صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

زموږ فرشته یې ووژله



له «کابلیان یې په خپلو وینو لیکي»
هغه شپه چې «موعودي فرشتې» د کابل پر سړکونو ګرځیدې، موږ تر سهاره ویښ وو. اصلي ګناهکاران له کابل څخه تښتیدلي وو. د هر یوه په سترګو کې د هیلو او اندیښنو ناڅرګندتیا لیدل کیده. راډیوګانو د ګلبدین او مسعود تر منځ د سختو خبرو په اړه ویل. موږ په دې تمه وو چې ملګري ملتونه به څه وکړي. هیڅوک نه پوهیدل چې سبا به څه کیږي 
.
زموږ کور د چهلستون غره، په بیوزلې کوڅې کې مخ پر لمر و. ټول ټال یوولس غړي وو او هر یو په کار بوخت و. لا سهار کوڅې خالي وې چې زما مور ګذرګاه ته د یوه اشنا کور ته ولاړه. شاید یې د «اسلامي حکومت» مبارکي ورکوله! هغه تر ماښامه رانغله. زموږ د کور شاته د وسله والو کسانو د بوټان
و خړپ خړوپ اوریدل کیدو. ډلې ډلې به له بیلابیلو وسلو سره دیخوا هاخوا ګرځیدې. د غونډیو پر سر یې سهار یا هم له شپې نه مورچلې جوړولې. غره ته مې چې کتل یوی ناببرې ویرې ریږدولم. شپږم حس مې راته ویل، نه چې جګړه پیل شي. چای مو نوی څښلی و چې زما تصور په رښتیا بدل شو. قیامت راورسید. ته وا چې د کابل ټولو مرمیو زموږ کور په نښه کړی و. غوښتل مې چیغه کړم چې یو راکټ زموږ په دهلیز کې ولګید. موږ بې مور او پلاره تر لوګي او ایرو لاندې ځانونه راټولول. مور یوې خواته په منډه وه او د ټوپکوالو پرله پسې ډزو ځمکه سورۍ کوله. یوه ګاونډي د تیښتې په حال کې زما مور ته ناره کړه: په دهلیز کې مو راکټ ولګید. څه شیبه وروسته چې راپورته شوو، ژوندي وو. زما مور په یوه ګوټ کې چُپه ولاړه وه او خپل ویښتان یې شکول. ټول پر ځمکه پراته وو خو مور دومره هیبت وهلې وه چې له مرمیو او ډزو نه ډاریده، هغه پر یوه لوړ ځای ولاړه وه. کله چې موږ ټولو ځانونه سرای ته ورسول، زما د مور له خولې له سوزه ډک غږ پورته شو: قلعة شورا کې ستاسو د نیکه ځای ته ځو.
 
د ډبرو دیوالونو او جګو او را لویدلو ونو تر پناه ګذرګاه ته ورسیدلو. هغه شپه ګذرګاه تر نورو ځایونو کمه تر برید لاندې وه. د مرمیو شپیلکو او ټک او ټوک پر شیر دروازه او آسمایی د وینو پرده غوړولې وه. لومړی ماښام و چې د سپیو غپا او د بانګیانو بانګ له کابل څخه پورته نه شو. داسې انګیرل کیدل چې د کابل مسته خاوره په توبرو کې باسي. تر سهاره ویښ وو. سبا نهه بجو خواته د غم وریځې هرې خوا خپرې وې خو د سربو باران کم شوی و، موږ هیڅ شی نه درلود. غرمه ستړي هلاکه او بی خوبه قلعة شورا ته ورسیدلو. زما مور په څو ثانیو کې د خپل ژوند ټوله هستي له لاسه ورکړې وه. هغه دومره هیبت وهلې وه چې د خپلې خوښې بسترو په کیسه کې هیڅ نه وه. تر اوسه خبر نه یم چې هغه شپه زما پلار چیرې ویده شو. هغه یو ټیټ رتبه مامور و، یو څه اوړه یې په شا کړه، د خپل پلار کور ته رهي شو. پل خشتی ته نږدې، کله چې د دوو وسله والو ډلو له منځ څخه د تیریدو په حال کې و، یو ځلي د دواړو خواو تر منځ ټکان پیل شو او هماغه شیبه درې مرمۍ یې پر ټټر او نس ولګیدې. خوارکی تر زیاتې مودې له ۳۴ نورو مړو سره د مرګ په انتظار و، زیاته وینه یې ضایع کړې وه. نه پوهیږم غرمه چا څلورسوه بستریز روغتون ته وړی و. موږ د هغه د فاتحی په فکر وو. اووه ورځې وروسته چا یې د روغتون څخه خبر راوړ او شل ورځې وروسته مو هغه ولید. وچ کلک او معیوب شوی و 
.
جګړه کرار کرار د ده خدایداد خواته وغځیده. د پسرلي په سهار چې زما د نیکه ځمکې شنې وې، د مرمیو او راکټو لړۍ د دې سیمې پر غاړه هم راتاو شوه. زموږ سره نور کوم خاص شی نه و او سپک شوي وو. له څو کمپلو او لوښو سره چهلستون ته بیا ګذرګاه ته، له هغه ځایه د علاالدین څلورلاري ته، بیا ده دانا ته، له هغه ځایه تایمني ته وروسته جنګلک ته، له هغه ځای څخه بیرته د کور په لور  چهلستون ته سرګردانه راغلو. چې زموږ هر بېځایه کیدل یوه غمجنه کیسه ده. په دې سیمه کې نور نو ودانۍ نه لیدل کیدی. بالاخره زړو مکروریانو کې د نازو انا ښوونځي ته مو پناه یووړه. په یوه ټولګي کې څلور کورنۍ ځای پر ځای شوې وې. د ورځې مو یو وخت څه خوړل او په خپل ځایونو کې دیخوا هاخوا سره ښوریدلو. غوږونه مو له ډزو سره عادت کړی و. په داسې مجسمو بدل شوي وو چې مرګ یې نه پیژندی. هره ورځ مو مړي او ټپیان پورته او ښکته کول. ته وا په نوبت کې ولاړ وو. هیچا د خپلو خپلوانو حال نه درلود. یوازې د وسله والو موټران مو لیدل چې له لوټ شویو مالونو څخه ډک پر ویجاړو کوڅو تیریدل. د موټرانو پر شیشو یې د خپل «رهبر» عسکونه لګولي وو 
.
کله چې راکټان پر مکروریان لګیدل، موږ زیر زمیني کې خوندي کیدلو، او د شپې تر ناوخته کله هم تر سهاره په هغه تورتم کې ډوب وو. د ژمي سړې شپې مو له څو کمپلو سره او بې له اوره تیرولې. زما کشري خور فرشتې، له یخه به ځان پر مور مښلوی او کله به یې پوښتل: مورې، د ژمي په پای کې ښوونځی پیل کیږي؟ هغی لومړنی تولګی پای ته رسولی و. موږ هغې ته کتل خو کوم ځواب مو نه درلود. یوازي ما ورته زړه ورکاوه او په مصنوعي موسکا مې ورته ویل: ملګري ملتونه جګړه دروي. بیا به یې په خپل ماشوم انداز پوښتل: د ملګرو ملتونو زور په «رهبرانو» رسیږي؟ موږ هم په دی نه پوهیدلو 
.
یوه شپه په همداسې پوښتنو کې ډوب وو چې ناڅاپه یوې چاودنې زموږ د ټولګي د شا کړکۍ ولړزوله. موږ ټول د زیر زمینۍ خواته په منډه شو. زما مور نارې وهلې: فرشتې، فرشتې، هله ژر شه چې بل راکټ راځي. خو ناوخته شوی و. فرشته چُپه وه او یوازې یې زما مور ته کتل خو سترګې یې نه رپیدې. ما د هغې خواته منډه کړه، د کمپل له لای څخه وینې څڅیدې، دې صحنی زما زړه مات مات کړ. زما ورور چیغه کړه چې فرشته یې ووژله! زما د مور چیغې د چاودنو له غږ سره ګډې شوې. هغې د ښوونځي پیل و نه لید او د پر له پسې راکټونو او چاودنو لاندې د ښوونځي دروازې یوه اړخ ته په یوې کندې کې مو ښخه کړه. ویل مو امانت دې وي وروسته یې هدیرې ته وړو، خو پر له پسې راکټونو د هغې انتقال ناشونی کړ، لکه چې نه یې غوښتل ښوونځۍ پریږدي. دعا مو ورته وکړه او په هماغه ځای کې مو ابدیت ته وسپارله. وروسته چې څو نورو ځایونو ته وتښتیدلو، د هغې قبر یې هم په مرمیو ویشتلی و.
موږ بالاخره نیمروز ته وتښتیدلو.

هیچ نظری موجود نیست: