صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

د ستمګرانو جنایتونه او د ولسونو راپاریدلې کرکه



د هیڅ هیواد خلک، په تیره بیا زیارکښان د بهرنیو او کورنیو ستمګرانو د جنایتونو په مقابل کې چپ پاتې کیدای نشي. که د ستمګرۍ په لومړیو شپو او ورځو کې دا مقاومت ضعیف او کمزوره وي، خو د وخت په تیریدو سره دا مقاومت پیاوړتیا مومي. د افغانستان ولس هم د هیڅ بهرني تیري کوونکي په وړاندې چپه خوله پاتې شوی نه دی او د هیواد د استقلال او خپلواکۍ لپاره یې د تاریخ په دوران کې د مورچلونو او سنګرونو لاره نیولې او د خپل سر او مال سرښندنه یې کړې ده.

دا وخت چې امریکاییانو او ناټويي ملګرو یې پر افغانستان تیری کړی دی او څه باندې دولس کاله کیږي چې زمونږ ولسونه وژني، له دې تیري سره سم د هرې ورځ په تیریدو د دې ستمګرو ځواکونو په وړاندې د ولسونو کرکه سیوا کیږي. سره له دې چې امریکا پلوه تلویزیونونه او راډیوګانی، ورځپاڼې او خبري آژانسونه او مدني ټولنه، ظالم امریکایي سرتیري خپل ګران او صمیمي دوستان ګڼي او د هغوی تیری د خپلو ناوړو ګټو لپاره لازمې او اړین بولي، خو د ولس قضاوت له دې  مرییانو او ډارنو روشنفکرانو څخه توپير لري. د افغانستان ځپل شوی ولس نه یوازې دا چې امریکایي سرتیري خپل دوستان نه ګڼي، بلکې هغه متیازن جنایتکاران یې شمیري چې د خلکو ژوند یې له نشت پر پوله درولی او هره ورځ لسګونه تنه وژني.

امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستیو کې هغه سروې خپره کړې چې دری امریکاییانو د افغانستان د پنځه ولایتونو په ۲۰۴ کلیو کې  له درې زره کسانو سره د مرکې له لارې تر سره کړې ده. دا سروې چې د بهرنیو ځواکونو د چلند په اړه تر سره شوې ده، ښکاره کوي چې د بهرنیو ستمګرو ځواکونو د جنایتونو او زورزیاتي او بدو چلندونو په وړاندې د خلکو کرکه زیاته شوې ده. همدا ډول د دې سروې پر اساس، خلکو د طالبانو له جنایتونو هم خپله کرکه څرګنده کړې ده. د دې سروي پر بنسټ د خلکو کرکه له طالبانو څخه د دې لامل شوې نه ده چې ولسونه دې امریکایي سرتیرو ته مخه کړي.

دا سروې په څرګند ډول هغه حقیقت بیانوي چې د پیشرو خپرونې کلونه دمخه د هغه په اړه خپل دریځ څرګند کړی: نه امریکاییان او جنګسالاران، نه طالبان، مستقل او خپلواک افغانستان. د افغانستان تاریخ ښکاره کوي چې یرغلګرانو پرته له دې چې زمونږ هیواد په وینو لړلی وي او ولسونه یې په پيړیو پیړیو له پرمختګ څخه شاته پریښودي وي، بل کار نه دی تر سره کړی. امریکايي یرغلګران هم د نورو په شان زمونږ هیواد په وینو لړلی او زندانونه یې په بیوزله ولسونو ډک کړي دي. همدا دی چې هیڅ ملت، له مرییانو پرته، یرغلګران خپل دوستان نه ګڼي او هغوې ته د کرکې په سترګه ګوري.

طالبان هم چې د امریکاییانو د نیواک د دوام لپاره انتحار او وژل کوي، د امریکاییانو ضد جبهه یې په خپلو بیرحمانه ستمونو ډیره زیاته کمزورې کړې ده. امریکا د طالبانو جنایتونه د خپلو کرغیړنو جنایتونو لپاره پلمه ګرځولې او د دې تر څنګ چې د خپل اشغال او د پوځي اډو د جوړولو لپاره ترې کار اخلي، په ورته وخت کې هڅه کوي چې د استقلال او خپلواکۍ د رښتینې جبهې د جوړیدلو مخه ډب کړي. خو د اسیرو ملتونو تاریخ ښکاره کوي چې ولسونه له ښکیلاک څخه د خلاصون لپاره بله لاره نلري، مګر دا چې یو پرمختللی، پر رښتیني دموکراسۍ ولاړ د خپلواکۍ غورځنګ په لاره واچوي. همدا چې نن زمونږ ولسونه له امریکاییانو او کورني ګوډاګیانو او له طالبانو خپله کرکه څرګندوي، په خپله د ذهني مقاومت د بډاینې په مانا ده، هغه ذهني مقاومت چې ډیر ژر به په عملي مقاومت بدل شي او د تیري کوونکو تر څنګ به ټول مرییان په خپلو څپو کې تري تم کړي.

هیچ نظری موجود نیست: