صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

افغانستان له لومړي بن څخه تر دویم بن پورې.


د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په پنځمه نیټه په جرمني کې د افغانستان په هکله د بن دویمه غونډه جوړه شوه. د افغانستان دولت په ګډون د سلو په شاوخوا کې هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په دغې غونډې کې ګډون وکړ. په دویم بن کې د سلو هیوادونو ګډون په خپله څرګندوي چې افغانستان د پردیو د موخو قرباني دی او باید د تیرو لسو کلونو په څیر لږ تر لږه د لسو راتلونکو کلونو لپاره د جګړو په لمبو کې وسوځي. 

د طالبانو له ړنګیدو سره سم د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۲۷ نیټه د لومړي بن غونډې خپل کار پیل کړ. په دغه کنفرانس کې څلورو ډلو (له پیښور څخه د پیر ګیلاني کورنۍ- له قبرس څخه جلیل شمس، اسحاق ګیلاني، همایون جریر، تندر او جبار تقوا- له روم څخه د ظاهرشاه کورنۍ، ستار سیرت، ډاکترعبدالرحمن، حامدکرزی، زلمی رسول، رهین او نور- او له افغانستان څخه د شمال ټلواله) ګډون کړی و. یو شمیر نور هم د څارونکو په توګه د انجوګانو او نورو سازمانونو په استازیتوب رابلل شوي وو. د بن په تعییناتو کې حامدکرزی د لنډمهالې ادارې رییس، قسیم فهیم مرستیال او د دفاع وزیر، او سیماسمر مرستیاله او د ښځو چارو وزیره وټاکل شول. هغو کسانو چې د بن په لومړۍ غونډه کې ګډون کړی و، ټول د افغانستان د تیرو درې لسیزو په ناخوالو کې ښکیل او د افغانستان د خلکو لخوا ورته د شک په سترګه کتل کیدل.
د بن په کنفرانس کې فیصله وشوه چې د حامد کرزي په مشرۍ لومړی شپږ میاشتنی لنډمهاله دولت جوړ شي او په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ځواک چې وروسته د آیساف په نوم مشهور شو، له ۸۵۰۰ ځواکونو سره افغانستان ته راشي او د کابل او نورو سیمو امنیت ونیسي، خو د امریکې په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو په هکله څه ونه ویل شول چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې تر نوم لاندې افغانستان ته راغلي وو.

 د طالبانو د ړنګیدو په درشل کې د شمال ټلوالې مشرانو د کابل د نیولو لپاره ځانونه چمتو کړي وو او د ب۵۲ الوتکو په لیدلو سره په خپلو جامو کې نه ځاییدل. د دوي مشرانو له امریکایي ځواکونو څخه غوښتل چې کوم بمونه چې دوی په افغانستان کې استعمالوي، کوچني دي او باید «غټ غټ» بمونه پر افغانانو ووروي. له دې کبله له بن کنفرانس او د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ډاکتر عبدالله او د کورنیو چارو وزیر په توګه د یونس قانوني له ټاکل کیدو وروسته، هغوی له آیساف سره دغه پریکړه  لاسلیک کړه: «آیساف بشپړه او بلامانع آزادي لري چې د افغانستان په خاورې او هوا کې حرکت وکړي، له هر یو سیاسي، ټولنیز او دیني مشر سره چې لازم وي، اړیکه ونیسي، آیساف او مرستندویه ځواکونه یې د هر ډول شرایطو او په ټول وخت کې د مجازات وړ هر ډول جرم یا خطا چې د هغوی لخوا د افغانستان په خاورې کې تر سره شوي وي، د خپلو ملتونو د قضایي چارواکو تر تابعت لاندې به وي او له هر ډول نیولو او بندي کیدلو څخه به خوندي وي. آیساف به له هر ډول مالیې، ټکس او ګمرک څخه معاف وي.» دا د افغانستان د پلورلو د لاسلیک پیلامه وه. له دې وروسته لخضر براهیمی چې له خلیلزاد سره یې په ګډه د امریکې د ګټو لپاره کار کاوه، په بیشرمۍ اعلان وکړ: «موږ د سولې لپاره عدالت قربان کړ.» خو دا سوله یوازې د امریکې امپریالیزم د ګټو لپاره قربان شوه، نه د خلکو لپاره.

امریکایيانو د طالبانو له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې ظاهراً درې هدفونه اعلان کړل: له ترهګرۍ سره مبارزه، له مخدره توکو سره مبارزه او دولت جوړونه. له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزه دوه هغه سترې پلمې وې چې د لومړي ځل لپاره امریکایي ځواکونو د افغانستان په خاوره باندې پښې کيښودې. که څه هم امریکایيانو په افغانستان کې دولت جوړ کړ، خو دغه دولت یوازې د امریکا او نورو سترو پانګه والو هیوادونو د ګټو ساتلو لپاره جوړ شو، نه د افغانستان بیوزلي ولس لپاره. د ترهګرۍ او مخدره توکو په وړاندې مبارزه هم د امریکاییانو لخوا په «بریالي» ډول تر سره کیږي، ځکه بهرنیو سرتیرو په تیرو لسو کلونو کې د بې ګناه خلکو د کورونو، بڼونو، کلیو او بانډو په ویجاړولو او د خلکو په وژلو سره ثابته کړه چې د دوی د ترهګرۍ او مخدره توکو ضد جګړه څه معنا لري.

له لومړي بن سره سم پر افغانستان باندې د پردیو هیوادونو د سرتیرو یرغل په دې نوم تر سره شو چې د افغانستان په څیر کنډواله هیواد به د سولې، سوکالۍ او پرمختګ په لور بیایي، ځکه دوی خلکو ته سره او شنه باغونه ښودلي وو، خو هغه کسان چې د امپریالیزم په ماهیت او د پردیو تر واکمنۍ لاندې د ژوند کولو په معنا پوهیدل، د پردیو سرتیرو ته یې د تیري کوونکو په سترګه کتل او په دې هم پوهیدل چې دوی به هیڅکله د افغانستان ځپلي او دردلیدونکي ولس ته سوله او سوکالي ورپه برخه نه کړي، بلکې افغانان به هره ورځ د خپلو عزیزانو د وژلو او د خپلو کورونو او کلیو د ویجاړولو شاهدان وي.

د بن له لومړۍ غونډې څخه پوره لس کاله تیر شوي. د بهرنیانو د ژمنو پر بنسټ باید د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره افغانستان په پرمختللي هیواد بدل شوی وای، خو لا تر اوسه کابل د یوه عصري ښار بڼه غوره کړې نه ده، لیرې پراته ولایتونه او ولسوالۍ خو اصلاً مطرح نه دي. اداري فساد، مالي مافیا، جنګسالاري، د ځمکي مافیا، د مخدره توکو مافیا، د خلکو بیوزلي او د طالبانو او نورو ترهګرو نه ځپل او هغوی ته لاوده ورکول د لومړي بن سوغات وو.

دویم بن هم د لومړي بن په څیر د افغانستان پر اشغال ټینګار وکړ، ځکه یوازې یې نه پریږدي!! دویم بن پرته له دې چې د خلکو کړاونه لازیات کړي، بل څه به ونکړي. هیڅ بهرنی هیواد په ځانګړي توګه ستر پانګه وال هیوادونه نشي کولای د افغانانو لپاره سوله او سوکالي راولي، ځکه دوی په خپله د جګړو او ناکراریو اصلي عاملان دي. جګړه او ناکراري د سترو پانګه والو هیوادونو د بقا او په خپلو هیوادونو کې د بحرانونو او کړکیچونو د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه ابزار ګڼل کیږي. له راډیو آزادۍ سره یوه تن په ځواب کې وویل: په لومړي بن کې یې څه ...ول وکړل چې په دویم بن کې به یې وکړي.  

هیچ نظری موجود نیست: