صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

ستراتیژیک تړون، «ملي حاکمیت» که ملي اسارت؟

لس  کاله کیږي چې افغانستان د بهرنیانو په ولکه کې دی او دا وخت د ۴۹ هیوادونو نږدې ۱۵۰ زره سرتیري وسله په لاس، زموږ ولسونه وژني، پر کلیو او بانډو مو بمباري کوي او له هیڅ ډول جنایت څخه ډډه نکوي؛ ان تر دې چې د افغان زیارکښو پرګنو مرګ او بیا ورباندې ملنډې او له جسدونو سره یې لوبې او د سپکاوي په توګه له هغوې سره عکس اخیستنه د دې جنایتکارانو ورځنۍ بوختیا جوړوي.

امریکا د نړیوالې امپراتورۍ په توګه د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه نیټه زموږ پر هیواد یرغل وکړ او په مستقیم او ښکاره ډول یې زموږ ټاټوبی په ښکیلاکمینه بدل کړ. که څه هم دا یرغل د «ترهګرۍ ضد جګړه»، «بشري حقونو» او «دموکراسۍ» په پلمه تر سره شو، خو په اصل کې د امریکې له هغه آسیايي ستراتیژي سره تړاو لري چې د خپلې امپراتورۍ د پراخوالي لپاره یې د پلي کیدو په حال کی ده. امریکا د دې لپاره چې د «وال سټریټ اشغال کړئ» فریادونه دننه په کور کې غلي کړي او د بیوزله زیارکښو ولسونو د وینو په زبیښلو لا ګټه تر لاسه کړي، بله هیڅ لاره نلري، مګر د استعمار ناوړې، خونړۍ او له جنایتونو ډکه لاره. د همدې موخې لپاره، امریکې زموږ پر هیواد برید وکړ او له یوې لسیزې وروسته، اوس د دویمې لسیزې (د میشته کیدنې لسیزې) په درشل کې ده او ښایي دا میشته کیدنه «قانوني» کړي، چې د همدې کار لپاره یې له ډیرې مودې راپدیخوا د افغانستان له اوسني دولت سره د اوږدمهال ستراتیژیک تړون د لاسلیک کیدنې تبلیغات پیل کړي دي.

د افغانستان د دولت لوړپوړي چارواکي، تنظیمي جنګ سالاران، سرکاري تکنوکراتان، مدني ټولنه او فرمایشي «کارپوهان» چې د «نړیوالې ټولنې» او په ځانګړي توګه د امریکا «دوستان» دي، «د هیواد د ملی حاکمیت»، «د ګاونډیو د لاسوهنې د مخنیوي» او «نړیوالې ټولنې ته د اړتیا» تر شعارونو لاندې په یوه خوله او په ښکاره توګه له امریکا سره د اوږدمهاله ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو غوښتونکي دي. د امریکا د ګټو خوندیتوب او د «دوستانو» د دایمي منافع تضمین د دې تړون اصلی منځپانګه ده، له همدې امله د حامدکرزي دولت د لومړنۍ هڅې په توګه د لړم په ۲۵ مه، ۲۰۳۰ کسان چې ټول د دې ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو مینان وو، راغونډ کړل او ګډونوالو د «ملي حاکمیت تر نامه لاندې» په ۷۶ مادو کې «مشورې» وړاندې کړې او د دې لپاره چې امریکا «زمریان» وساتي، امریکې ته یې د «پوځي تاسیساتو» (پوځي اډو) د ورکولو پریکړه وکړه، چې عملاً د هیواد د پلورنې بیه یې په کال کې یو ملیارد ډالر وټاکله!!! ټاکل شوې دا «مشورې» چې د ولسمشر لخوا منل شوې دي، د پارلمان لخوا تصویب او وروسته له هغې له امریکې سره ستراتیژيک تړون چې دمګړۍ ۹۰ سلنه یې بشپړه شوې، خو جزییات یې لا څرګند نه دي، لاسلیک شي.

د دې دودیزې جرګې پایله چې له لومړیو شیبو څخه له فرمایش سره مل وه، ټولو زیارکښو ولسونو ته څرګنده وه. هغه ولس چې هره ګړۍ په بمباریو کې وژل کیږي، کورونه یې تلاشي کیږي، اولادونه یې په اسارت کې ژوند کوي، ۹ میلیونه یې له لوږې او فقر سره مخ دي خو بهرنیان ورته د اسارت په موخه مدرن او عصري زندانونه او جیلونه جوړوي او خویندې او میندی یې په سپو داړل کیږي، منطقاً نشي کولای له داسې ستمګرو سره د «اوږدمهاله دوستۍ» لاس ورکړي. دا کار یوازې هغه کسان کولای شي چې د بهرنیو په شتون کې په ناز او نعمت کې ژوند کوي، مقام ته رسیږي، سرکاري ګوندونه جوړوي، ائتلافونه رامنځته کوي، پانګې اچوي، د خلکو شتمني لوټي، انجوګانې لري، بانکونه جوړوي، ښارګوټي لري، له دې یا هغه سفارت سره دوستي لري، د بهرنیو چارو وزیران یې سفارتونو ته رابلي او...

د افغانستان زیارکښه او نیستمن ولس د تاریخي تجربو په رڼا کې په دې ښه پوهیږي چې هیڅ استعمارګر، هیڅ بهرنی هیواد او هیڅ بهرنی دولت نشي کولای په خپل شتون، په «پوځي تاسیساتو»، په پوځي اډو او په «اوږدمهاله ستراتیژیک تړون» سره هغوې ته آزادي، هوساینه، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکي، هوساینه او ښیرازه ژوند ورپه برخه کړي، دا یوازې ولسونه دي چې کولای شي د استبداد او استعمار بلاګانې په خپلو لاسونو تري تم کړي. هر هغه څوک چې د دې پر ځای چې ولسونو سره مرسته وکړي څو ژر تر ژره دا بلاګانې په ګونډو کړي، په بیلابیلو عباراتو او جملو هڅه کوي دا دوه بلاګانې سینګار کړي، هغه غلام ته پاتې کیږي چې پر خپلې غلامۍ ویاړي.

 یو انقلابي او ولسي لیکوال او لارښود لیکلي دي: «هیڅوک د دې لپاره ګناهکار نه دی چې برده نړۍ ته راغلی دی، خو هغه برده، چې نه یوازې د خپلې آزادۍ لپاره کوښښ نه کوي، بلکې خپله برده ګي موجه ګڼي او هغه ته زیب او زینت ورکوي، هغه پست فطرته نوکر دی چې طبعاً په انسان کې د قهر او کرکې او سپکاوي حس راپاروي.»

نو د دې لپاره چې له برده ګۍ څخه خلاص شو، باید د خپلې آزادۍ لپاره کوښښ وکړو او په سینګار شویو عبارتونو او غولونکو جملو برده ګي سینګار نه کړو، که چیرې هر څوک داسې وکړي، ولسونه حق لري هغه ته په کرکه وګوري، سپکې سپورې ورته ووايي او د پست فطرته نوکر په توګه یې ورټي، تحقیر یې کړي او د قهر په لمبو کې یې وسوځي!

هیچ نظری موجود نیست: