صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

«موږ بی شمیره یو!، تاسو لږ ...»

انقلابي او ژمن هنرمندان تل له ولسونو سره یو ځای د هغو ناخوالو او ناورینونو په ضد اعتراض کوي چې د زبیښاکګرو او ښکیلاکګرو لخوا پر بیوزله زیارکښه ولسونو تپل کیږي. که چیرې یو هنرمند په داسې حال کې چې ولسونه راپاڅیدلي وي، اعتراض کوي، شعار ورکوي، سوکان پورته کوي او د غچ اخیستنې ترانې زمزمه کوي، چپ پاتې شي یا له ولسونو سره د ملتیا په ځای لا په خپلو کوڅه ای هوسونو کې ډوب وي او یا په شرمناکه توګه د غلیمانو په چوپړ کې د خپل ګوګل په لیلامولو بوخت وي، داسې هنرمند نه وجدان لري، نه درد پیژني او هغه بی ضمیره او شنډ انسان دی چې په هیڅ ډول ورته د ولسونو هنرمند ویلای نشو.

ویکتور خارا، د چیلي نامتو او مبارز ترانه ویونکي په څرګنده توګه ویلي دي:«یو هنرمند باید د اعتماد وړ پنځوونکی او په پرمختللي بڼه کې باید یو انقلابي وي... هغه څوک وي چې د وسله والو چریکانو په څیر د واکمن نظام لپاره خطرناک وي، هغه هم له ولسونو سره د ټینګو اړیکو له لارې.» او که چیرې هنرمند له ولسونو سره اړیکې ټینګې نکړای شي او د یوه چریک په توګه د تروږمو او ناخوالو جګړې ته ونه درومي نو هغه یوازې هغه رنګین طوطي ته ورته کیږي چې په قفس کې ژوند کوي.

موسیقي کولای شي ولسونه منسجم کړي، د جنایتونو په ضد یې وهڅوي؛ «موسیقي هغه وسیله ده چې په مرسته یې کولای شو، پراخ ولسونه متحد او یو لاسي کړو»، او د هر ډول ښکیلاک او زبیښاک په وړاندې یې د مبارزې ډګرونو ته وهڅوو، د ولسونو احساسات، هیله او قهر، ماته او بریا په کې انځور کړو، خو که چیرې موسیقي دا پرتمینه موخه په پام کې ونه نیسي، هغه رمباړو ته پاتې کیږي چې له غوجل راپورته شي.

دا وخت په ټوله نړۍ کې د پانګوالۍ نظام پر ضد د قهر خوځښتونه پیل شوي او د بیلابیلو پانګوالو هیوادونو ولسونه نور هغه ظلم او زبیښاک، فقر او بیوزلي نشي منلی چې د همدې ظالمانه نظام زیږنده دي. دا وخت په امریکې، انګلستان، فرانسې، آلمان، ایټالیا، اسپانیا، جاپان او نورو پانګوالو هیوادونو کې ولسونه د فقر، بیکارۍ، نیستۍ، زبیښاک او ظلم په وړاندې شعارونه ورکوي او په دې هڅه کې دي چې د دې نظام مرکزونه (د ونډو بازارونه) اشغال کړي، خو همدا هیوادونه په دروغجن او کاذبانه ډول د ښکیلاک په موخه زموږ په وطن کې پراته دي او د «بیارغاونې»، «بشري حقوقو» او د «ترهه ګرۍ ضد جګړې» په نامه ملیاردونه ډالرې مصرفوي، ولې؟

دا هغه پوښتنه ده چې تر دې مهاله لسګونو با وجدانه هنرمندانو په خپلو ترانو کې ورته ځواب ویلی دی. دلته د بیلګې په توګه د ماکانا د ترانې (موږ بی شمیره یو!) یوه برخه وړاندې کیږي چې د اوسني ربړونکي شرایطو انځور دی او په ورته وخت کې د یوه باوجدانه هنرمند هغه فریاد دی چې ولسونه مبارزې او یووالي ته رابلي:

موږ دلته سره یوځای راغونډ شوي یو
او هغه وخت رارسیدلی چې نور خپل قهر فریاد کړو
د هغو پر ضد چې په قفس کې مو بندي کوي
د هغو پر ضد چې د مُزد ارزښت مو غلا کوي
لابي کوونکي ناست په واشنګټن کې چټیاټ غږوي
د قانوني صلاحیت تر نوم لاندې یې غږوي
بروکراتان په آزادۍ کې پورته کړې قهقه د خندا
څو یې چې نکړو جارو، موږ به نشو په شا.
*                        
تر هغه چې تاسو کوئ مزایده د اکثریت، نه د اقلیت
موږ به ټول واټونه اشغال کړو، محکمې به اشغال کړو
ستاسو دفترونه به اشغال کړو، دفترونه به اشغال کړو.
*                         
ملت مو جوړ په دې باور شو
چې هر وګړی حق لري د هوساینې
خو کله چې له سره د جمهوريت قوانین بیا ولیکل شول
څو تنو ټول شیان تصاحب کړل
ټول شیان یې بی له کوم مسوولیته تصاحب کړل
هو تصاحب یې کړل، خو هغوې زما او ستا په شان نه دي،
 هغوې د دې تصاحب د قانونی کیدنې لپاره خپل نفوذ کاروي
او تر هغه چې مخنیوی یې ونشي، موږ به آزادۍ ته ونه رسیږو.
*                        
تر هغه چې تاسو کوئ مزایده د اکثریت، نه د اقلیت
موږ به ټول واټونه اشغال کړو، محکمې به اشغال کړو
ستاسو دفترونه به اشغال کړو، دفترونه به اشغال کړو.
*                        
تاسو چې خپل انحصارات د وسلو په زور پلي کوئ
او زموږ زامن او لوڼې ورته قرباني کوئ
داسې ډیر شیان دي چې د ټولو خلکو دي
خو تاسو یې ټول له خلکو غلا کوئ
نو اوس یې په بدل کې زموږ اخطارونه واورئ
ستاسو پوچې خبرې نور پر موږ اغیزه نه کوي
موږ اعتراف کوو چې کم شیان به له لاسه ورکړو
خو زیات کسان به په اعتراضونو کې یوځای کړو.
*                                
موږ بی شمیره یو
 او تاسو لږ...

هیچ نظری موجود نیست: