صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

مونږ څه لرو؟



تلیاد میرغلام محمد غبار
 په ظاهره هرڅه! لکه وزارتونه، ریاستونه، بیلابیلې موسسې، معارف، سوداګري، څلورلارې، ټرانسپورت او سلګونه نور شیان. خو په مانا کې تقریباً هیڅ څه او یا هم لږ څه لرو. د ساري په توګه پرون مو نه درلودل، خو نن د کانونو وزارت لرو، خو دې وزارت په عمل کې څه کړي دي؟

تیل او سکاره او اوسپنه یې استخراج کړې که کوم بل څیز؟ ټول پوهیږو چې هیڅ یې نه دي کړي، یوازې څه یې چې کړي دي هماغه د حضرت نوح د دورې پاتې زړه مالګه یې د کچرې پرځای له لارۍ سره انتقال او په لا لوړه بیه یې خلکو ته ورکړې ده. همدا شان مونږ په تیره پیړۍ کې د مالیې وزارت نه درلود او نن یې لرو خو څرنګه چې په تیرو کې د هیواد د کلني قطعي حساب په اړه نه پوهیدو، نن هم نه پوهیږو. د پرون او نن ترمنځ شته یوازینی توپیر دا دی، چې هغه وخت مستوفیان پر آسونو سپرېدل او پر توشک کښیناستل او  نن د مالیې رئیسان په رنګه قلمونو ښکلي کاږه واږه لاسلیکونه کوي او په څو متره موټرونو کې سپریږي. زمونږ د نوي تشکیلاتو بل او مهم کار دا دی چې هر یو د خپل اړوندې برخې د بی‌ځایه پراختیا لپاره هڅې کوي. اتصالاً یې رنګارنګې شعبې د تدقیق، ځانګړي اړیکې او سمون، پرمختګ او لسګونو نور شیانو په نامه جوړې او سرګرځوونکي رتبې رامنځته کوي. تر دې کچه چې اوس په یوه ریاست کې څو لومړی، دویم، دریم او څلورم مرستیال او په یوه وزارت کې څو وزیران او مختاره وزیران او په یوه کابینه کې څو د دولت او ملت وزیران په یو بل غورځیدلي دي. پداسې حال کې چې هیواد نه کرنیز شوی او نه هم صنعتي. نه صادرات زیات شوي او نه واردات کم شوي دي، نه حکومت قانوني شوی، نه هم ولس باسواده شوی. 

لارې وېجاړې، پلونه ړنګ، ټرانسپورت او لیږدونه کمه او صنعت د منځنۍ پیړۍ په شان، بیې لوړې او ولس بیوزله او خوار دی او کلونه کیږي چې زمونږ دغه پراخه او نومیزه تشکیلات د لقبونو په ټاکلو او د ودانیو په رنګ او سمبالولو بوخت دی او په میاشتو میاشتو په یوه مقام کې د یوه عالي جناب پر ګومارلو تودې خبرې کوي. کله هم د چپړاسیانو د جامو ډول تعدیل او د مستخدمینو خولۍ له مربعې څخه درې څنډې ته بدلیږي. خو نه کوم کان وکیندل شو، نه کوم نهر جوړ شو، نه کومه فابریکه راوارده شوه او نه هم کوم بند جوړ شو. خو کله هم په جریدو کې په بی‌ساري او مسخره ډول اعلانیده چې د دولت یعني ملت ( پلانکۍ فابریکه ملي شوه )یعني پلانکي شخص ته په ارزانه بیه وپلورل شوه، نو شخصي مال شو.
 
ښه نو، زمونږ د دغه بی خبرۍ لامل څه دی؟ و به وایاست چې دوه شیان، یا د حکومت مدیره پلاوي نه دې غوښتلي چې مونږ یو څه ولرو او یا يې غوښتلي خو توانیدلي نه دي او ځکه چې استعفا یې نه ده ورکړې نو په دواړو حالتونو کې د ولس او هیواد د تاریخ په وړاندې مسوول دي. خو زمونږ په آند اصلي لامل له دې هم ژور دی او هغه دا دی چې اصلاً زموږ اداري ماشین چپه او ناسم تړل شوی دی. د بیلګې په ډول، که د ځمکې پر مخ د وزیرانو عقل د دې ماشین له یوې دروازې دننه کړئ، یو کال وروسته هغه له بلې دروازې ستړی، ناکامه او بدنامه وځي. دا ځکه چې د یوه حکومت د ماشین تړل په کراتو د یوه ساعت د ماشین له تړلو ډیر لوی او مهم کار دی او لا زیات علم او پوهې ته اړتیا لري. هغه علم او پوهه، چې د بشریت د بې‌پایه او څو زره کلنې تجربې پایله ده او د حقوق او ادارې علم په نامه د نړۍ خلکو په واک کې ایښودل شوې ده. مثلاً که د یوه ساعت پرزې د لویو پروفیسرانو لخوا چپه او ناسمې وتړل شي، آیا کار کوي؟ د دې علم ماحصل کولای شو د «دیموکراسي اصولو» په جمله کې خلاصه کړو، یعنې د درې ګونو ځواکونو جلاتوب، د قانون حکومت، د ملت په وړاندې د کابینې مسوولیت، د ملت آزادي او مساوات او د ټولنې په چارو کې ګډون. نو تکرارو، چې زمونږ د شاته پاتې کیدنې او بی‌خبرۍ علت زمونږ په اداري ډول کې د دیموکراسۍ د آرونو نه رعایت دی او بس. او ترڅو چې مونږ د دغې بنسټ د ټینګښت لپاره د زړه له کومې او په ګډ قوت هڅه ونکړو، نه یوازې دا چې د هیڅ شي مالک به نشو، بلکې د دې خطر شته چې هغه څه چې لرو هم له لاسه ورکړو. نو زموږ د منورینو او ملي جرائدو لومړنۍ دنده هماغه د دیموکراسۍ د آرونو تبلیغ او د مطلقیت او زورواکۍ د پاتې شونو پر ضد مبارزه ده او بس.

سرچینه: «ندای خلق»، درېمه ګڼه، لومړی کال، د ۱۳۳۰ کال د وری ۱۹ مه

هیچ نظری موجود نیست: