صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

ښکیلاکګران، ښکیلاکمینه په جرمونو کې ډوبوي



په هر هیواد کې چي استعمار واکمن شي او د چارو واګې یې د ښکیلاکګرو په لاس کې ولویږي، هغه هیواد نیمکرغي او ښه ورځ لیدلی نشي. ښکیلاکګر خپلې ښکیلاکمینې له انساني ارزښتونو تشوي او په جنایت، جرم او وژلو یې لړي. استعمار، د نورو جنایتونو تر څنګ خپله ښکیلاکمینه په جرمونو کې ډوبوي. استعمار بیوزلي، ناداري، تش لاسي او وزګارتیا رامنځته کوي او د بیوزلو او شتمنو تر منځ طبقاتي واټن زیاتوي.

د جرمونو زیاتیدل د ښکیلاک له کرغیړنو پایلو څخه دي. د جرمونو قربانیان بیوزله انسانان دي. شتمن داړه ماران چې د ښکیلاک چوپړیان دي، د ولسونو له بیوزلۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او د دې ناچاره بیوزلو په وسیله بیلابیل جرمونه تر سره کوي. که له یوې خوا جرمونه د بیوزلو انسانانو په وسیله تر سره کیږي، له بلې خوا د جرمونو اصلي قربانیان هم بیوزله او زیارکښه ولسونه دي. 

زمونږ هیواد چې د امریکا له ښکیلاکمینو څخه شمیرل کیږي، د جرمونو په هیواد بدل شوی دی. دلته د نورو کړاونو او رنځونو تر څنګ، جنایي جرمونو د خلکو ژوند تریخ کړی دی، خو د ملنډو خبره دا ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې رییس، جین لوک لوماهیو د بریټانیا ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي «که مونږ محتاط ونه اوسو نو افغانستان به په یو پاشلي او په جرایمو کې ډوب هیواد باندې بدل شي.» 

جین لوک چې د پانګوالو د نړیوالې ادارې په خدمت کی دی، باید په دې پوه شي چې افغانستان وار دمخه په جرمونو کې ډوب شوی دی. مسخره به وي که تمه ولرو چې په یوې ښکیلاکمینې کې دې جرمونه یا نه وي او یا یې کچه ټیټه وي. جرم، له ښکیلاک سره مل ناورین دی او چیرې چې ښکیلاکګران جنایت کوي، هلته د جرمونو کچه هم سیوا کیږي. افغانستان، د دې حقیقت، یوه ترخه بیلګه ده. که د امریکايي او ناټويی ستمګرو له جنایتونو او جرمونو تیر شو، د اوسني دولت شمیرې څرګندوي چې افغانستان د جرمونو په هیواد بدل شوی او بیوزلي هره ورځ د جرمونو قربانیان دي. سیدګل آغا هاشمی د کابل امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس د جدي په پنځمه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په کابل ښار کې په یوه میاشت کې د وژنې او مسلحانه سرقتونو ۱۰۰ پیښې ثبت شوي او په تړاو یې ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

همدا ډول د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس ویلي دي چې د تیرکال په پرتله د روان کال په نهو میاشتو کې غیر قانوني مسافرتونه درې برابره او نور جنایي جرمونه څه باندې ۳۱ سلنه ډیر شوي دي. هغه زیاتوي چې په دې موده کې ۱۴۸۵ قتلونه، ۱۳۶ شوکماریاني، ۲۰۸۵ غلاوې، ۱۱۶ اختطافونه، ۱۲۱ جیب وهنه، اته اختلاسونه، ۱۷۹ پیښې د توکو قاچاق، ۲۸۲ پیښې د مخدره موادو قاچاق او ۵۵۴۰ متفرقه جنايي جرمونه په ټولیزه توګه په کابل، هرات، بغلان، ننګرهار او نیمروز کې تر سره شوي دي. د دې شمیرو پر بنسټ د روان کال په نهو میاشتو کې ۱۳۲۵۰ جرمي پیښې په ټول هیواد کې ثبت شوي دي چې په تړاو یې ۱۸۷۸۹ سړي او ۶۶۷ ښځې نیول شوي دي. حال دا چې د ۱۳۹۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۰۰۶۹ جرمي پیښې تر سره شوې وې چې د روان کال په مقایسه ۳۱۸۱ پیښې کمې وې.

له پورته شمیرو څخه دې پایلې ته رسیږو چې د جرمونو کچه د هر کال په تیریدو زیاته شوې ده. هماغه شان چې د ښکیلاک د جنایتونو کچه د هر کال په تیریدو زیاتیږي، ورسره سم د جنایي جرمونو کچه هم لوړیږي. تر هغه چې افغانستان سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ ته ونه رسیږي او د امریکا ښکیلاکمینه وي، جنایت به دوام ولري. جنايي جرمونه یوازې هغه وخت له منځه ځي چې هیواد خپلواکۍ ته ورسیږي او ورسره سم د زبیښاک او لوټمارۍ مخه ونیول شي. ځکه هغه وخت چې انسان آزادي ولري، د بل انسان غلام نه وي او مفتخوره او بیرحمه شتمن لږکي ونشي کړای ثروتونه لوټ کړي، انساني ارزښتونه غړیږي او انسان د بل انسان درناوی کوي او د جرم او جنایت کلیمې له قاموس څخه ورکیږي.

هیچ نظری موجود نیست: