کړکیچونه آرام کړای شي.

سره له دې چې د دې جګړې ماهیت او د افغانستان او عراق نیواک په څرګنده توګه معلوم وو، خو بیا هم ځینې «روڼ اندي» په ناآګاهانه ډول د پانګوالۍ هغو تبلیغاتو لکه «آزادي بخښونکې جګړه»، «ملي جګړه»، «د آزادۍ جګړه»، «د بشري حقونو جګړه» او... تر اغیزې لاندې راغلل چې بورژوازي یې تل د خپلو ښکیلاکي جګړو لپاره بیانوي. خو ځینو په دې مزخرف استدلال سره چې ګویا دا جګړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دستور تر سره کیږي، نه د امریکا؛ په آګاهانه ډول یې دا ښکیلاکي جګړه تر شپږو – اوو کلونو پورې د اشغال پر ځای «مداخله» وګڼله او ويې ښودله چې د مخکښتیا ادعاګانې یې هسې د دوړو باد دی!!

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلنټن، وروستۍ لیکنه چې د سږکال په نوامبر میاشت کې د «فارن پالیسي» له لارې خپره شوه او په حاشیه ای عنوان کې یې لیکل شوي «د سیاست راتلونکی په آسیا کې ټاکل کیږي» څرګندوي چې په آسیا او په ځانګړي توګه په افغانستان او عراق کې د دې امپراتورۍ شتون نه د «مداخلې» او نه هم «د تروریزم ضد جګړې» بڼه لري، بلکې هغه ښکیلاک سیاسي – اقتصادي دی چې دا امپراتوري یې د خپل تداوم لپاره ضروري ګڼي.

میرمن کلنټن په دې مقاله کې لیکي چې په تیرو لسو کلونو کې موږ په افغانستان او عراق کې خپلې ډیرې سرچینې په کار واچولې خو باید په راتلونکو لسو کلونو کې د دې موخې لپاره چې چیرې خپل وخت او انرژي وکاروو او څرنګه پر خپلې پانګه اچونې، ډیپلوماسۍ، اقتصادي او ستراتیژیکو چارو په پراختیا باندې تمرکز وکړ باید په جدي توګه کار پیل کړو. همدا ډول هیلري کلنټن - سره له دې چې وايي د امریکا راتلونکی په عراق او افغانستان کې نه ټاکل کیږي- خو په دې هیوادونو کې د خپل دولت لګښتونو ته په اشارې سره وايي چې ځینې امریکاییان دا دریځ لري چې امریکا نباید د خپلو کورنیو چارو پر ځای ډیره په بهرنیو چارو کې اخته وي خو هغوې غلط فکر کوي او باید په دې پوه شي چې په بهر کې د امریکا اخته کیدل، د امریکې کورني اقتصادي او امنیتي چارو سره نیغ په نیغه اړیکه لري. نو ښايي امریکا بهر پاتې شي څو خپلې کورنۍ ګټې خوندي کړي، ځکه په اوسني شرایطو کې د آسیا پراخ بازارونه، سیندلارې او د پانګې اچونې فرصتونه هغه څه دي چې امریکاییانو ته په بی ساري ډول وخت ورکوي له هغوې څخه په خپله ګټه کار واخلي.

هیلري کلنټن زیاتوي چې همغسې چې آسیا د امریکا لپاره جدي او حیاتي ضرورت ګڼل کیږي، د امریکا شتون د آسیا لپاره هم ضروري دی او په زغرده لیکي چې امریکا یوازینی هغه قوت دی چې په سیمه کې د خپلو متحدینو ډیره پیاوړې شبکه لري. خو دا وزیره د آسیا له ګټو څخه یوازې هغه ۳۵۰ زره آسیايي محصلینو ته اشاره کوي چې دا وخت په امریکا کې په تحصیل بوخت دي. هغه لیکې چې دا وخت په چین کې د امریکا د پانګوالو ۵۰ ملیارده ډالره پانګه اچونه د امریکې په ګټه ده؛ هند او اندونیزیا هغه دوه «دموکراسیانې» دي چې کولای شي د امریکې د اقتصاد لپاره ګټورې تمامې شي؛ امریکې تیر کال پاسیفیک سیمې ته ۳۲۰ ملیارده ډالره صادرات درلودل چې د دې صادراتو له امله په امریکا کې ۸۵۰ زره نوی دندې رامنځته شوي او د اوباما د اقتصادي سیاست پر اساس باید تر ۲۰۱۵ کال پورې د امریکې صادرات دو چنده شي او د نویو سوداګریو زمینې په آسیا کې ولټول شي؛ د امریکا سوداګر او پانګوالان د آسیا په متحرکو مارکیټونو کې د پانګې اچونې فرصتونه موندل او زموږ د صادراتو پراختیا ډیره با اهمیته ګڼي؛ جنوبي کوریا به په راتلونکو پنځو کلونو کې د امریکا په صادراتي مصرفي توکو تعرفه ۹۵٪ راټیټه کړي چې دا کار به ۷۰ زره دندې په امریکا کې رامنځته کړي او د امریکا صادرات به دې هیواد ته ۱۰ ملیارده ډالرو ته لوړ شي. دا وخت د امریکا د ګټو لپاره ۵۰ زره سرتیري په جاپان او جنوبي کوریا کې میشت دي، نو د دې ګټو په پام کې درلودلو سره نه ښايي چې موږ په شا شو، باید مخې ته ولاړ شو او هغه فرصتونه چې یوویشتمې پیړۍ موږ ته په آسیا کې راکړي، له هغې باید د امریکا په ګټه کار واخلو.
هیلري کلنټن بالاخره لیکي چې په بهر کې د امریکا شتون شپږ موخې لري: د امنیتي دوه اړخیزه متحدینو پیاوړتیا، د چین په شمول د مخ په ودې هیوادونو سره د تعلقاتو ژورتیا، په سیمه ایزو څو اړخیزه نهادونو کې شتون، د سوداګرۍ او پانګې اچونې پراختیا، د پراخه نظامي شتون قانونتیا او د دموکراسۍ او بشري حقونو پرمختیا.

او دا شپږ موخې که په دقیقه توګه وڅیړل شي، له ښکیلاک څخه تشې نه دي او که د نړۍ په هره سیمه کې پلي شي د دې ښکارندويي کوي چې هغه هیواد د ښکیلاک په لاس کې دی. دا موخې څرګندوي چې د «تروریزم »، «دموکراسي او بشري حقونو»، «عدالت او هوساینې» شعارونه یوازې عوامفریبي ده. حال دا چې اصلي او محوري سیاست د آسیا نیول دي او وروسته له دې دا آسیا ده چې د امریکا د امپراتورۍ تداوم او راتلونکی ټاکي او واقعیتاً دمګړۍ زموږ هیواد د دې تداوم محوري سیمه ده چې باید د پوځي اډو او دایمي شتون («د پراخ نظامي شتون قانوني کیدل») له لارې د دغې ستراتیژۍ په خدمت کې وي.

هیچ نظری موجود نیست: